Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني د یوې مصروفې ورځې په پای کې جاپان ته لاړ

تاند- (یکشنبه، د میزان ۲۷) د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسخوتن د جاپان د نوي امپراتور د تاج ږدونې په مراسمو کې د ګډون لپاره توکیو ته روان شو.

د  ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني به نه یوازې د جاپان د نوي امپراتور د تاج ایښودو په مراسمو کې برخه واخلي، بلکې د دغه هیواد له چارواکو او همداراز د جایکا له رييس کیتو اکا سره وویني.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشر د جاپان د صدراعظم له لوري په ترتیب شوې ملېمستیا کې هم ګډون وکړي.

ښاغلي غني جاپان ته تر روانېدو مخکې ماښام د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره ولیدل.

د  ارګ د خبرپاڼې پر اساس، په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر تمویل او تجهیز او نورو مسلو خبرې وکړې.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو ترڅنګ د افغانستان، سیمې او نړۍ د حالاتو په اړه هم بحث او خبرې وکړې.

د افغانستان ولسمشر نن سهار د ننګرهار ولایت غمځپلې هسکې مېنې ولسوالي ته هم لاړ او د قربانیانو له کورنیو او د شینوارو له مشرانو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ پرمهال یې وویل، دا یوازې ستاسو نه، بلکې زموږ ټولو شریک غم دی او سخت ورباندې غمجن یوو.

ولسمشر غني دغه خونړي تروریستي برید ته په اشارې وویل، دا یوازې د دې واړه کلي غم نه دی، بلکې دا په ملي او بین المللي کچه یوه فاجعه ده چې په سختو ټکو یې غندو او زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به د هغه له عاملانو څخه د غچ اخیستنې په موخه داعش او نورې تروریستي ډلې سختې وځپي.

ښاغلي غني د داعش د ځپلو او ماتولو په برخه کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د شینوارو قوم همکارۍ څخه په مننې او ټینګار سره وویل، د شینوارو ټولې ولسوالۍ به د داعش او نورو تروریستي ډلو له پاتې شونو څخه پاکې شي.

ده وویل، د هیواد په ولسوالیو کې د جامع جوماتونو د جوړولو پروګرام کې به د شینوارو شپږو ولسوالیو ته لومړیتوب ورکړل شي او همدارنګه به اړوندې ادارې او مسوولین د دې ولسوالیو د ښوونځیو، د څښاک اوبو، روغتیایي او نورو ستونزو او اړتیاوو ته پر وخت رسیدګي وکړي.

1,575 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"0e820421-d052-4116-a9dc-6e4be4157dad","recipients":838,"external_id":"6a9231bd-b50d-93a9-55a8-5f6df16739ee","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
838

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2