Categories

اعلان

Loading…

ننګرهار: د سرحدي ځواکونو د بلوک قومندان د خپلې قطعې قومندان وژلی

تاند، دوشنبه، د میزان ۱۵مه: په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو په خپلمنځي نښته کې د دغې قطعې یو قومندان وژل شوی دی.

د سیلاب ۲۰۱ قول اردو د عامه اړیکو مسوول هارون یوسفزي په دې اړه وویل، پېښه نن سهار  ۵:۳۰ بجې رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې د سرحدي ځواکونو د قطعې قومندان حمیدالله ځای پر ځای وژل شوی دی: (( لومړی د قطعې او بلوک د قومندانانو تر منځ لفظي نښته شوې، چې په ترڅ کې یې د بلوک قومندان د قطعې پر قومندان ډزې کړې دي او وژلی یې دی.))

د ښاغلي یوسفزي په خبره د قومندان حمیدالله ساتونکو د بلوک پر قومندان ډزې کړې دي چې له امله یې د بلوک قومندان هم ټپي دی او روغتون ته رسول شوی دی.

نوموړی وايي، سیلاب قول اردو یو پلاوی خوږیاڼو ته استولی تر څو د پېښې پلټنه وکړي.

امنیتي ځواکونه دا مهال د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش ډلې په ځپلو بوخت دي.

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"66e56e93-4d6d-412d-840f-9b6175e182aa","recipients":803,"external_id":"23e06abb-6905-8e83-c709-33cd04917c7d","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
803

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸