Categories

اعلان

Loading…

راتلونکې اوونۍ چین د طالبانو او افغان سیاستوالو د ناستې کوربه دی

تاند، چهار شنبه، د عقرب لومړۍ: د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین وايي، د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۸مه او ۲۹مه به په چین کې د افغانستان د سولې په تړاو یوه بین الافغاني ناسته کې د دوی پلاوی هم ګډون وکړي.

سهېل شاهین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د چین خاص استازي دینګ شیجون له ملا برادر سره په دوحه کې لیدلي او په دغه ناسته کې یې د ګډون بلنه ورکړې ده.

سهېل شاهین لیکلي چې دواړو لوریو د چین د بین الافغاني ناستې او سولې پر موضوعاتو بحثونه کړي دي.

شاهین د دغې ناستې د جزیاتو په تړاو څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی دی چې د چین ناسته به د مسکو او دوحې د ناستې دوام وي.

تر دې وړاندې جهادي مشر اسماعیل خان ویلي وو چې د کرزي په مشرۍ د چین بین الافغاني ناستې ته د حامد کرزي په مشرۍ ۳۰ سیاستوال وربلل شوي دي.

خو ارګ بیا وايي، چین ورته بلنه ورکړې، مګر دوی ځواب ورکړی چې د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته هیڅ نشي کولی.

467 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"3d5232be-8f95-4ea3-b812-c5a6860bfbf1","recipients":856,"external_id":"d94aede1-4d23-33a4-cf22-248b213c423c","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
856

1 comment

  1. babrak Reply

    لطفا عنوان داسې اصلاح کړۍ : راتلونکې اوونۍ چین د پاکستان د استخباراتو له توصیې سره سم طالبان او افغان مفسد سیاستوالو د ناستې کوربه دی تر څو خپله پخوانۍ دوستی بیا تازه او د ای اس ای له ډول سره و نڅیږي او بیا وطن په غولو ولړي. همدغه کرزی او د ده مجاهده مفسده ډله بیا په وطن کې د دوۍ یهودی اسلام برقرار او مفسدین بیا د رامیدان ته شي!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸