Categories

اعلان

Loading…

د خلیلزاد تازه سفر ته د ارګ غبرګون: سوله به هغه وخت سوله شي چې د افغانانو په رهبرۍ وي

تاند، سه شنبه، د میزان ۳۰مه: د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، روسیې، بروکسل او پاریس ته د ولسمشر غني د سفر په غبرګون ویلي، افغانستان هغه وخت سلې ته رسېدلی ي چې دا پروسه د افغاناو لخوا رهبري شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، افغانان د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکي دي او افغان حکومت د خپلو خلکو غوښتنې ته ژمن دی.

 صدیق صدیقي زیاته کړې، ولسمشر غني تل سولې ته لومړیتوب ورکړی او افغان حکومت هم دغه لومړیتوب ته د رسېدو برخه کې په پوره ژمنتیا کار کوي.

 خو نوموړي ټینګار کړی چې افغانسستان هغه وخت باعزته او تلپاتې سولې ته رسېدلی شي چې دا پروسه د افغان دولت په رهبرۍ مخته یوړل شي.

 دا په داسې حال کې ده چې د سولې د مذاکراتو له یو نیم میاشتني ځنډ وروسته زلمی خلیلزاد یو ځل بیا له واشنګټن څخه سیمې ته د سولې د خبرو بیا پیلولو په برخه کې سلا مشورو ته راوتلی دی.

خلیلزاد تېره ورځ ناوخته د ناټو له سرمنشي سره کتلي، خو د اروپايي ټولنې ، ملګرو ملتونو ، د روسیې او چین له استازو سره به تر دې وروسته ویني.

697 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"dc2a0be3-332c-44be-843f-cea953a5874f","recipients":848,"external_id":"4a1dd1eb-9557-6b3a-4271-b063c027f8ca","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
848

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸