Categories

اعلان

Loading…

غږیزه چاپیریالي ککړتیا او روغتیایي زیانونه یې

لیکنه: د استرلیا د ساینس اکاډمي ژباړه: عدنان نجیبي

دا به یوه تېروتنه وي چې ووایو چې شور او ځوږ روغتیایي ستونزې نه شي جوړولی. که څوک وایي چې له هر څه پرته؛ دا یواځې شور او ځوږ دی چې موږ نهٔ وژني؟ سمه ده؟ شاید وي به.

څېړنو ثابته کړې چې دوامداره د شور او ځوږ اورېدل له ذهني‌فشار، کمې پاملرنې، په کار‌ځای کې د خلاقیت نه شتون، د اړیکو خرابوالي او د بې خوبۍ له امله ستړیا او نورو ستونزو سربېره؛ بیا تر سترو ستونزو لکه د زړه ناورغۍ، یو ډول رواني ناروغي، غوږونو بنګېدل او کڼېدل رامنځ ته کولی شي.

په ۲۰۱۱ کال کې د روغتیا نړیوال سازمان یو ریپورټ نشر کړ چې عنوان یې د چاپېریال غږیزې ککړتیا څخه پیدا کېدونکې ناورغۍ وې. دې مطالعې په سوېلي اروپا کې همدې ډول ناروغانو څخه په لسو کلونو کې په لوړه کچه مالومات راټول کړل.

څېړنې د الوتکو، رېل‌ګاډو او نورو وسیلو او هغه منابعو څخه مالومات تحلیل کړل، چې په لوړه کچه شور او ځوږ تولیدوي؛ بیا یې د همدې پایلو په اړوند د ځوږ او ځېنې روغتیایي ستونزو لکه د زړه ناورغۍ، د خوب ګډوډوالی، غوږونه بنګېدل او نورو تر منځ اړیکې وڅېړلې. د روغتیا د نړیوال سازمان ډلې دا مالومات داسې وکارول چې د ناروغتیا‌وو تر منځ اړیکې یې د اوږدې مودې او په ورځني بنسټ تر لاسه کړې. دا پایلې به مو یو څه حیران کړي.

دوی وموندل چې هر کال یواځې په اروپا کې یو میلیون د روغ ژوند کلونه د غږیزې ککړتیا یا شور او ځوږ له امله خلک د لاسه ور کوي (په دې شمېرو کې د صنعتي سیمو څخه شور او ځوږ نه دی محاسبه شوی). دوی دې پایلې ته ورسېدل چې د چاپېریال غږیزې ککړتیا او شور او ځوږ ته غوږ کېدل، د یو شمېر روغتیایي ستونزو د پیدا کېدلو سبب کېږي او ناوړه اغېزې لري. د ترافیکو یانې ښاري موټرو له امله چې کوم شور او ځوږ تولېدیږي عام ژوند ته دویم ستر ګواښ ښودل شوی (په دې طبقه‌بندۍ کې د هوا ککړتیا لمړی ګواښ دی). د دې څېړنې لیکوالان وایي چې دا هر څه په داسې حال کې دي، څومره چې نورې چاپېریالي ککړتیاوې کمېږي؛ په همغه کچه غږیزه ککړتیا مخ په ډېرېدو روانه ده.

دا موضوع یو څه راښکونکې ده او هغه غږ چې موږ ترې هېڅ تمه نه لرو، اورېدل یې په موږ تر ټولو ډېره اغېزه کوي او په ځانګړي ډول بیا هغه غږونه چې موږ یې د خوب په مهال اورو. د انسان غوږ تر هر څه ډېر حساس دی او هېڅ وخت ارام نه کوي. حتی که تاسې ویده هم یاست، نو غوږونه مو فعال وي؛ غږونه اخلي او ذهن ته یې د بېلابېلو برخو د فلتر لپاره استوي. غوږ د وجود یو داسې غړی دی چې تل فعال وي. سره له دې چې تاسې شاید بیخي خبر نه یاست، چاپېریالي شور او ځوږ لکه ترافیکي غږونه، د الوتکو درانه اوازونه یا هم موسیقي چې د ګاونډي له کوره یا بل ځایه څخه یې اورئ، ستاسې په ذهن کې پروسس کېږي او ستاسې وجود د دوی په وړاندې په بېلابېلو برخو کې د اعصابو له لوري غبرګون ښايي.

د دې څخه ډېر ښکاره یې د خوب خرابېدل دي، چې دا بیا ستړي کېدلو، د یاداشت خرابېدل، خلاقیت، د قضاوت کولو وړتیا خرابېدل او په پای کې د سایکولوژیکي ستونزې را منځ ته کېدو لامل کېږي. دا څېړنه ښايي هغه خلک چې هوايي ډګرونو یا هم مصروفو سړکونو ته نږدې ژوند کوي، د سر درد ډېرې ستونزې لري او د خوب لپاره ډېری وخت ګولۍ کاروي؛ دوی همدارنګه د سایکولوژیکي تدواۍ پسې هم ډېر ګرځي.

خو له دې هم خرابې پایلې شته، حتی که تاسې ویده هم یاست؛ نو دوامداره شور او ځوږ د وجود د فشار ځواب جوړوي؛ چې دا چاره د وینې فشار او د زړه ضربان ډېروي. دا همغه ځواب دی چې شور او ځوږ د زړه د ناروغیو سبب کېدلی شي.

د هارورډ پوهنتون یو ډاکټر اورفیو بوکسټون چې د خوب پوهاند دی، یوه څېړنه کړې وه. نوموړي د خوب په مهال د لسو ثانیو لپاره یو شمېر کسانو ته د غږ کوچني کلپونه چالان کړل. ده دا څېړنه په لسو رضاکاره کسانو وکړه، بیا یې د دوی د اعصابو څپې مطالعه کړې او د کلېپونو د چالانېدو په مهال یې د اعصابو فعالیت وڅېړه. دا مطالعه یواځې په هسپتال کې د شور او ځوږ د اورېدو لپاره تر سره شوې وه، چې خبرې کول، د موبایل زنګ وهل، د دروازو بندول، د ماشینوو اوازونه، د تشناب غږونه او د خلکو تر منځ د ښاري ترافیکو غږونه په کې شامل وو؛ ډېری د دې اوازونو څخه هغه اوازونه دي چې موږ یې په ښاري سیمو کې اورو.

غږ د ورځني ژوند یو مهم او اړینه برخه ده، خو کله چې غږ په شور او ځوږ بدلېږي؛ نو زموږ په ذهني او فزیکي روغتیا منفي اغېز کولی شي. د عصري ژوند یانې هغه غږونه او شور و ځوږ چې په نړۍ کې تولیدېږي په یو وار نه شي بندېدای. د دې په ځای اړینه دا ده چې موږ باید وپوهېږو، چې غږیزه ککړتیا یوه مضره روغتیایي ستونزه ده او زموږ له لوري په پاملرنې کولو او داسې لارو چارو پیدا کولو ارزي چې شور او ځوږ راټیټ او اغېزې یې را کمې کړو.

پیل یې باید له کوم ځای نه وکړئ، فکر ته اړتیا لري.
لیکنه: د استرلیا د ساینس اکاډمي ژباړه: عدنان نجیبي
تړونی: https://www.science.org.au/curious/earth-environment/health-effects-environmental-noise-pollution

737 total views, 7 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"f4f58b29-527c-47d5-832a-230d9bc92f7d","recipients":800,"external_id":"203e6be6-d7c8-a52c-bb00-8d06388f8b74","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
800

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2