Categories

اعلان

Loading…

اومیندواره ښځو ته کورکمان ګټه رسوي که تاوان ؟ | زکریا رحیمي

کورکمان ته د سرو زرو مساله نوم هم اخلي ځکه چې رنګ یې سرو زرو ته ورته زېړ دی. اوږد تاریخ لري او په هند کې تقریبا ۴۰ زره کاله وړاندې له وېدایي کلتور سره تړاو لري. په اوسمهال کې په ټوله نړۍ کې پیدا کیږي.
 
په اومیندوارۍ کې د ښځو په بدن کې زیات بدلونونه رامنځته کیږي. لکه د معدې سوزی، لکه د غاښونو د بورس کولو پر وخت له ووریو وینه بهېدل کوم چې د پروجېسټرون هورمون له امله بهیږي، لکه د اومیندوارۍ له ۲۰ اوونیو وروسته د (Preeclampsia) حالت او دا حالت کله چې د وینې فشار زیات لوړ وي، په پښتورګو یا ادرارو کې پروتین وي او یا ځیګر کې ستونزه وي رامنځته کیږي. خو په ۱۰۰ کې یوازې ۸ اومیندواره ښځې دا حالت تجربه کوي، همداسې په دې حالت کې نورمال زېږون ترسره کیږي خو که چېرې د دې حالت سملاسي درملنه ونشي د مور د مړینې او یا د کوچني د معیوبه کېدو لامل کېدای شي. تر اوسه دا نده مالومه چې ښځو کې ولې (Preeclampsia) رامنځته کیږي خو ډاکټران په دې پوهېدلي چې پړسوب اړین رول پکې لري.
 
مطالعو موندلې چې د پړسوب په مخنیوي کې او د معدې د سوزي کمولو کې کورکمان اړین رول لري. او چینایان یې په دودیزو درملو کې د معدې د سوزي او د هاضمې د ناروغیو لپاره کاروي خو په اومیندواره ښځو کې یې د ګټې یا تاوان کومه کلینکي مطالعه نده شوې.
 
د جنین یا د مور په ګېډه کې د کوچني د مغز وده
څېړنو موندلې چې د جنین پر نیورولوجیکي ودې د اومیندوارې ښځې پړسوب اغیز لرلای شي. که چېرې په مور کې د اومیندوارۍ پر وخت پړسوب زیات وي نو په جنین کې د (utism spectrum disorder and attention deficit hyperactivity disorder) بې نظمۍ پیدا کولای شي. همداسې یې په حافظې هم بد اغیز لري.
 
د اومیندوارې ښځې لپاره د کورکمان ګټې او تاوانونه
تر اوسه انسان ته د کورکمان د زیان په اړه کومه کلینیکي څېړنه نده شوې. خو په ۲۰۰۷ کال په یوه ژوي تجربه شو او پایله کې یې په بچیانو کې کم وزن وو. په ځینو ښځو کې چې اومیندواره نه وې د کورکمان مطالعه شوې او پایله یې په جنسي سیستم باندې اغیز ښودل شوی. په یوه مطالعه کې وېل شوي چې د ایسټروجین هورمون تولید یې کم کړی او له دې لارې یې (endometrial cell) حجرې کمې کړي. کورکمان همداسې د تیانو د سرطان خطر هم کموي خو په اومیندواره ښځو کې یې تر اوسه ګټه او تاوان ندی مالوم شوی.
 
کورکمان مخکې له مودې د زېږون لامل کیږي ؟
تر اوسه هېڅ کلینکي شواهد نشته.
 

158 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2