Categories

اعلان

Loading…

خلیلزاد د افغانستان د سولې پر پروسې د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی

تاند-(سې شنبه، د میزان ۹) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن (سې شنبه) اسلام اباد ته ورسېد.

له ده سره په دې سفر کې یو شمېر نور امریکایان هم ملګري دي.

د پاکستان آی آر وای نیوز تلویزیوني چاینل وايي چې زلمی خلیلزاد به د پاکستان د سفر په لړ کې له جګپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره وویني او د افغانستان د سولې د پروسې پر انکشافاتو به وږغېږي.

آی آر وای تلویزیون همداراز وايي چې خلیلزاد به د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته لاړ شي او له پاکستاني چارواکو سره به مشورتي غونډې ولري.

خلیلزاد وروسته له دې اسلام اباد ته ځي چې له چینايي چارواکو سره یې د افغانستان د سولې په اړه په پیکینګ کې خبرې وکړې.

خلیلزاد په نیویارک کې د عمران خان د اوسېدو هوټل ته ورغی

ده د تېر سپټمبر په ۲۲ نېټه په نیویارک کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره کتلي وو.

خلیلزاد له طالبانو سره نهايي موافقې ته نژدې شوی و خو په وروستیو شېبو کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له طالبانو سره خپلې خبرې لغوه کړې.

1,656 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"147f6395-9eb4-4a90-bfe4-88c8cca8c1ac","recipients":789,"external_id":"44f27911-3abc-b203-48af-e169e4c32a1d","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
789

1 comment

  1. ګل محمد نوری Reply

    طالب چارواکی هم له د ملابرادر په مشری پاکستان ته راغلی دی او داسی هم ویل کیږی چی خلیلزاد مخکی له پاکستان چین ته هم تللی چی پاکستان ته له چین مستقیم راغلی معلوم نده چی کابل ته به سفر وکړی کنه یا قطر ته به لاړ شی یا خیر خو داسی ښکاری چی امریکا په خپله خبره پښیمانه شوی اوداسی انګیری چی ۳۰ میلیونه نفوس د افغانستان که له دوه میلیون زیاتو خلکو په ټاکنو کی هم برخه نه وو اخیستی چی دلته دولت بیا د ۲ میلیون رایو په اساس مینځ راغلی بلل کیږی نو کیدای شی امریکا تصمیم نیولی چی بیرته په سولی باندی کار شروع کړی او افغان دولت پدی حساس وخت کی زخمی ګوتی ونیسی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2