Categories

اعلان

Loading…

شیطاني/ اجمل پسرلی

کلارا د یخچال دروازه پرانیسته، پوزه یې سونګۍ کړه د خوړو بوی یې پر سپږمو ښه ونه لګید، وریې بیرته پورې واهه. پرون مازدیګر چې یې خواړه پاخه کړل تر ډیرو یې بیا بیا د دیګ سر لوڅاوه او له خونده یې پوزه ورته کشوله.

د اپارتمان کړکۍ ته ورتیره شوه، سپین ویښته یې باد خواره واره کړل. لاس یې پرې ونیو. د کور مخې ته د سړک د غاړې د نري پارک په منځ کې یې دوو تشو اوږدو څوکیو ته وچې سترګې ونیولې.

پر کړکۍ د راځوړندې سپینې جالۍ پیڅکیې یې ورسمې کړې. له اپارتمانه د وتلو پرمهال یې پر کوټې نظر تیر کړ د دوا کڅوړه په المارۍ کې وه، دوې پاکې پیالې د میز پر سر ایښې وې. د وچې ډوډۍ پر ټوکرۍ ټوکر غوړیدلی و. د دوو چوکیو پر تکیو د جالۍ دستمالونه هوار پراته وو. دا چوکۍ یې پرون له کړکۍ سره یوې بلې ته مخامخ ایښې وې. ور یې ورپسې پورې کړ.

یو منزل چې ښکته شوه له دوهم پوړ سره ودریده، لکه چې تګ ته زړه نازړه وي. د بلاک له وره سره تم شوه بیا پارک ته ورغله، پر چوکۍ کښیناسته. موبایل یې ورواخیست. د زوی سهارنی پيغام یې په لوړ غږ ولوست:

« زما هیر و نن نه شم درتلی زما د انډیوالې د مور فشار جګ شوی دی باید هلته ولاړ شم د هغوی کور لرې دی».

موبایل یې اړخ ته کیښود، سړه ساه یې وایسته. دې ته په مخامخ چوکۍ یوه ځوانه او یوه په عمر پخه ښځه ناستې وې. ځوانې دې ته وموسل. دې شونډې بوڅې کړې، د سړک خواته یې مخ واړاوه، تر سترګو لاندې یې دا نجلۍ وڅارله د هغې ټنډه تروه شوې وه. کلارا بیا پیغام پرانیست، له ځان سره یې وویل:

« دغه انډیواله یې نه پریږدي»

«تیره میاشت خو ده ویل چې انډیواله راپسې وه چې مور ته دې ورشه»

« ټوله یې مور ده بهانه یې ورته کړې»

موبایل یې په موټ کې ونیو. مخامخ ناستې نجلۍ ته یې په ویړو شونډو وویل:

«ښایستې مخکې دې زما خبرې واوریدې چې خندا درغله»

د نجلۍ څنګ ته ناستې ښځې د نجلۍ ورون ورټینګ کړ. هغې پرانیستې خوله سره ټوله کړه. کلارا دې ښځې ته وویل:

« ستا یې له خیره چې سکونډې یې»

دوی پاڅیدل. کلارا کوڅې ته وکتل په نورو ورځو به هم په کوڅه کې دا مهال ډیر خلک نه ښکاریدل، خو نن یکشنبې ده هیڅوک نه ترسترګو کیدل. په دغو دوو کسانو پسې یې تر شا مزغی کوږ کړ دوی بلې کوڅې ته واوښتې.

پراګ

1,189 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. شېرشا Reply

    سلام علیکم اجمل جان پسرلی
    زه ستاسې لیکنې لولم، تر اوسه لادې نتیجې ته یم رسېدلی چې خوښې مې دي که نه خو سودا مې ورته وي چې کوم وخت به بله راځي.
    لوی صفت یې دا دی چې لڼ‌‌‌‌‌‌ډې دي.
    او ښه تصویر کشي په کې وي.
    زه بعضې وخت فکر کوم چې دا ماندګارې کیسې چې د پخوانیوو لیکوالو موږ لولو او خوند ترې اخلو ‌‌‌‌‌‌اکثر هغې کیسې دي چې یوه نتیجه لري.
    تېره ورځ ما همدې تاند کې ستاسې یوه لیکنه ولوسته چې د کوم کس په کیسه مو لیکلې وه، تاسې دا یو صفت ګڼلی و چې ماشوم د چای پتنوس په لاره کې اچولی و او کیسه همداسې لکه نېمګړې چې وي خلاصه شوې و.
    تاسې فکر کوئ چې له ننه سل کاله وروسته به هم همداسې له نېمګړې چې وي کیسې خلک لولي.
    او خوند به ترې اخلي؟ مقصد مې دا دی چې داسې کیسې به هم ماندګاره شي؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸