Categories

اعلان

Loading…

مریخ | زکریا رحیمي

Mars

مریخ له لمر څخه څلورمه سیاره ده، او په لمریز سیستم کې له عطارد څخه وروسته دوېمه وړه سیاره ګڼل کیږي. بل نوم یې سره سیاره (Red Planet) ده، او د انګرېزۍ نوم (Mars) یې د رومان په پخواني مذهب کې د جګړې د خدای نوم ده. په سطحه باندې یې د وسپنې اوکسایډ پراخ خپور شوی او له همدې امله یې د سطحې رنګ سور ده. په انګرېزۍ کې ورته (terrestrial planet) هم وایي او د لمریز سیستم هغې سیارې ته وېل کیږي چې په بنسټیزه توکه سیلیکېټ او یا وسپنیزو ډبرو جوړه شوې وي او لمر ته نږدې وي خو یوازې د (terrestrial) مانا هر هغه څه چې د ځمکې په سیاره کې ژوند کوي. مریخ نری اتموسفیر لري. د مریخ ورځې او فصلونه تقریبا ځمکې سره ورته والی لري ځکه چې له ځمکې سره تقریبا برابر له خپل محور څخه تاویږي. په مریخ کې د لمریز سیستم تر ټولو د لویې اورشیندنې ځای ته (Olympus Mons) نوم اخلي او یاده اورشیندنه د لمریز سیستم په دوېم لوړ غره کې رامنځته شوې. د مریخ په شمالي نیمه کره کې یو لوی ډنډ موجود ده کوم چې د سیارې تقریبا ۴۰ % برخه جوړوي او د بوریالیس ډنډ (Borealis basin) په نامه یادیږي. دوه سپوږمۍ لري او نومونه یې فوبوس او ډیموس (Phobos and Deimos) دي. سپوږمۍ یې وړې او غیرې منظم شکل لري.
 
تر اوسه په دوامداره توګه څېړنې روانې دي تر څو دا مالومه کړي چې مریخ کې ژوند کول امکان لري او کنه او کوم ژوندی هم پکې شته او کنه. د راتلونکې لپاره ډېرې ستوربیولوجیکي (astrobiology) پلانونه هم جوړ شوي چې له دې دوه نامتو پلانونه یې (Mars 2020 and ExoMars rovers) دي. د مریخ پر سطحه مایع اوبه نشي پاتې کېدلای او لامل یې د اتموسفیر کمزوری فشار ده. د مریخ په سوېل قطب کې د واورې او یخ دومره انبارونه موجود دي چې که ویلې شي ټول مریخ په ۱۱ متره ژورو اوبو پوښلی شي. په ۲۰۱۶ کې د ناسا ادارې یوه راپور کې ویل شوي وو چې مریخ د سطحې لاندې یې د یخ لوی انبار موندلی.
 
مریخ له ځمکې په ډېره اسانۍ لیدل کیږي، د څرګندتیا لامل یې سور رنګ ده. له ځمکې د یوې اسماني سیارې د څرګندتیا اندازې ته په انګرېزۍ کې (apparent magnitude) وایي او د مریخ د څرګندتیا اندازه +۰.۷۱ ده.
 
فزیکي ځانګړنې
د مریخ قطر تقریبا د ځمکې له نیمایي قطر سره برابر دی. سطحه یې د ځمکې له وچې سطحې څخه لږ کمه ده. د مریخ سیارې د تنې جوړښت د ځمکې په پرتله کم غلیظ دی. د سطحې سور رنګ یې زنګ یا iron(III) oxide دی. رنګ یې له بورې څخه جوړ شوي چاکلیټ (butterscotch) ته ورته والی لري. په سطحه کې یې نور رنګونه هم لیدل کیږي لکه سرو زرو ته ورته زېړ رنګ، نسواري، قهوې ته ورته سور رنګ او شین رنګ یاد شوي رنګونه د مریخ پر سطحه د موجودو منرالونو رنګونه دي.
 
 
داخلي جوړښت
مریخ لکه د ځمکې په څېر وسپنیزه غلیظه هسته لري خو سطحه یې د ځمکې په پرتله کمو غلیظو توکو پوښلې. د هستې شعاع یې ( 65 ± 1,794) کیلومتره ده او په بنسټیزه توګه له وسپنې او نیکل څخه جوړه شوې او ۱۶ تر ۱۷ % پورې سلفر هم پکې موجود دي. هسته یې د سیلیکېټ طبقې پوښلې کومې چې د مریخ پر سطحه ټکټونیکي او د اورشیندنې ځانګړنې جوړې کړي خو په اوسمهال کې داسې ښکاري چې فعاله ندي. د اکسیجن او سیلیکون ترڅنګ په مریخ کې تر ټولو پرېمانه عناصر وسپنه، مګنیزیم، المونیم او پوتاسیم دي. د مریخ د قشر د منځنۍ کچې ډبلوالی تقریبا ۵۰ کیلومتره ده او تر ټولو زیات ډبلوالی یې تر ۱۲۵ کیلو متره پورې ده. د ځمکې د قشر د منځنۍ کچې ډبلوالی تر ۴۰ کیلو متره پورې ده.
 
د سطحې جیولوجي
مریخ یوه (terrestrial planet) سیاره ده – ټېرېسټریل پلانیټ د لمریز سیستم هغې سیارې ته وېل کیږي چې په بنسټیزه توکه سیلیکېټ او یا وسپنیزو ډبرو جوړه شوې وي او لمر ته نږدې وي خو یوازې د (terrestrial) مانا هر هغه څه چې د ځمکې په سیاره کې ژوند کوي. مریخ له سیلیکون، اکسیجن، وسپنو او نورو عناصرو جوړه شوې سیاره ده کوم چې په بنسټیزه توګه د ډبرو شکل کې دي. ځینې برخې یې د بازالټ ډبرو په پرتله زیات سیلیکا ډبرې لري. په کومو سطحو یې چې د لمر وړانګې کمې غورزیږي داسې وړاندیز کیږي چې دا ژورې به په پلاجیوکلاز فلډسپر ډبرو غني وي. د مریخ د شمال په هغو ژورو کې چې د لمړ وړانګې کمې غورزیږي د سلیکیټ غلیظ پوښونه او زیاته سیلیکون ښیښه لیدل کیږي. د سوېل په لوړو کې یې د لیدو وړ کلسیم پیروکسېن موجود دي. همداسې هېماټایټ او اولیووین هم پکې موندل شوي. د سطحې زیاته برخه یې د وسپنې د زنګ دوړو پوښلې.
 
تر اوسه پکې (structured global magnetic field) ساحه نده موندل شوې. څېړنو موندلې چې د مریخ د قشر ځینې برخې مقناطیسي دي. داسې ګمان کیږي چې د لمریز نظام د جوړېدو پر وخت مریخ د (stochastic process) بهیر په پایله کې رامنځته شوې سیاره ده. مریخ مختلفې کیمیاوي ځانګړنې لري او لامل یې په لمریز سیستم کې موقیعت ده، هغه عنصر پکې زیات دي چې د تودوخې ټیټ ټکی لري لکه کلورین، فاسفورس او سلفر د ځمکې په پرتله په مریخ کې پرېمانه دي یاد عناصر ممکن لمریز باد بهر توغولي وي. په مریخ کې د ژورو ډنډونو په اړه ګمان کیږي چې لویو اسماني تنو ۴ میلیونه کاله وړاندې ټکرونه ورسره کړي.
 
په نواچیان موده (Noachian period) کې – د دې مودې نوم د نواچیس ټېرا (Noachis Terra) چې د مریخ په شمال کې د سطحې نوم ده اخیستل شوی، دا سطحه د مریخ تر ټولو زړه جوړه شوې برخه ګڼل کیږي کومه چې له ۴.۵ تر ۳.۵ بیلیونه کاله وړاندې جوړه شوې او د جوړېدو مودې ته یې (Noachian period) نوم اخیستل کیږي. په مریخ یوه بهر وتلې د اور شیندنې سیمې ته (Tharsis) نوم اخلي او ګمان کیږي چې اورشیندنې په همدې موده کې رامنځته کړې سیمه ده.
 
هېسپرین موده (Hesperian period) کې – نوم یې د مریخ په سوېل کې د هېسپریا پلانم (Hesperia Planum) سیمې له نوم څخه اخیستل شوی په دې لوړو کې د لاوا ډبرو هوارې موندل کیږي او ګمان کی چې له ۳.۵ تر ۳.۳ او ۲.۹ بیلیونه کاله وړاندې ترمنځ رامنځته شوې سیمه ده.
 
امزونین موده (Amazonian period) کې – نوم یې د مریخ د امزونیس پلانیټیا (Amazonis Planitia) سیمې له نوم څخه اخیستل شوی، د مریخ تر ټولو نرمه سیمه ګڼل کیږي، له ۳.۳ تر ۲.۹ بیلیونه کاله وړاندې ترمنځ رامنځته شوې سیمه ده.
 
تر اوسه په مریخ کې جیولوجیکي پېښې رامنځته کیږي. په ۲۰۰۸ کال کې د فېبرورۍ په ۱۹ د سپوږمکیو انځورونو وښوده چې چې له ۷۰۰ متره لوړې ډبرې څه لاندې راغورزیږي.
 
خاوره
له فوینېکس په سیارې کیناستونکې فضایي بیړۍ (Phoenix lander) څخه ترلاسه شوي مالومات ښي چې د مریخ خاوره کمه اندازه د القلي ځانګړنه لري او د دې ترڅنګ مګنیزیم، پوتاسیم او کلورین پکې شامل دي، همدا تغذیه کوونکي عناصر د ځمکې په خاوره کې هم موجود دي کوم چې د بوټو د ودې لپاره خورا زیات اړین دي. په دې فضايي بېړۍ تر سره شوې تجربې ښي چې د مریخ خاوره د ۷.۷ پي اېچ (basic pH) لري او همداسې ۰.۶ % د (salt perchlorate) پکې موجود دي، د غلظت دا کچه ډېره لوړه ده او له همدې امله د مریخ خاوره زهري ګڼل کیږي.
 
د مریخ پر سطحې رګونه (streaks) پرېمانه دي او همداسې په دوامداره توګه نور رګونه په ګړنګونو کې لیدل کیږي. د وخت له تېرېدو سره یې د رګونو رنګ خیره والی پیدا کوي. رګونه یې په یوه کوچنۍ سیمه کې پیل کیږي خو د وخت له تېرېدو سره تر سلګونو مترو پورې پراخوالی پیدا کوي.
 
 
هایډرولوجي
د کمزوري اتموسفیر فشار له امله د مریخ پر سحطه اوبه نشي تم کېدلای. یوازې په ژورو سیمو کې د لنډې مودې لپاره اوبه موجودې وي. د دوه قطبي کنګلونه لویه برخه یې له اوبو جوړ شوي کنګلونه دي. د مریخ له سطحې اخیستل شوي انځورونه ښي چې د مریخ پر سطحه مخکې اوبه موجودې وې. په مریخ کې د یوې سیمې نوم (Ma’adim Vallis) ایښودل شوی، تقریبا ۷۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، ۲۰ کیلومتره سور لري او په ځینو برخو کې تر دوه کیلومتره پورې ژوروالی لري او ګمان کیږي چې د اوبو بهېدنې دا ژوره رامنځته کړې وي. له اوبو رامنځته شوې دا ډول ژورې ګمان کیږي چې تر ټولو اوسنۍ ژوره یې اوبو یو میلیون کاله وړاندې رامنځته کړې وي. د اوبو بهېدنې لامل په مریخ کې ورښت یاد شوی.
 
په مریخ کې د هېماټایټ او جیوتایټ ډبرو شتون ښي چې په مریخ کې اوبه موجودې وې ځکه چې د دواړو جوړښت د اوبو په شتون کې ترسره کیږي. په ۲۰۰۴ کال کې په مریخ کې جاروسایټ ډبرې ولیدل شوې او یادې ډبرې هم یوازې د اسید لرونکو اوبو په شتون کې جوړیږي. په ۲۰۱۱ کې هم داسې ډبرې ناسا وموندلې چې د اوبو په شتون کې رامنځته کیږي (په مریخ کې اوبه شته خو مایع شکل کې ندي بلکې جامد شکل لري). همداسې نور هایډریټ شوي منرالونه هم پکې موندل شوي.
 
قطبي کنګلونه
په مریخ کې دوه دایمي قطبي کنګلونه موجود دي. کله چې هوا سړه شي نو په دوامداره توګه تیاره پکې وي او ۲۵–۳۰% وچ کنګل پکې زیاتیږي. کله چې هوا توده شي او کنګلونه لمر ته څرګند شي پرته له مایع کېدو بېرته په ګاز بدلیږي. د هوا انتقال بادونه راولي له کوم سره چې تبخیر شوې اوبه او دوړې خپریږي او د پرخې په څېر کنګل رامنځته کوي او ګورګوتي وېښتو ته ورته ورېځ جوړوي. په ۲۰۰۴ کې له اوبو جوړې شوې وریځو انځورونه هم اخیستل شوي. د دواړو قطبونو کنګل یې ۷۰% له اوبو جوړ شوی. د شمال قطب کنګل یې په ژمي کې په کنګل شوي یو متر پورې کاربن ډایوکسایډ پوښلی وي.

380 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2