Categories

اعلان

Loading…

مونومر | زکریا رحیمي

Monomer

له دوه کلیمو ترکیب شوې کیمیاوي اصطلاح ده د (mono) مانا یوه او د (mer) مانا برخه ده. یو مالیکول ده چې د پولیمرایزېشن وړتیا لري، په بله مانا مونومر د هر کلاس د ترکیب یو مالیکول ده، ډیری په عضوي ترکیب کې وي او له نورو مالیکولونو سره د تعامل وړتیا لري له کوم چې غټ مالیکول یا پولیمر جوړیږي. ځانګړنه یې څو فعالیتونه دي – په دې مانا چې دا وړتیا لري چې کم از کم له دوه نورو مونومر مالیکولونو سره کیمیاوي پیوند جوړ کړي. دوه فعالیتي مونومر یوازې یو کرښه جوړولای شي چې زنځیر ته ورته پولیمر وي خو د لوړ فعالیت مونومر شبکیي پولیمري تولید جوړوي. کله چې زیات مونومرونه سره یو ځای شي پولیمر جوړوي او د یو ځای کېدو بهیر ته یې پولیمرایزېشن (polymerization) وېل کیږي.
 
مونومرونه په څو طریقو ډلبندي کېدلی شي. په دوه لویو کلاسونو کې یې فرعي وېش امکان لري کوم چې د پولیمر له ډول سره تړاو لري. کوم چې په (condensation polymerization) کې ګډون کوي (stoichiometry) یې له (addition polymerization) توپیر لري. – سټیو کیومېټري د دوه تعامل کوونکو د کچې تړاو ته وایي کوم چې د یوه ترکیب په جوړولو کې برخه لري.
 
نورې ډلبندۍ
طبیعي او مصنوعي مونومرونه بېلګه (glycine vs caprolactam)
پولر او غېرې پولر مونومرونه بېلګه (vinyl acetate vs ethylene)
دوراني او خطي مونومرونه بېلګه (ethylene oxide vs ethylene glycol)
 
د یو ډول مونومر له پولیمراېزېشن څخه هوموپولیمر (homopolymer) ترلاسه کیږي، زیات پولیمرونه کوپولیمر (copolymers) جوړوي په دې مانا چې له دوه مختلفو مونومرونو ترلاسه شوي، د (condensation polymerizations) په حالت کې د کومونومرونو (comonomers) نسبت ۱:۱ وي د بېلګې په توګه د زیاتو نیلون په جوړولو کې د برابرې کچې دیکاربوکزیلیک اسیدو (dicarboxylic acid) او ډیامین (diamine) ته اړتیا ده. د (addition polymerizations) په حالت کې د کومونومر محتوا یوازې یو څو فیصده وي د بېلګې په توګه د (1-octene monomer) ډېره کمه کچه له اېتیلېن (ethylene) سره کوپولیمراېز کیږي تر څو ځانګړي پولي اېتیلېن (polyethylene) ترلاسه شي.
 
مصنوعي مونومرونه
اېتیلېن ګاز Ethylene gas (H2C=CH2) د پولي اېتیلېن لپاره مونومر ده.
نور له تغیر شوي اېتیلېن تر لاسه شوي په لاندې توګه دي :
همداسې tetrafluoroethylene (F2C=CF2) کوم چې د (Teflon) لامل کیږي
او vinyl chloride (H2C=CHCl) کوم چې د (PVC) لامل کیږي
او styrene (C6H5CH=CH2) کوم چې د (polystyrene) لامل کیږي
اېپوکزیډ مونومرونه ممکن له خپل ځان سره د تقاطع پیوند جوړ کړي او یا له یو همکار تعامل کوونکي سره تر څو اېپوکسي جوړ کړي.
همداسې (BPA) د (polycarbonate) لپاره (precursor) مونومر ده – په انګرېزۍ پرېکرسر (precursor) یو داسې ترکیب ده چې په تعامل کې ونډه اخلي تر څو بل ترکیب جوړ کړي.
تېرفتالیک اسید (Terephthalic acid) یو کومونومر یا همکار مونومر ده چې له اېتیلېن ګلیکول سره (polyethyleneterephthalate) جوړوي
 
بیوپولیمرونه
مونومېرېک پروټین اصطلاح هم د یوه پروټین د تشرېح لپاره کاریږي کوم چې مولټي پروټین کمپلېکس جوړوي.
 
طبیعي مونومرونه
ځینې بیوپولیمرونه لاندې یاد شوي
 
امینو اسید
د پروتینونو لپاره امینو اسید مونومرونه دي. پولیمراېزشن یې په (ribosomes) کې ترسره کیږي. معمولا ۲۰ ډوله امینو اسید مونومرونه د پروټینونو د تولید لپاره کاریږي. له همدې مخې پروټین هوموپولیمرونه نه دي.
 
نیوکلیوټایډونه
د پولیونیوکلیک اسیدو (DNA/RNA) لپاره نیوکلیوټایډونه مونومرونه دي. هر یو له یوې پېنټوز بورې جوړ شوی وي. نیوکلیوټایډ مونومرونه د حجرې په هسته کې پیدا کیږي. څلور ډوله نیوکلیوټایډونه د ډي اېن اې لپاره پرېکرسرونه (precursors) دي – په انګرېزۍ پرېکرسر یو داسې ترکیب ده چې په تعامل کې ونډه اخلي تر څو بل ترکیب جوړ کړي. او څلور ډوله یې ار اېن اې ته پرېکرسر دي.
 
ګلوکوز اوورسره تړاو لرونکې بورې
د کاربوهایډرېټونو لپاره (monosaccharides) مونومرونه دي. تر ټولو پرېمانه طبیعي پیدا کېدونکی مونومر یې ګلوکوز ده کوم چې له (glycosidic bonds) سره په وصل کېدو د سلولوز، ګلیکو جېن او نشایستې پر پولیمرونو بدلیږي.
 
اېزوپرېن
طبیعي مونومر ده او له پولیمرایز کېدو یې طبیعي ربړ رامنځته کیږي ډېری وخت (cis-1,4-polyisoprene) خو مصنوعي ربړ (trans-1,4-polymer) هم ترې ترلاسه کیږي، ډېر وخت د بوټادین پر بنسټ وي او جوړښت یې له اېزوپرېن سره تړاو لري.
 
Condensation polymerization diacid diamine
Reaction scheme of the condensation polymerization of dicarboxylic acid and diamine. Image by Calvero.

268 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2