Categories

اعلان

Loading…

د هسکې مېنې د خونړي برید طراح ووژل شو

تاند، جمعه، د عقرب ۳مه: د ملي امنیت د صفر ۲ قطعې د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی چې هسکه مېنه کې د جودرې د جومات د خونړي برید طراح په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د صفر دوه قطعې په خبرپاڼه کې راغلي، د داعش ډلې غړی قاري شاکر مشهور په قدرت پاچا د ډیورنډ د کرښې هاغاړې ته د اورکزیو ایجنسۍ د کوهاټ اوسېدونکی و، چې د پنجشنبې په ورځ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې له خپلو دوه نورو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

هسکه مېنه کې تېره جمعه د داعش په بمي برید کې ۷۲ ملکیان ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول، چې د پوهنې وزارت د مسوولانو په وینا ۲۷  زده کوونکي او ۲ ښوونکي هم په کې وژل شوي او ۱۶ یې ژوبل شوي دي.

1,117 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"aeef86ba-f7e9-48d9-9014-33f03ae96905","recipients":865,"external_id":"92cc07f9-9bfc-1a55-6a8a-000cbbd54858","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
865

1 comment

  1. دورانی افغان Reply

    د هسکې مېنې د خونړي برید طراح مردار شو، ښه شو چه د انسانانو، جماعتونو قاتل او د حیرا منډي دغه داعیشی ځناور په خپله سزا ورسیو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸