Categories

اعلان

Loading…

دولت ساز انتخاباتي ټیم د خپل بري د لمانځلو لپاره تیاري نیسي

تاند- (شنبه، د میزان ۲۷) سره له دې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن (شنبه) له خپل مهالوېش سره سم د میزان د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدايي پایله اعلان نه کړای شوه، خو د دولت ساز انتخاباتي ډلې نن په یوه خصوصي غونډه کې خپله بریا ولمانځله.

په ارګ کې یوې باوري سرچینې په دې خاطر چې له رسنیو سره یې د خبرو کولو اجازه نه لرله، تاند ته د نوم د نه څرګندېدو په شرط وویل چې د ولسمشر غني او د هغه د کاندید لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون د دولت ساز ټیم په غونډه کې وویل شول، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سرور یا د معلوماتو زېرمتون ته په داخل شویو بایومټریک رایو کې هم د اوسني ولسمشر اشرف غني رایې تر۵۰ سلنې زیاتې دي او قطعی بری یې په برخه شوی دی.

په دې غونډه کې، چې په ارګ کې جوړه شوې وه، ښاغلي غني او انتخاباتي ټیم ته یې مبارکیانې وویل شوې او پرېکړه وشوه چې په انتخاباتو کې د بري د لمانځلو لپاره تیاري ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشرې حواعلم نورستانۍ نن په دې خاطر بخښنه وغوښته چې له مهالوېش سره سم یې نن / د میزان ۲۷/ لومړنۍ پایلې اعلان نه کړای شوې.

دې ویلي چې د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله او د دې لپاره چې په کار کې یې شفافیت ډېر رعایت شوی وي، ابتدايي پایلې به په ځنډ اعلان کړي.

4,456 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"2ceee309-f1cd-4f1f-badc-0c9ccb51e8f7","recipients":839,"external_id":"9945df16-d951-b44d-0bbf-ab1b91af0e8c","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
839

4 comments

  1. Drrani Reply

    خو ګلمرجان یې نه مني!
    بیا به څه کېږي؟
    حبیب الله درانی

  2. نبي خېل Reply

    تاندوالو دا ډول خبرونه به د خوځون … بیا وسوځوي. بیا به وايي چې تاند چټیات خپروي. ههه
    نبي خېل

  3. عبدالله بارکزی Reply

    د خوځون دغه ولی سوزی، دا خو تاند نه دي ویلي بلکه د دولت جوړوونکی ټیم ویلي. د تاند سره څه ارتباط لري؟
    عبدالله بارکزی

  4. روح الله یوسفي Reply

    دولت ساز ټیم ته دې بریالیتوب مبارک وي. خدای دې وکړي چې بهرنیان بیا پکې جان کیري را ونه لیږي او انتخابات بیا راته ګډوډ نه کړي.
    اوازې دي چې دوی غواړي زیاتې رایې ناچله کړي او دویم پړاو ته لاره پرانیزي.
    روح الله یوسفي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2