Categories

اعلان

Loading…

ناټو ځواکونو له هوا څخه د طالبانو موټر بم له منځه وړی

تاند، شنبه، د میزان ۲۷مه: ځايي چارواکي وايي، ناټو ځواکونو په غزني کې د طالبانو یو له چاودېدونکو توکو ډک موټر له هوا څخه په نښه کړی او الوځولی دی.

 د غزني د والي له دفتره تاند ته په رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، دا موټر او په کې ناست دوه ځانمرګي د غزني په زنه خان ولسوالۍ کې له منځه وړل شوی دی.

خبرپاڼه وايي، د طالبانو له چاودېدونکو توکو بار موټر نن سهار د یو هدفمند برید په خاطر له زنه خان ولسالۍ څخه راوتلی و چې ناټو ځواکونو په لاره کې له منځه وړی دی.

 د غزني د والي دفتر وايي، دا موټر له ملکي ځایونو لرې په نښه شوی چې په چاودنه کې یې بل چاته زیان نه دی اوښتی.

907 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"f5891ca9-31d3-43ca-a1bc-5366582c2d97","recipients":839,"external_id":"82865570-f0c0-e2e0-6de4-1d1a88bb10a0","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
839

1 comment

  1. سلیم Reply

    چې څنګه مو موټروځانمرګي ولوستل، چې داسې ده، بیا خو خبره یوه جمعه کې خلاصه ده… سخت پلید شیطاني ښکیلاک لومه کې ګیر یوو
    مګر ولې داخبر خپله شیطاني ښکیلاک نه دی تایید کړی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸