Categories

اعلان

Loading…

د امریکا سفارت: د ټاکنو پایلو کې د درغلۍ امکان نشته

تاند، سه شنبه، د میزان ۱۵مه: په کابل کې د امریکا سفارت وايي،د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د رایو په شمېرنه کې د درغلۍ امکان نشته.

د امریکا سفارت پر خپله رسمي پاڼه لیکلي، چې کارمندان یې تازه د ټاکنو کمېسیون د چارو له څارنې څخه راګرځېدلي دي او ډاډ یې ورکړی چې د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو بانک یې له نږدې کتلی دی چې  د درغلۍ امکان په کې نشته.

 د امریکا سفارت ټینګار کړی چې افغانان دې د رایو د قانوني، رڼو او بې طرفه پایلو د اعلان په اړه  ډاډمن واوسي.

 تر دې وړاندې د امریکا سفیر اندېښنه ښودلې وه چې د رایو د پایلو راټولونې په کار کې ځنډ اندېښمن کړی دی.

  دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون رئیسې ټینګار کړی چې د رایو پایلې به د بایومتریک دستګاو څخه په بې طرفانه ډول د میزان په ۲۸مه اعلانوي.

راپورونه ښيي چې د ټاکنو په ترڅ کې یو نوماند اشرف غني له ۶۰ سلنې زیاتې رایې وړې دي.

ښاغلي غني د جرمني له شپیګل مجلې سره هم په مرکه کې دا خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې امکان لري د پنځو نورو کلونو لپاره به هم د افغانستان ولسمشر شي.

573 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"50c5ae12-a4ec-4dcb-90b8-e53f8e3c89fb","recipients":808,"external_id":"a832e52b-a739-2799-ef19-d4674a37b1bd","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
808

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2