Categories

اعلان

Loading…

ولسمشرغني کابل کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ۱۰۰۰ اپارتمانونو ووېشل

تاند، شنبه، دمیزان ۱۳مه: ولسمشرغني نن په ارګ کې د یو لړ جوړو شوو مراسمو په ترڅ کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ۱۰۰۰ اپارتمانونو ووېشل.

دغه اپارتمانونه د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د منسوبینو سربیره د ملي امنیت او عدلي او قضایي مرکز کارمندانو ته د کابل په لاله او سنایي غزنوي ښارګوټي کې چې، د کابل په قصبه سیمه کې موقعیت لري ووېشل شول.

د ښار جوړوني وزارت ویاند حشمت‌ الله ناصري وایي، دغه اپارتمانونه د ۲۰ کلونو لپاره په قسطونو دولتي کارمندانو ته ورکول شول.

ولسمشر غني په دغه مراسمو کې سرتیرو ته په وینا کې وویل چې تاسې ددي خاوري ساتونکي یئ او تاسې ته به خپل حق رسیږي: (( زه چې کله ولسمشر شوم، ماته یې ویل چې په کابل ښار کې دولتي ځمکه نشته، ټولې چور شوې دي ۳۵ زره جریبه ځمکه مو یوازې په چهارآسیاب ولسوالۍ کې پیدا کړه.))

ولسمشر غني په داسې حال کې پوځ ته د ۱۰۰۰ اپارتمانونو ویش پیل کړی، چې څو ورځې وړاندې یې د امنیتي ځواکونو د کورنیو لپاره یو ۱۰۰ بستریز ولادي او نسايي روغتون هم پرانیست.

819 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"5d8e2f07-9578-4937-ab75-830b41e09954","recipients":800,"external_id":"b4d2ae4b-ef0c-7ca4-514c-b5d7f8304ac7","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
800

2 comments

  1. بشر Reply

    اميد دي دهغو شهد فاميل سربازانو او افسرانو ته هم سرپنا او اپارتمانونه ورويشي چه ددې هيواد په لاره کي ئې سرښندنه کړي او نن ورځ ئې فاميل بې سرپنا دئ

  2. Bashir Reply

    دشهيد سربازانو فاميل ته دي هم اپارتمانونه وويشل سي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸