Categories

اعلان

Loading…

پارلماني مصونیت| دین پال

شاه واجب الاحترام، غير مسئول شخص دئ:
د شاهي نظام په وخت کې همدا ذهنيت  خلکو ته ور کول کيده.
اوس چې جمهوري نظام اود ديموکراتيک سيستم د بنسټونو د مينځ ته راوړلو او ټينګولو دپاره هر اړخېزې هڅې روانې دې، دټولنې هر وګړی د قانون پر بنا مکلفيتونه ،مسئوليتونه، برابرحقوق او ځني امتيازونه لري ,خو بياهم ځينود نا پوهي او ځينو بيا د زور واکي له ليارې ځانونه واجب الاحترام غير مسئول ګرزولي دي. اود سرو زرو خيالي جوغه په سر د خود خواهي او يکه تازي پر تخت يي تکيه کړې ده.
وګورئ د ديموکراتيک نظام د قانون جوړوني بنسټ او زړي ته چې پاارالمان بلل کيږي ،همدا بنسټ د خپل جوړ کړي قانون پر خلاف راولاړاو په ماتولو پسي ئي پښې را لوڅې کړيدې.
د پارالماني مصئونيت تر نوم لاندي ئي خپله  پارالماني دنده، مسئوليت او مکلفيت هير کړي دي.
نه پوهيږم چې پارالمان د پرانستلو په پيل کې کوم ښو ونيز او معلوماتي سيمينار لري اوکه نه، داخو ضروري ده چې استازي د پارالمان  د ټولو اړخونو سره بشپړه پيژند ګلوې تر لاسه کړې.
دا دنوې دندې او نوي چاپيريال دپاره يو نورمال پروسيجر دی .په تيره بيا زمونږپه هيواد کې چې د څلويښتو کلونو جګړو ،ځان ځانيو او خپل سريو لاسته راوړنه همدا د زور واکۍ کلچر دی چې ” واجب الاحترام غير مسئول” او” ميم زور ما ټول ئي زما “ناحقه او زنګو وهلی ذهنيت يې طرز تفکر دی .نو له همدي کبله څنګه چې د پارالماني استازو تجربې او سياسي ، حقوقي درک، برداشت او انګيرنې ډيرې محدودې دې.
ښايي چې تکړه حقوق پوهانو او د پارالماني چارو مجربو متخصيصينو ته پدي پارالماني ښوونيز اومعلوماتي سيمينار يا “پرانيستونکي ښه راغلاست” کې، د کوربه،لکچر او وينا ورکونکو په توګه ګډون ور کړل شي. پدي پرانيستونکي ښه راغلاست کې د کومې کمې ،زياتې او تحقيرخبره نه  شته.
هغسي چې بي خبري له قانون څخه د جرمي مسئوليت  څخه د برائت سبب نه شي کيدلاي، هم هغسي د مسئوليت، مکلفيت  اهمال او تېروتنه او دقانون څخه سر غړونه د مصئونيت اومعافيت له دايرې څخه وتل دي.
پارالماني مصئونيت څخه ځينو  بلا ګردان جوړ کړی دی، او د هرې سرغړونې او تيروتنې په وخت کې يي د قانون او قانون د مجريانو په مخ کې د خپلې دفاع دپاره د ډال په توګه کارولی دی.
پارالماني مصئونيت د پارالمان غړی د جرم د ارتکاب په صورت کې د قانوني تعقيب څخه نه شي ساتلای.
د پارالمان په استازی د مرکزي حکومت  او  محلي حکومتونو  قوانين پلي کيدلاي شي.
د پارالمان غړی د بندي کولو څخه مصئون دی هغه وخت چې د پارالمان په جلسه کې ګډون ولري.
ولي کله چې د پارالمان استازی د خيانت،جنايت مرتکب شي، او دسولې او امن نقض او سرغړونه وکړې نو نوموړی د قانوني تعقيب څخه مصئون نه دی.
د پارالمان غړی د پارالمان په جلسه کې د وينا، مدارکو وړاندي کولو او جر وبحث په صورت کې مصئونيت لري هغه د دغو اظهاراتو له کبله بندي کيداي نه شي.
دپارالمان استازی د بې پروايي، جرم په صورت کې چې انګېزه يي رشوت يا فساد وي، د پارالمان له خوا مجازات کیدای شي او د دندې څخه ګوښه کيداي شي.
د پارالمان استازی پداسي قانون هوکړه نه شي کولاي کوم چې دهغه د عملي کولو له کبله عمل جرم وګڼل شي.
اويا داسي قانون چې د هغه پر اساس کوم معين او مشخص ګروپ يا قشر مجازات شي.
د پارالمان غړی نشي کولای چې هغه شخصي معلومات چې د دوی د رسمي مقام څخه را اخستل شوی وي د خپل منفعت او ګټې دپاره و کاروي.که داسي وشي نو هغه تر قانوني تعقيب لاندي راتلاي شي.
ددي مقصد دادی چې د پارالمان استازی د پارالمان په دايره کې د ځينو کمپنيو او تجارتي شرکتونو په هکله معلومات لري، چي دا دهغو مراجعو شخصي معلومات ګڼل کيږي. نو استازي نشي کولاي ددغو معلوماتو د لرلو پر بنسټ ددغو کمپنيو او شرکتونو سره په راکړه ورکړه او يا پلورلو او پيرو دلو کې شريک او ګډ شي. چي داستازي داکار د نورو متشبيثينو په حق کې بي عدالتي او تيری دی.
پارالماني مصئونيت يو سيستم دی چې په هغه کې و استازي ته د قانوني تعقيب قسمي مصئونيت ور کړ شوی دی.
د پارالمان د غړي د قانوني تعقيب نه مخکي  دهغه پارالماني مصئونيت  بايد ځني واخستل شي.
چې دا مصئونيت  د لوړ پوړې محکمې او ياپه خپله دپارالمان له خوا ځني اخستل کيږي.
داسي نظر او عقېده هم شته چې د پارالماني مصئونيت امتياز په حقيت کې هغه خلکو ته ورکړ شوی دی کومو چې د پارالمان استازي ته رايه ور کړې ده. تر څو دغه موکلين يا رايه ورکونکي په پارالمان کې غږ او نظر ولري.
په لنډ او پايله کې ويلاي شو چې د پارالمان غړي مصئونيت زياتره د پارالمان په انګړ پوري محدود او تړلی دی.
د يادونې وړ ده چې د هر هيواد قوانين، لايحې او دستورالعملونه ځانته ځانګړتياوې لرې. ولي پرنسيپ او دوکتورين په يوه نقطه کې سره را ټوليږي.چې دلته هغه د پارالمان استازي، پارالماني مصئونيت دی .

564 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"4f325860-85f4-4ab0-b71f-13c31d4548dc","recipients":819,"external_id":"a73983c8-bf4f-c31e-393a-6528ffdc1291","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
819

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸