Categories

اعلان

Loading…

د تورخم دروازه ۲۴ ساعته پرانیستې ده او فعالیتونه یې په عادي ډول روان دي

د افغانستان حکومت د تورخم دروازه د صادراتو او وارداتو او همدارنګه د مسافرینو د تګ راتګ لپاره ۲۴ ساعته پرانیستي او د دې اړینې دروازې د ۲۴ ساعته پرانیستې لپاره ژمن دی.

د افغانستان حکومت د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته فعالیتونو لپاره د بشپړو مالي، تخنیکي او انساني سرچینو وړتیا لري او د صادراتي او وارداتي توکو د طی مراحلو لپاره د اړتیا وړ ټولې اسانتیاوې یې چمتو کړي دي.

همدا شان یې د صادراتي او وارداتي توکو د طی مراحلو چاري په عادی توګه روانې دي او په یاده دروازه کې د ۲۴ ساعته توکو طی مراحلو په برخه کې هیڅ ډول غیرقانوني ځنډ شتون نه لري.

د تورخم او ننګرهار ګمرک په دروازه کې د محمولو ګڼه ګوڼه د یو شمېر واردوونکو له خوا د توکو د نه اظهارولو چې د ګمرکونو قانون، طرزالعمل او تعرفوي کودونو سره سم د توکو سل فیصده  تشریح د قانوني طی مراحلو او د نافذه قوانینو د پلي کېدو لپاره جوړه شوې ده.

د افغانستان مالیې وزارت په اړوندو ادارو کې د توکو چټک طی مراحلو لپاره اړینې ټولې اسانتیاوې او امکانات برابر کړي دي او له ټولو محترمو سوداګرو څخه غواړې، چې له نافذه قوانینو څخه اطاعت وکړي او خپل سوداګریز توکې د نافذه قوانینو، طرزالعملونو او تعرفوي کودونو سره سم طی مراحل کړي، له دې پرته به یې هر ډول مسؤلیت پر خپله غاړه وي.

165 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2