Categories

اعلان

Loading…

ننگرهار: د شینوارو په جومات کې د چاودنو مړي ۶۴ او ټپیان ۳۴ ته ورسېدل

تاند، جمعه، د میزان ۲۶مه: د ننگرهار د هسکې مېنې ولسوال وايي، د دې ولسوالۍ د جاودرې په جامع جومات کې دوه پرلپسې چاودنو ۶۴ ملکیان وژلي او ۳۴ نور ټپیان دي.

رضوان الله بشرمل تاند ته په یو ټلیفوني تماس کې وویل، وروستي معلومات یې دا دي چې په برید کې د ماشومانو په ګډون ۶۴ کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي: (( له برید وروسته پر محلي پولیسو ډزې هم شوي دي او داعشیانو خلکو ته مورچې نیولې وې تر څو مړي راونباسي.))

نوموړی وايي، په جومات کې شاوخوا درې سوه کسان د جمعې لمانځه ته راټول وو چې خلک تر ماښام ناوخته پورې د جومات له خاورو او خځلو څخه د مړو په را ایستلو بوخت وو.

د هسکې مېنې د روغتیايي کلینیک مسوول ډاکټر زرغون شینواري او یو بل ډاکټر سید عارف هم تاند ته یاده مرګ ژوبله تایید کړه او زیاته یې کړه چې د ډېرو ټپیان وضعیت نازک دی او کېدای شي چې د مړو شمېر تر دې هم زیات شي.

خو د ننګرهار د والي ویاند بیا وايي، وروستي ور رسېدلی معلومات یې ښيي چې په برید کې ۶۲ ملکیان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي.

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي، خو دا هغه ولسوالي ده چې داعش وسله وال یې لا هم په جاودره او اوغز سیمه کې حضور لري.

503 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"981604e0-32bb-4f47-abf5-5a6b7ebd2071","recipients":836,"external_id":"09a40c3d-fa1c-63f7-6674-dbf3ebb3cf21","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
836

2 comments

  1. سلیم Reply

    نه طالب دی نه داعش، نه برازیلی دی نه کوریایی، پټهانی دی. پټهانیه! ستا له محرابه چې ستا هیوادوال د وژلو فتوا ورکول کیږي او ته ګورې څه نه وایې په زړه آمین هم ورته وایې ،همداسې به دې جمعې وي همداسې به دې هفتې وي، مه پنجابی ملامتوه مه امریکایی، مه عربی، خپله یې

  2. babrak Reply

    زه خو داسی فکر کوم!م چي دا بم نه و! دا د ّاکستان د کروز توغنی و چي زمون. ّه خاوره یي را وغورزاوو! امریکاییان ویده خلک دی او زمو هوایِ حریم نه شی ساتلی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2