Categories

اعلان

Loading…

د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پاکستان او طالبانو د ویندویي په جرم له دندې وشړل شو

تاند، یکشنبه، د میزان ۱۴مه: ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي پاکستان ته د طالبانو د سفر د هرکلي او نامسوولانه څرګندونو له کبله له دندې شړلی دی.

د ارګ یوه مؤثقه سرچینه وایي، ښاغلي احمدي د سولې د مذاکراتو او پاکستان ته د طالبانو د سفر اړوند د یوې خاصې کړۍ په اشاره ویلي وو چې دوی په پاکستان کې د طالب پلاوي د تود هرکلي ملاتړ کوي او امید لري چې پاکستان به دا ځل په صداقت د افغان سولې ملاتړ وکړي، چې وروسته د ارګ ویاند صدیق صدیقي وویل دا د ښاغلي احمدي شخصي نظر دی، ځکه د سولې پالیسي د ارګ لخوا وړاندې شوې او ترتیبیږي.

ارګ وایي، ښاغلي احمدي پر ځای اوس په ترکمنستان کې د افغانستان سفیر  میرویس ناب سرپرست ویاند ټاکل شوی چې له دې سره به هم مهاله د بهرنیو چارو وزارت مالي معینیت هم سمبالوي.

ښاغلي احمدي دا څویم ځل و چې د ارګ پر ځای یې د یوې مشخصې ډلې ویاندویي کوله او له ارګ سره یې مخالف دریځ نیولی و.

1,661 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"6d287c6f-2ffd-4eb0-a454-6a383dfdf9df","recipients":805,"external_id":"7bc848ab-fd4e-3ef5-2a3b-c21beeece91b","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
805

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸