Categories

اعلان

Loading…

طالبان د ټاکنو کمېسیون د ۸ کارمندانو د خوشې کولو لپاره پيسې غواړي

تاند، چهار شنبه، د میزان ۲۴مه: د پروان ولایتي چارواکي وايي، طالبانو د ټاکنو له ورځې د دغه ولایت له شینوارو ولسوالۍ څخه د تښتولیو ټاکنیزو کارمندانو دخوشې کولو په بدل کې پيسې غوښتې دي.

د پروان امنیه قومندان جنرال محفوظ ولي زاده وايي، طالبانو دا غوښتنه د کویټې شورا په امر ترې کړې ده.

بلخواد ټاکنو ولایتي دفتر وايي، د خپلو هغو اتو کارمندانو د برخلیک په اړه اندېښنه لري چې طالبانو د ټاکنو په ورځ له شینوارو ولسوالۍ څخه برمته کړي وو او لا هم ورسره دي.

طالبانو بیا په دې تړاو لا تراوسه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په سرپل کې د ټاکنو یو مؤقتي کارمندا وژلی و.

663 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"cbfdf6b0-ef28-4113-b82a-f6edaacc3f0f","recipients":825,"external_id":"eba88ebd-d7ec-c6bc-b042-438157325918","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
825

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸