Categories

اعلان

Loading…

کمېسیون: د نتایجو د ډیجیټلي مرکز د ماتولو اوازه درواغ ده

تاند، دوشنبه،  د میزان ۲۹مه: د ټاکنو کمېسیون او د کورنیو چارو وزارت د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ډلې هغه ادعاوې او تورونه رد کړل چې وايي، افغان پولیسو د شپې له مخې د ټاکنو کمېسیون د اطلاعاتي ډیجیټلي مرکز یا بانک د قفل د ماتولو هڅه کړې ده.

کمېسیون نن په دې اړه وروسته له هغې اعلامیه کې دا اوازې رد کړې چې ډاکټر عبدالله د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء د رئیس د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه او تور یې ولګاوه چې پولیسو د ډیجیټلي مرکز د ماتولو هڅه کړې.

کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ناظرین د دوی ټول کارونه څاري او هیڅ شی له ناظرانو څخه پټ نه ترسره کېږي.

 د ټاکنو کمېسیون په خبرپاڼه کې لیکلي، هر چا چې د نتایجو د جمعبندۍ او ډیجیټلي مرکز د مهرو لاک د ماتېدلو ادعا کړې، دا اوازه یې بې بنسټه ده: (( د خلکو د اطمینان لپاره باید ووایو چې د قرنطین شویو دستګاو د ارزونې د مرکز قفل او مهر و لاک د ناظرینو د سترګو په وړاندې ترسره کېږي او د هر نوماند ځانګړي اکاونټ کې د ارزونې ټول معلومات او پرمختګونه د مشاهدې وړ دي.))

کمېسیون له ټولو نوماندانو غوښتي چې ددوی په زحمتونو پورې ملنډې ونه وهي او د خواریو درناوی یې وکړي.

کمېسیون یو وار بیا پر ټولو لوریو غږ کړی چې د ټاکنو تر پایلو دې حوصله وساتي، خو دا په داسې حال کې ده چې سیاسي اوضاع ته په پام د ثبات او همپالنې ډله وارخطا ښکاري.

همدا راز د کورنیو چارو  وزارت هم د عبدالله د ټیم هغه اوازه رد کړې ده چې ګواکې پولیسو په توره شپه پر دیجیټلي مرکز برید کړی او د مرکز د قلفونو د ماتولو هڅه یې کړې ده.

970 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"512baa15-96f4-43d2-8542-dbdabaec8690","recipients":840,"external_id":"6a0cf7ef-bba9-97db-7693-028e21c3993e","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
840

1 comment

  1. Lala battanwal Reply

    ګلمرجان ئې نه مني

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2