Categories

اعلان

Loading…

ملي تعهُد/ عصمت قانع

مامدک اخندزاده د کندهار د زاړه ښار اوسېدونکی وو، په دعوه جلبۍ او جنجال طلبۍ کې یې ساری نه درلود، خورا جرار وو، احادیث یې ویل، د اصحابو قولونه او مقولې یې په یاد زده وې، ډول ډول قسمونه او سوګندونه یې خوړل، د هر ډول دعوو د ګټلو نسخې او طریقې یې زده کړې وې.

چې څوک به ژر نه قانع کېدلو، نو د متل په څېر به خلکو ورپسې کړه، چې پلانی سړی د مامدک پر پله ختلی دی، والله که یې د چا پلار هم قانع کړي.

اصل نوم یې محمد حق وو، خو کندهاریانو په خپله اختصاري لهجه کې وچ کلک مامدک ترې جوړ کړی وو.

مامدک اخندزاده په خپله هم د صورت دعوا کاتب وو او نور داسې کاتبان او میرزایان یې هم پېژندل، د رشوتونو په ورکولو کې یې هم خورا عالي مهارتونه درلودل.

د روابطو د ټینګولو، واسطو جوړولو، په رمز او اشاره د مقابل طرف د پوهولو او راضي کولو په هنر او فن کې یې جوړه نه درلوده.

همدا محمد حق اخندزاده وو، چې په کندهار ښار کې یې بېشمېره جایدادونه جوړ کړل او یو وخت د کندهار د ښار په شتمنو حاجیانو او با رسوخه ملایانو کې وګڼل شو.

د کندهار په ښار کې زما د ژمي د پیتاوي بانډارونو انډیوال شیرین مامک کیسه کوي، چې مامدک اخندزاده د ظاهر شاه د پاچاهۍ په وروستي کال د ولایت قاضي په یوه خاصه او پېچلې دوسیه کې د معلوم رشوت په بدل کې په پرېکړه او فیصله باندې راضي کړی وو.

مامدک له قاضي سره جوړه کړې وه، چې فیصله زما په حق کې وکړه، زه به درته له شاولیکوټ څخه یو کنداری منګی د غوا تک زېړ اصلي غوړي راوړم.

دغه غوړي د کندهار په ښار کې هېڅوک هم نه لري، یوازې یې د برابرولو، تهیه کولو او حاصلولو هنر د مامدک اخندزاده د کمالاتو په وس پوره ده.

قاضي پر ټاکلي وخت د مامدک دوسیه فیصله کړه او قضایي پرېکړه لیک یې اخندزاده صاحب ته ور وسپارلو. مامدک هم پر ټاکلي وخت له زېړو غوړو ډک منګی د قاضي چپړاسي ته ور وسپاره.

له یو ساعت وروسته قاضي د خپل چپړاسي په ملګرتیا له غوړو ډک منګی را واخیست او کورته روان شو.

څو قدمه به تللی وو، چې د چپړاسي له لاسه منګی پر مځکه پریووت او منګی مات، غوړي توی شول.

قاضي چې مات او دړې وړې منګي ته وکتل څه ګوري چې نه ګوري مامدک د منګي نس له تورو خټو ډک کړی دی او پر سر یې یوازې یو پاو قدر د غوا زېړ غوړي ور توی کړي دي.

قاضي پوه شو، چې اخندزاده دلته هم له خپلې چوتارۍ او چالاکۍ څخه کار اخیستی دی. سمدستي یې خپل چپړاسي ته وویل، چې په منډه ولاړ شه او اخندزاده پیدا کړه، چې د محکمې لخوا په صادره شوې پرېکړه کې قضایي او عدلي قباحت موجود دی، د فیصلې متن راوړه چې اصلاح شي.

چپړاسي تر یوې تودې منډې وروسته مامدک د هرات دروازې په یوه سماوار کې پیدا کړ او ورته ویې ویل، چې قاضي صاحب پېغام راکړی چې پر مامدک مې سلام وایه، وروسته له سلامه ورته ووایه، چې په فیصله کې قضایي او عدلي قباحت موجود دی. فیصله راوړه چې دغه قباحت په کې اصلاح کړم.

مامدک چپړاسي ته متقابل ځواب ورکړ، چې زما لخوا هم پر قاضي صاحب سلام ووایه او وروسته له سلامه ورته ووایه، چې قباحت فیصله کې نشته، قباحت په منګي کې دی.

په افغانستان کې اوس اوس هماغه د مامدک اخندزاده او رشوت خور قاضي د فاسد تعامل پروسیجر او کاري مېتود په حرکت او خوځښت کې راغلی دی.

هغه جنګسالاران، ټوپک ماران، قاچاقبران، د پردو پر درګاه شخوند وهونکي ګل ټېران چې کله هم په واک او قدرت کې د محرومیت له احساس سره لاس او ګرېوان شي، نو فوراً د ملي تعهد پر محور د واک او اقتدار د راګرځېدلو سیاسي نبوغ ورسره پیدا شي.

یو شمېر خو یې داسې هم دي، چې یوه پښه یې د حکومت پر ټغر اېښې وي او په بله پښه د اپوزیسون د ډم و ډول ته اتڼ اچوي.

خبره به تر ډاکتر صاحب عبدالله پورې درته وکړم. داکتر صاحب عبدالله ته تازه د افغانستان د ملي اقتدار د زعامت غم ور ولاړ شوی دی، هغه وخت یې هېر دی، چې په دوې میاشتو قدرت کې یې د بهرنیو چارو وزارت په داسې سکتریستي او اتنیکي تعصب باندې ولړلو چې تر اوسه پورې په دا لسو کالو کې نه سپنتا پهلوان په دې وتوانېد چې د بهرنیو چارو وزارت له اتنیکي او سکتریستي پیریانو څخه خلاص کړي او نه خو محمدزي زلمي رسول ددې توان وموند، چې د بهرنیو چارو وزارت د شمال د پکولیانو او پروتوکولیانو د جهاد او مقاومت له جادو او سحر څخه ازاد کړي او په یوه ملي اراده باندې یې واړوي.

تر ده وړاندې د امر صاحب مسعود ورور احمد ضیاء اپوزیسون وو، خو کله چې د مامدزو په میرزا زلمي پسې د معاون په توګه وتړل شو، د اپوزیسون له بالون څخه هوا ووتله او حکومت سپینه کوتره شو.

که نن هم عبدالله ته یو ځل بیا د بهرنیو چارو وزارت وړاندې شي، نو بېرته به د حکومت د ملي تعهُد اخلاقي هویت بشپړ شي او هر څه به سم دم خپل عادي حالت ته را وګرزي.

په همدې ډول هغه شپاړس تنه کاندیدان چې د سلو زور ملاتړ کوونکو د جعلي امضاء ګانو په تور د اُمیدوارانو له کوره شړل شوي هم د ملي تعهُد د قحطۍ غم اخیتسي دي. دوی هم غواړي چې د ملي تعهُد منار دومره لوړ شي، چې سر یې اسمان ته ورسېږي، خو زما د یار شهرت ننګیال پخه خبره ده، چې دا نور هر څه ایله ګپ دي، خبره د منافعو ده، که د منافعو له رګ څخه د محرومیت تبه کډه شي، نو وګڼه، چې ملي تعهُد هم له خپلو ټولو خواصو، عاداتو، سنتونو او نورمونو سره بېرته تکمیل شوی دی او د مامدک اخندزاده په قول قباحت په فیصله کې نه په منګي کې دی.

10 total views, 1 views today

2 comments

  1. hassan Reply

    زما ښه په یاد دی چی په 2004 کال کی داکتر عبدالله خپل یو ملګری پنجشیری په اندونیزیا کی د لومړی سکرتر په توګه مقرر کړی و ، دی نوی سکرتر چی د سینما په برخه کی لږو ډیر درس په ایران کی ویلی و ، پدی نه پوهیده چی د ی ولی لومړی سکر تر مقرر شویدی ، ځکه چی ده غوښتل د ديپلومات په حیث مقرر شی ، هغه ډیر په غوصه وو او غوښتل یی چی بیرته ډاکتر عبدالله ته ورشی او خپله نارضایتی ورته ووایی. پدی وخت کی یو بل د شمال ترانزیتی ديپلومات ورسره مخامخ شو او هغه ته یی مبارکی ورکړه چی ته خو یو لوړ پوړی دیيلومات مقرر شوی یی داخو ستا له سویی هم ډیره جګه ده خو پام چی ورته ورخطا نه شی هلته چی لاړی ټول کارونه به سم شی.

  2. فیض محمد ویال Reply

    مننه ګران قانع صاحب.دتل په شان مودافغانی ټولنې دتلی څټوریښتینۍ انځور ایستلئ دۍزموږ دسیاست زیاتره ګډونوال دهماغه محمدحق او فاسد ریشوت خواره قاضی دجماعت اوحجرې انډیوالان دی . کله ېې چه دغوړو نه لاس وخوت ،بعارې ېې دکور نه دکلی کوڅوته راووځی .ه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *