Categories

اعلان

Loading…

د اتلس کلن اور بلولو مسوولیت د چا دی؟

محمد الیاس

د اکتوبر پر اومه امریکا په دې بهانه پر افغانستان یرغل وکړ، چې له دې ځایه یې ملي امنیت ګواښل شوی و، خلک یې په نښه شول او عملاً افغان خاوره د دوی پر ضد ګواښ وګرځېده.

ددې ګواښونو فزیکي عامل په افغانستان کې کشف شو او اسامه بن لادن نومېده. هغه مهال د افغانستان زعامت د طالبانو په لاس کې و. طالبان دې پوښتنې ته څه ځواب لري، چې ولې یې د حاکمیت تر سیوري لاندې یوه نړیوال ترهګر ته ځای ورکړ او هغه عملاً د افغانستان له خاورې امریکا په نښه کړه او ټولې نړۍ ته یې اخطار وکړ؟ ولې یوه لویه توطئیه د دوی تر سیوري لاندې جوړه شوه؟ که پټه وای، خو تاریخي قضاوت به داسې نه و، اما په ښکاره ترې ولې طالب ملاتړ وکړ؟

کله چې له طالبانو د دغو بریدونو او ګواښونو د عامل غوښتنه وشوه، ولې د هغه له ورکړې ډډه وشوه او امریکا ته بهانه پاتې شوه چې پر افغانستان برید وکړي؟

دا جلا سناریو ده، چې اسامه بن لادن چا له سوډان څخه افغانستان ته راوست، چا وساته، د کوم هدف لپاره را واستول شو او بېرته د امریکا د بریدونو معما… خو دې ظاهري بهانې ته ولې لار هواره شوه؟

هر افغان زعامت د نړیوالو اړیکو او اصولو پر اساس ژمن او مسوول دی، چې نه باید پخپله خپله خاوره د نورو پر ضد وکاروي او نه نور پرېږدي، چې له خاورې یې د نورو پر ضد استفاده وکړي. د طالبانو په حاکمیت کې ولې افغان خاوره د بل چا پر ضد وکارول شوه؟

که دوی ناتوانه وو، نو بیا خو باید خپله کمزورتیا ومني او نن حق نه لري د خپلې ځواکمنتیا ادعا وکړي او که چېرې ځواکمن وو، نو بیا خو دوی هم په کې شریک وو او د اتلس کلن اور د بلولو ټول مسوولیت د همدوی دی، چې د حاکمیت پر مهال یې په دسیسوي ډول یو چاته اجازه ورکړه، چې له افغان خاورې استفاده وکړي او یوې نړیوالې ناخوالې ته لار هواره کړي.

د طالبانو او امریکا د لس میاشتنیو مذاکراتو ټول تمرکز پر همدې و، چې طالبان څه ډول له القاعده سره خپلې اړیکې پرې کړي، د بیا لپاره د سپټمبر یوولسمې پېښې په ډول چاته د افغان خاورې د استفادې اجازه ور نه کړي او ان پر هغه میکانېزم هم هوکړه وشوه، چې د اړتیا پر مهال به بېرته طالبان له امریکا سره یو ځای د القاعده او نورو ډلو پر وړاندې جنګېږي.

که القاعده پرون په حقه وه او طالب د همدې حقانیت پر اساس ورسره اړیکې وپاللې او افغانستان یې په سرو لمبو کې راګیر کړ، نو نن ولې بېرته ورسره اړیکې پرې کوي؟ نن څه وشول چې القاعده بېرته د طالب دښمنه شوه؟ او که پرون یې هم دوستان وو او سبا به یې هم دوستان وي، نو امریکا ته یې کوم تضمین ورکوي؟ دا پوښتنې پخپله د یوې بلې پټې او داخلي جګړې د پېښېدو شونتیا رامنځته کوي.

طالب د خپلې جګړې د مشروعیت او رد په یوې داسې معما کې راګیر دی، چې له امله یې سمدستي د جګړې په لیکو او سیاسي قشر کې درز رامنځته شوی. دقیق د سیاسي قشر غړي یې د جګړې د لیکو دغو پوښتنو ته ځواب نه لري. که واضح ځواب ووایي د اتلس کلنې جګړې مشروعیت یې په صفر کې ضربېږي او که یې نه وایي، له امریکا سره نوې معامله به یې څنګه کېږي؟

طالب د تاریخ هغې پوښتنې ته شل کاله وروسته هم مناسب ځواب نشي پیدا کولی، چې د ګواښونو د یوه ښکاره فزیکي عامل په نه سپارلو یې ولې افغانستان له یوه نړیوال ځواک سره مقابلې ته ودروه؟ او په جګړه کې خو حلوا نه وېشل کېږي، ټولو اړخونو ته د اوښتو دې ورانیو او مرګونو ځواب څوک ویلی شي؟

د دوی عکس العمل تاریخ ثبت کړی، چې وې ویل: ((که افغانستان لوټه، لوټه هم شي، موږ اسامه بن لادن چاته نه سپارو!))

تا د کوم مشروعیت او صلاحیت پر اساس افغانستان لوټې، لوټې کړ او له یوه نړیوال ځواک سره دې مقابلې ته ودروه؟ اسامه څوک و، چې تا له ټول افغانستان سره نه برابروه؟ بالاخره یې ریښه له کوم ځایه وخته؟ اوس یې هم نه منې، چې پرون هم د بل چا خدمت کې وې او نن هم؟

ته چې نن له جګړې او ورانیو څخه د خلاصون لپاره روغه جوړه غوره لاره بولې، نو پرون دې ولې فکر نه کاوه او ولې دې یوې دغسې ورانونکې جګړې ته لار هواروله؟

بالاخره اوس هم هره ورځ غنیمت دی. یوه ورځ وړاندې هم چې دغه اور مړ شي حد اقل د سلو کسانو ژوند ژغورل کېدای شي، خو حللارې ته د رسېدو منزل د ساده کېدو پر ځای ولې مغلق کېږي او بالاخره له تېرو تجربو درس نه اخیستل کېږي؟

600 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"0c795df2-6f33-4484-854b-a2933a81bacd","recipients":808,"external_id":"e3d7d8dc-f2aa-100a-cb3e-edf4a3448ffb","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
808

2 comments

  1. babrak Reply

    الیاس صاحب!ا ّه لاسونو دی برکت شه! که څوک شرم ،حیا او غیرت لری نو همدا ستا وینا ورته بس ده! طالبان دی همدا ستا پوښتنو ته ځواب ورکړي!ا تر څو هغه سپږه چې پوستین زموږ پوستین یې په اور واچاوو!ا

  2. لوګی Reply

    تر څو چه طالب وی پاکستان به په افغانستان کی جنګيږی ځکه طالب ته د افغان وژني اسلحه پاکستان ورکوی او د شپی ځای او ډوډی يی د افغانانو په کلی کور کی وی ٰ
    يواځی د طالب پر وړاندی مسلحله مبارزه کيفايت نه کوی بر سيره پر د د اولس ملاتړ دد قتلانو پر وړاندی هم لوی اړين ده
    طالب خپله انسانی قوه له همدی کليو يا په زوراو يا په رزا. پوره کوی
    دا نن پهاسبات رسيدلي چه طالب تر هغو سلح نه غواړی او نه په کوم منطق قناعت کوی تر څو چه دده د بادار پاکستان قناعت حاسل شوي نه وی (د افغانستان غلامی) نو دا جنګ ابدی جنګ دی

Leave a Reply to لوګی Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸