Categories

اعلان

Loading…

ملا برادر او ورسره طالبانو ۲۰ ورځې په پاکستان کې څه کول؟

تاند، سه شنبه، د میزان ۳۰مه: پاکستان ته د ملا برادر په مشرۍ د قطر د سیاسي دفتر طالب مشرانو  تللي پلاوي په دغه هېواد کې شل ورځې تېرې کړې دي.

د افغان حکومت یوې لوړپوړې امنیتي او استخباراتي سرچینې تاند ته په ورکړیو معلوماتو کې ویلي، د ملا برادر په مشرۍ طالب مشرانو اووه شپې د کویټې په کچلاغ سیمه کې تېرې کړې دي.

دغه سرچینه وايي، ملا برادر د ملاعمر د زوی ملا یعقوب په کور کې د ۲۳ ولایتونو له طالب مسوولانو سره غونډه کړې، د طالب مشرانو تر منځ د اختلافاتو هوارولو او د نوي مشر د ټاکلو هڅې یې هم کړې دي خو په دغه موده کې ملا برادر پخپله د یو شمېر طالبانو له مخالفتونو سره مخ شوی دی.

د افغان حکومت دغه لوړپوړې استخباراتي سرچینه وايي، د ملا برادر په کور د برید خبر هم رښتیا دی او طالبانو یې د پټولو ناکامه هڅه کړې ده.

د حکومت دغه کس زیاتوي، ملا برادر د ملا هیبت الله د ورور او څو نورو وژل شویو طالب مشرانو فاتحو کې هم برخه اخیستې او لیدل شوی دی.

همدا راز د طالبانو تر منځ تر ټولو مالادره مشر قاري امیرخان متقي په اړه ویل شوي چې نوموړي له پاکستاني مشرانو سره تر کتنو او هغوی ته له ډالیو ورکولو وروسته په خپله کورنۍ، جایدادونو او خپلوانو کې نږدې ۱۵ ورځې رخصتي تېره کړې ده.

د ملا عباس ستانکزي په اړه ویل شوي، چې نوموړی قصدا په پاکستان کې د مېشتو طالب مشرانو په غوښتنه د پاکستان سفر کې ملا برادر له ځان سره نه و بیولی، ځکه د هغه په اړه د طالبانو په صفونو کې اختلافات زیات شوي دي او دغه ډله فکر کوي چې ملا عباس چې په یوه اندازه انګلیسي پوهېږي، له امریکا سره د طالبانو پر سر معامله کوي او غواړي چې له خلیلزاد سره د پخوانۍ اړیکې له مخې ځان د طالبانو تر رهبرۍ ورسوي.

په هغه او ځینو نورو طالب مشرانو د طالب نظامي څانګې له لوري تور دی چې په دې وروستیو کې یې د معاملې له مخې ګڼ طالب قومندانان، والیان، نظامیان، د استخباراتو مسوولان پر امریکایانو او افغان نظامیانو وژلي دي.

په پاکستان کې د شل ورځو لپاره پاتې شویو  طالب مشرانو په اړه ویل شوي چې د جنرال حمیدګل د مېرمنې په مړینه یې هم د هغه له کورنۍ سره خواشیني ښودلې او فاتحې ته یې ورغلي وو.

د سرچینې په حواله طالب مشرانو په پاکستان کې له هغو افغان طالب قلموال سره هم کتلي دي چې د نن ټکي اسیا او امت ورځپاڼو په څېر رسنۍ د طالبانو په ګټه رهبري کوي.

هغه طالبان چې په پاکستان کې له ملا برادر او قاري امیرخان متقي سره یو ځای شپې کړې دي په دوی کې ملا حنفي، ملا محمد نبي او نور طالب مشران هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بیا د افغان حکومت او په پاکستان کې د طالب مشرانو د پاتې کېدو په تړاو ټول راپورونه رد کړي دي او وايي، د دوی طالب پلاوی لا وخته بېرته قطر ته رسېدلی دی.

1,789 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"449795ac-eebb-4ab9-bc30-12b4288898ee","recipients":848,"external_id":"734e7db7-d74c-a1b9-1369-cb66b7b1eb44","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
848

4 comments

  1. سلیم Reply

    د انګریز ولد زنا اسلام برباد سره مینه اوس د جاهل وحشي عرب سري بې وطنه پهټاني د فطرت برخه ګرځېدلې. خبره د فطرت ده، دوی ملامت نه دي

  2. babrak Reply

    طالبانو د اسلامی امارت دپاره له هیرا دارالعلوم څخه مشوره اخیستله او له بل خوا خپلو کورنیو سره د لیدنی او تفریح دپاره شل ورخې په په کونو کی وو!

  3. babrak Reply

    طالبانو د اسلامی امارت دپاره له هیرا دارالعلوم څخه مشوره اخیستله او له بل خوا خپلو کورنیو سره د لیدنی او تفریح دپاره شل ورخې په په کورونو کی وو!

  4. ګل محمد نوری Reply

    په پاکستان کې د شل ورځو لپاره پاتې شویو طالب مشرانو په اړه ویل شوي چې د جنرال حمیدګل د مېرمنې په مړینه یې هم د هغه له کورنۍ سره خواشیني ښودلې او فاتحې ته یې ورغلي وو.

    د سرچینې په حواله طالب مشرانو په پاکستان کې له هغو افغان طالب قلموال سره هم کتلي دي چې د نن ټکي اسیا او امت ورځپاڼو په څېر رسنۍ د طالبانو په ګټه رهبري کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2