Categories

اعلان

Loading…

وسله والو نن په کابل کې د یوې لیسې مدیر وژلی

تاند، دوشنبه، د میزان ۲۲مه: د کابل امنیه قومندانۍ تاییدکړه چې د عبدالغفور ندیم لېسې مدیر نن سهار په کابل کې د نامعلومه وسله والو لخوا وژل شوی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز تاندته وویل، پولیسو لا د دغې پېښې د څرنګوالي په تړاو وروستي معلومات نه دي راټول کړي.

 نن سهار داسې راپورونه خپاره شول چې د عبدالغفور ندیم لېسې مدیر سیدضیاء الدین په یوولسمه حوزه کې د دغې لیسې مخې ته ناڅرګنده وسله والو وژلی دی.

 د ښاغلي ضیاء الدین خپلوان وايي نوموړی نن سهار ۴ بجې له لیسې څخه د کور ته دروانېدو په حال کې و چې وژل شویدی.

دا په داسې حال کې د چې تر دې وړاندې د شنبې په مازیګر د کابل ۶مه ناحیه کې د میدان وردګو د جغتو ولسوال هم وژل شوی و، همدا راز طالبانو ادعا  کړې وه چې د یکشنبې په ورځ یې د کاپیسا استیناف څارنوال وژلی دی او همدا راز د شنبې په مازیګر په مزار شریف کې د یو دیني عالم د وژل کېدو خبرونه هم خپاره شول.

830 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"23b0e493-3d12-49c6-8433-f0ba1e1f5b45","recipients":815,"external_id":"b5b867a5-ff4b-c55f-a9c6-7a5ab2065594","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
815

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸