Categories

اعلان

Loading…

سیګار: د فساد پر ضد د افغان حکومت مبارزه ښه روانه ده

تاند، چهار شنبه، د میزان ۲۴مه: په افغانستان کې د سیګار پلټونکې ادارې مشر جان ساپکو ولسمشر غني ته د لیدو لپاره ارګ ته ورغلی او د اداري فساد پر ضد د افغان حکومت هڅې یې ستایلې دي.

له ارګه د سې شنبې د ورځې د دغې لیدنې په تړاو تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې په لیدنه کې لومړی افغان چارواکو د مالي مسایلو، عوایدو راټولونې، د بودیجې د تخصیص، د مالي منابعو د ضایع کېدو د مخنیوي د هڅو، د ګمرکي سیسټم د تنظیم او د دولتي ادارو د غیر ضروري مصارفو د راکمونې په اړه معلومات ورکړل.

ورپسې ولسمشر غني وویل، د انکشافي بودیجې د مصرف زیاتېدل یو لوی پرمختګ دی، ځکه پخوا به دا چتر ۵۰ سلنې څخه کم و، مګر اوس ۹۷ سلنې ته لوړ شوی دی چې د افغانستان د دولتي ادارو د ظرفیت د لوړېدو ښکارندويي کوي.

ولسمشر غني همدا راز ویلي چې دولت د استخدام په چارو کې هم د سیاستوالو د لاسوهنې مخه تر ډېره نیولې او په تېر یو نیم کال کې یې نه یوازې دولتي ادارو ته ۵۰ زره کارمندان استخدام کړي دي بلکې ۲۰ زره ښوونکي یې هم د ازاد او معیاري رقابت له لارې جذب کړي دي.

ولسمشر په دغه ناسته کې ویلي، افغان حکومت د تدارکاتو ۲۰۰جلسې نیولي چې په قراردادونو کې یې نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالر سپما کړي دي، نه یوازې دا بلکې د ولسمشر غني په وینا تېرو پنځو کلونو کې یې ۴۰۰ قوانین تصویب کړي او ګڼ لوړ رتبه دولتي چارواکي یې د فساد په تور محاکمه کړي دي.

په مقابل کې یې د سیګار مشر جان ساپکو هم ویلي چې د فساد پر ضد د افغان حکومت مبارزه ښه ارزوي او خوشاله دی چې د فساد پر ضد ګڼ پروګرامونه پلي شوي دي.

379 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"d7d7cbae-6412-4815-af8a-08114653e026","recipients":825,"external_id":"5e06efc8-29c4-5179-0cda-7b0efd579e32","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
825

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2