Categories

اعلان

Loading…

امریکايي پولیسو ته یو قاتل د ۹۳ ښځو د وژلو اعتراف کړی دی

تاند، سه شنبه، د میزان ۱۶مه: د امریکا د فډرالي پولیسو اداره وايي، د سامویل لیټل په نوم یو نیول شوي کس ورته اعتراف کړی دی چې له ۱۹۷۰ کال راهیسې یې تر ۲۰۰۵ کاله پورې ۹۳ کسان وژلي دي.

د امریکا د فډرالي پولیسو یا ایف بي آی ادارې پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې د سامویل لخوا د وژل شویو په لیست کې زیاتره یې مېرمنې دي.

ایف بي آی د ښاغلي سامویل اړوند یو سریال خپور کړی دی چې په لومړیو کې د ده په لاس د زیاتره وژل شویو کسانو د مرګ علت مخدره توکي، تصادف او نورې پېښې بلل شوې دي، یا هم د ګڼو وژل شویو کسانو مړي هیڅ ندي موندل شوي.

 سامویل په ۲۰۱۴ کال کې د دریو وژنو په تور په عمري بند محکوم شوی و، خو اوس یې اقرار کړی دی چې په ۹۰ نورو قتلونو کې هم لاس لري.

سامویل لیټل چې پخوا بوکسر و او په سامویل مکډاول مشهور و، په ۲۰۱۲ کال د دریو قتلونو په جرم په کنتاکي کې نیول شوی و.

 هغه مهال د ډی این ای ټیسټونو له لارې پر سامویل درې قتلونه ثابت شول  چې له کبله یې په ۲۰۱۴ کال محکمې نوموړي ته د عمري بند سزا واوروله.

فرانس پریس اژانس اوس د سامویل په اړه د ایف بي آی له قوله ویلي چې د نوموړي دوسیه به له دې وروسته بیرته محکمې ته استول کېږي.

1,164 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"0ef575be-00da-4d98-beba-a997432eb231","recipients":808,"external_id":"39b289ff-c9d7-7510-5b86-43b9ce63764f","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
808

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸