Categories

اعلان

Loading…

د ایټالیا اسناد لرونکو ته زېری| خان محمد نیازی

د ژوند ناخوالې، جنګونه، د اقتصاد خرابتیا او کورنۍ ته دوه وخته ډوډۍ د موندلو په موخه زرګونه افغانان له افغانستان څخه اروپا ته ځي. د لارې له لوړو او ژورو، په جېلونو کې د بندي کېدو، په لاره کې زخمي کېدو او همداسې نورو کړاونو چې خلک راتېر شي او اروپا ته راورسېږي نو بیا د اسنادو موندلو غم ورسره مل شي. په اروپا کې ایټالیا د نورو هېوادونو په پرتله په اسانۍ سره اسناد ورکوي نو ځکه ډېری افغانان په ایټالیا کې پناه اخلي. خو په ایټالیا کې د کار د نشتون له کبله خلک د اسنادونو له اخیستو وروسته د اروپا نورو هېوادونو ته د کار لپاره ځي. په بریتانیا کې هم زرګونه افغانان داسې دي چې د ایټالیا اسناد لري او دلته له ایټالیا قاچاقي راغلي دي. زه هم په هغوی کې راځم.  تېره میاشت د افغانستان سفارت ته ورغلم چې پاسپورټ جوړ کړم. نوبت مې چې راغی نو راته وویل شول چې په انګلستان کې د اوسېدو د سند پرته موږ پاسپورټ نه ورکوو. ډېر ناهیلی شوم. د مرتضی پسرلي په نوم د سفارت کارکوونکي ډېر ښه برخورد راسره وکړ خو خپله بې وسي يې وښودله. زه هم ناهیلی کور ته راغلم. له ملګرو سره مې خبره شریکه کړه نو ټولو مشوره راکړه چې د افغانستان لوی سفیر سید طیب جواد ته باید دا خبره ورورسوم. د هغه په برېشنالیک مې پیغام ورته واستوو خو ګومان مې نه کېدلو چې څه به وشي.

د ايمېل له لېږلو دوه ساعته وروسته هک پک پاتي شوم چې د سفیر صېب ځواب راغی او سفارت ته یې وروغوښتلم. دا خبره مې چې له ملګرو سره شریکه کړه نو هغوی هم نه منله بلکې ویل چې کېدلای شي چا ټوکه درسره کړې وي، ځینو خو  بیا وډار کړم چې کېدلای شي د اسنادو نه لرلو په وجه مې پولیسو ته په لاس ورکړي. چې سفارت ته ورغلم او له سفیر صېب سره مې خپل مشکل شریک کړ نو ډېر خواشینی شو او په هغه ساعت یې امر وکړ چې نه یوازې دا چې زما پاسپورټ دې جوړ کړل شي بلکې هغو ټولو کسانو لپاره یې يوه نوې فورمه جوړه کړه چې د اروپا اسناد لري. له دې وروسته به له هغوی څخه د بريتانیا د اسنادو تقاضا نه کېږي او پاسپورټونه به ورته اجرا کېږي. کله چې د سفارت له ودانۍ راووتم نو سترګې مې له اوښکو ډکې وې.

يوه ورځ مخکې ناهیلې او په سوچونو کې غرق ترې راوتلی وم. سفیر صېب زما په مخکې د قونصلګرۍ عملې ته لارښوونه وکړه چې دا د افغانانو کور دی او چې دلته څوک راشي نو باید د دې احساس وکړي چې خپل کور ته راغلي. کارونه یې باید خلاص شي. سفیر صېب یوه ګيله هم وکړه چې افغانان کلونه کلونه په بریتانیا کې ژوند کوي او د دې ځای اصول مراعتوي. له ډاکټره نیولي د موټر تر میکانیک د هر څه لپاره اپاینتمنت اخلي خو چې کله سفارت ته راځي نو اپاینټمنټ نه اخلي، بې نوبتي کوي او چې کله سفارت د اسنادونو غوښتنه ترې وکړي نو غالمغال جوړوي او د سفارت کارکوونکي په تعصب یا طرف تورنوي. کله چې د قونصلګرۍ برخې ته د پاسپورټ جوړولو لپاره ورغلم نو یو افغان بې نوبته راغلی و. د سفارت کارکوونکي چې د اپاینتمنت پوښتنه ترې وکړه نو هغه وویل چې څه د امریکا سفارت خو نه دی چې مخکې له مخکې به نوبت اخلو. صېب سید طیب جواد مې نه لیدلی و او نه مې کوم سفارش ورته درلودلو خو د یو کړېدلي افغان غږ یې واورېدلو. له دې وروسته هر هغه افغان چې د ایټالیا په شمول د نورې اروپا اسناد لري، بې له کومې ستونزې په لندن کې  افغان پاسپورټ جوړولای شي خو په دې شرط چې کوم بریتانیا اسناد لرونکی افغان یې ضمانت وکړي او د ادرس ثبوت ولري. خدای دې د سید طیب جواد او مرتضی پسرلي په شان وګړي ډېر کړې.

په سفارت کې د افغانانو برخورد او ستونزو ته په کتو له بهر مېشتو اففانانو څخه دا هیله کوم چې کله هم افغانستان ته ځي نو خپلې تذکرې دې له ثبت احوال نفوس او وزارت خارجه څخه تائيدوي چې په راتلونکې کې د پاسپورټ جوړولو یا تمدیدولو کې کومه ستونزه ورته نه وي.

1,466 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"fd8c8aaf-181d-4aed-b9e3-582f0aa2066e","recipients":814,"external_id":"7801a6fa-e2a9-7839-e321-6cdae5b7b7bf","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
814

1 comment

  1. ع.شریف زاد Reply

    سلام
    دلیوه بچی لیوه دی
    یوه ډیره لنډه کتنه زما هدف دې تبصره کې دسید طبیب حواد پر شخصیت نه دی ښه دی او که بد هغه دده کار دی هغه وخت چې دجمعیت مشر همو چیز په ارګ ننوت او د کابل ښار دده او حزب لخوا د جنګ په ډګر بد ل شو چې نږدې ۷۵۰۰۰ بېګناه ښاریان د وچ قدرت لپاره ووژل شول
    او دې محترم سهار او مازیګر د امید په جمعیت پلوه سیمه ایزه ورځپاڼه کې دوورغجنې پروپاګندې رابیل کړی چې سالم عقل یې نه منی دلته دوی د یوه مثلث به شکل کې به هندوستان کی نیویارک میشتی ستر پرچمی مسعود خلیلی سفیروه او دملګرو ملتو دایمی سفیر بل لوی برچمی ظاهر طنین چې دطبابت سند یې دکابل بوهنتون دمحصلینو په وژنو په بیرو کې ترلاسه کړ
    حزب او ورپسې طالبان دبهر نیو چارو دوزارت په اداری اوتشکیلاتی فسادد خبر هم نه شول کله چې طالبان سقوط کوی همدا به سورو کو ننوتی جا سوسان را ووتل به یو شمیر تلوېژنو کې څومره ځانونه سکنی ښیی چې باور یې نه منی
    همو چیز حتی نداف ،اشپز ، خانه سامان ،معتمد، مرغ دزد هم د قونسل ، سفیر ،اونورو القابو خاوندان کړل ورپسې د بن د معاهدې مشر راغی دوه دورې دسترګو فلکک یې و واهه خو داهم ور بندې خبر نه شو
    سید طیب به واشنطن کوم ګلان وکرل؟ چې بیا لندن کې او له لندن وروسته اوس په ایتالیا کې سفیر دی
    داسی معلومیږی چې دغه کسان هم قوالې لری اویا کمال یې په څه کې دی چې په هر رژیم ،سیستم او حکومت کې لکه د امریکا دالر چلیړی
    دغه فساد دیر ستوغ اوکلک، فلتر ته به بېړنۍ توګه ضرورت لری دا دتوکو فرهنګ نه دی بلکې د یوه باتور ملت د بهرنیو چارو بهرنی اړیکی د بهر به کچه دی چې انګریزی او کاری مدیریت یې لومړیتوب دی همدارنګه مسلک او بوهه یې له فساده دیرژر باسی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2