Categories

اعلان

Loading…

ساينس پوه كه كافر؟| نګین کرګر‎

هغه ورځ چې خلق پیدا شو د خالق په تجلی
 شو
زه وم پروت مخمور مشکور په سجده مخ د جانان ته
غنی خان
پښتون صیب چی د ساینسپوه نوم واورې وایې دا بی دینه سیکولره ده، لیکنو کې یی د اسلام څرک نښکارې؟
اسلام څه دی؟ انسانیت سوله او د خالق د خلقت درناوۍ دی. انسان د خلقت یوه معجزه ده چې تر نن پوری یو ساینس  هم په دی ندی بریالۍ شوې چې ددغی معجزی په فارمول پوه شې. پښتون صیب چې شین چای ته کینی یا د نازیه اقبال او جاوید فضا بحث تود کړې او یا ل‌‌‌‌‌‌ډو لوبه شروع کړې، چې لږ متمدنه شې بیافیسکوټ او کرمبول کوې.
 یا نن سبا د فیسبوک تاوده بحثونه کوې. دا صیب خبر ندې چې ساینس پوهان هره ورځ د  خالق تجلی ته حیرانه دې، دوی غواړې  د خلقت په راز پوه شې ، دې ان اې  وپیژندله، وراثت علم پیاوړۍ شو، که ساینس پوه غواړې د طاحا او د یاسین په مانا پوه شې، نو بیا کولای شې ‌‌‌‌‌‌ډیرو نارغیو ته درمنلې جوړې کړې، تر څو پوه نشې چی یوه روغه حجره څرنګه کار کوې نو د ناروغې  حجری درملنه به څنګه پیدا کړې؟
کله چی زه فکر کوم د ساینس پوه نه بل ښه مسلمان د ځمکې په سر نشته، په ساینس کې هیڅ شئ نشې ګډولی، د نانوګرام او پیکو ګرام غلطۍ ګنجایش نشته د دروغووګنجایش نشته نو دا څنګه کافر شو؟
د ژوندیو درناوۍ زمونږ نه هیر شو، ‎هغه څه چې زمونږ دود وه. مونږ ژوندی سپکو، که نر وی که ښځه دا مهمه نده. باید یې سپک کړو چی زمونږ په ټیپ برابر نه وې. د یو چا د اخلاص پاس نه ساتو، د یو چا سره چی  په یوه دسترخوان ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ وخورو هغه بیا په دوه پیسو سپکو، او د هغه د خلوص او ریښتینولی پیغور ورته ورکوو.
‎ساینس پوهان څه کوې، دوی هغه رقم چې خپل تجربو کې هیڅ غلطی ته ځای نه ورکوې همداسی یې شخصیت هم صیقل شې. په چا کار نلري، د چا شخصیت وژنه د فیسبوک او ټویتر کې نه کوي، بلکه مخامخ خبره سپینه وکړې. همدا وی چی پښتني ټولنه کې ‎منفور او کافر شې. ‎مونږ د داسی بدمرغه قوم یو چی په‎ مرګونو مبارکی وایو.
‎متاسفانه چی زمونږ وطن کی یواځی کرکه په لایتناهی کی خپریږی او د نسل نسل په زړه کی دا کرکه په ‌‌‌‌‌‌ډیره بیرحمۍ سره پرته ده.
تر څو چی په هر قتل او وژنه مونږ مبارکیانی لیکو، تر څو چی د انسان له لاسه هر افت مونږ منو او د الله رضا یې ګڼو، تر څو چی په خور او لور تعلیم نکوو ځکه چی که د کوره دباندی ووتلی بداخلاقه کیږې، تر څو چی مونږ د اپلیپسې ناروغ ته د جن سوره لولو او دارو ورته نه ورکوو، تر څو چی مونږ خرافات پالو ملالن‌‌‌‌‌‌ډۍ بی جزا شرشاره ګرځې او بیا د وحشت په صحنه کی فرخندې وژنو، نادیه ته زهر ورکوو چی لیک لوست یی کولو او رخشانه د مینې په نوم سنګسارو او د نورو نه پزه او غوږونه غوڅو ، تر څو چی مو ذهن د ساینس او تکنالوجۍ سره نوی بدل کړئ تر څو چی مونږ خپل خلقت ته حیران نه یو پاتې او د ځان نه دا پوښتنه نه کوو چی دا زه څه له یم پیدا  تر هغه وخت چی د فارسې او پښتو جنګ روان وی تر څو چی پښتون ځان د هر لنډغر سره ځان برابروی او هغه ته دا جرات ورکوی چی د ده مخ ته ودریږې دا وطن به هغه ککرۍ په خاورو نبباسې چی دا پوښتنۍ اوچتوی د حق غږ پورته کوې، او مونږ مبارکیانې ورکوو سبا ته یی حلوا خورو او دا ننداره بیا د سره تکراریږې.
 خو دا کفر ګڼو چې کله پدی فکر وکړو  چې یو متن لولئ ستاسو سترګي عضوی مالیکول چی ریتینال نومیږې، د رڼا عصب تحریکوی، او کله چې کتاب لاس کې نیسئ، نو ستاسو عضلات کار کوې، دا هغه وخت سر ته رسولئ شئ چی وجود کې د ګلوکوز کیمیاوی تعادل  برقرار اوسې، او کله چې د یومتن په مانا پوه شئ، نو د ماغزو د حجراتو په منځ کې فاصلی په کیمیاوی ماده سره وصل کیږې چی ورته نیوروترانسمیتر وایې، او عصبی سیګنال ستاسو مغزو ته انتقالیږې. دا ساینس دې، چی ستاسو ورسره د ژوند هره شیبه ناخوداګاه اړیکه لرئ.
‎کیمیا پوهان ، د فزیکپوهانو او ریاضی پوهانو سره یوځای کار کوی چی پوه شې هر مالیکول څرنګه میکانیزم لری، او بیالوجستان بیا دا ګوری چی دا مالیکول په ژوندی حجره کې څه رقم میکانیزم لرې. د ‎نوی مالیکولونو تعاملات بشریت ته رنګونه وړاندی کړل، رنګونو سره مونږ کولای شو رنګارنګ جامی واغوندو، خپل دیوالونه رنګ کړو، او د خوښې رنګ ولرو. پلاستیک راپیدا شو، ، نوی درمل،  ، رنګارنګ عطرونه، جوړولی شو. زمونږ مخلوق فکر کوی، دا غیر طبیعې کارونه دی، مرغان ځاله جوړوي، انسانان کورونه او ساینس پوهان مالیکول او حجری څیړې، نو دا چیرته غیر طبیعی شو؟ ساینس پوهان غواړې چی پوه شې ژوند څرنګه رامنځ ته شو، دوی د جنت او دوزخ قاضیان ندې، یواځې کنجکاوی او نوښت یې مطلب وې.
مونږ ته خدای د ولئ ویلو حق راکړې دا د مرګ پرښتې ندی چی د کون‌‌‌‌‌‌ډی مور زوی په روسی کلاشینکوف د اسلام په نوم وژنی. او چې څوک سوال کوی هغه د کفر په ټاپه مهرلاک کړې.
مونږ د داسی بدمرغه قوم یو چی په مرګونو مبارکی وایو. او علم ته کفر وایو. متاسفانه چی زمونږ وطن کی یواځی کرکه په لایتناهی کی خپریږی او د نسل نسل په زړه کی دا کرکه په ‌‌‌‌‌‌ډیره بیرحمۍ سره پرته ده.
 دا ځمکه د ځوانانو  ټتر لپاره نده چی پکې پریوځي.
زه دداسی جنت نه توبه ګاره یم چی په وینو د شاه ځلمو ککړ وې.
داستایوفسکی لیکې:
“انسان سره د هغه د ګناهونو په اندازه مینه وکړه.
‎انسانیت هغه مینه ده چی د الهی نور پکی لیدلئ شئ.
‎د خدای هر خلقت سره مینه وکړئ، حتی که دا د خلقت نمونه یوه ذره یا یو موټی خاوره اوسې.
‎هری پاڼی سره مینه وکړئ، او د رڼا هری پلوشی سره مینه وکړئ. کله چی مو هرڅه ته په ټوله مینه او اخلاص وکتل نو ژوند درته اسانیږې. او تاسو د خلقت په راز پوهیږئ.”

582 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸