Categories

اعلان

Loading…

جان بس: ودې ځنډېږي خو چې د ټاکنو رڼې پایلې اعلان شي

تاند، سه شنبه، د میزان ۲۳مه: د امریکا سفیر جان بس تېره ورځ یو وار بیا د ټاکنو کمېسیون ته تللی او ویلي، د افغانانو په استازیتوب امریکا ته پر وخت د ټاکنو د پایلو له اعلان څخه دا غوره ده چې ناوخته دې شي، خو سمې پایلې اعلان شي.

نوموړي ویلي، که کمېسیون زیات وخت ته اړتیا ولري تر څو سمې پایلې په کې اعلان کړي، نو غوره خبره ده چې له خپل تقویم د میزان د ۲۷مې نېټې څخه یې واړوي، تر څو خلک په رڼو پایلو باور وکړي.

جان بس ټینګار کړی چې باید روښانه شي په کومو ځایونو کې د رایو مرکزونه او محلونه تړل شوي وو: (( موږ به له کمېسیون سره یو ځای کار وکړو موږ به یې د پایلو د اعلان په برخه کې ملاتړ هم وکړو.))

ښاغلي بس یو وار بیا د بایومتریک شویو رایو په شمېرنه ټینګاروکړ، خو دا په داسې حال کې ده چې ناظر بنسټونه کمېسیون ته د بهرنیو سفیرانو په بیا بیا ورتګ اندېښمن او غوسه شوي دي.

فیفا تېره ورځ په یو بیان کې وویل، د سفیرانو دا کار له ټولو ډپلوماټیکو عرفونو خلاف دی او که کوم کار لري له بهرنیو چارو وزارت سره دې خبره شریکه کړي.

486 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"bde15df9-f695-463e-8e6d-883f64914b90","recipients":818,"external_id":"ab5c617a-8db3-fb78-ad61-6d12686411d2","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
818

1 comment

  1. دوکتور غروال Reply

    عجیبه صحنه دی ، د امریکا سفیر جان بس هر وخت افغانستان – کابل کښی د افغانستان واقعی حکمران پشان ځان په تلویزیونو ، رادیو ګانو او اخبارو کښي څرګندوی او د افغانستان په داخلی او خارجی سیاسی موضوعګانو دبادار په شان ځان تمثیلوی ایا اوس د افغانستان مستعمیره کیدل رسمی بڼه پیدا کړه ؟؟؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2