Categories

اعلان

Loading…

په چمن کې د مولانا فضل الرحمن د ګوند پر دفتر چاودنه شوې

تاند، یکشنبه، د میزان ۷مه: د بلوچستان په چمن ښار کې ریموټ کنټرول بم چاودنې د مولانا فضل الرحمان نږدې ملګری او د جمعیت علمای اسلام ایالتي مشر له دریو کسانو سره یو ځای وژل شوی او ۸ نور ټپيان دي.

پولیس وايي، چاودېدونکي توکي په یو موترسایکل کې ایښودل شوي او بیا د مولانا فضل الرحمن د نږدې ملګري مولانا محمد حنیف د دفتر مخې ته درول شوی و.

د ځايي پولیسو د سرچینو په خبره کله چې مولانا حنیف په چمن تاج روډ سیمه کې له خپل دفتر څخه د راوتو په حال کې و، چې چاودنه پرې شوې او نږدې ولاړ موټر کې د اورلګېدو له کبله شاوخوا درې کسان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند بیا ویلي، مولانا محمد حنیف روغتون ته په لاره د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

عیني شاهدان وايي، چاودنه دومره زوروره وه چې شاوخوا دوکانونو او نورو دفترونو ته یې هم زیان اوښتی دی.

بلخوا د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمن د خپل ایالتي استازي او نږدې ملګري محمد حنیف په مشرۍ ژوره خواشیني ښودلې ده.

مولانا فضل الرحمن او ګوند یې هغه خلک دي چې په افغانستان کې یې تل د طالبانو جګړه افضل او د خپلواکۍ جهاد بللی دی.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

1,420 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
uuid:
37d15413-da6e-d4b7-0b98-a67f67daa800
response_body:
{"id":"29f80021-bd9c-46c7-a824-abf674d8018d","recipients":780,"external_id":"37d15413-da6e-d4b7-0b98-a67f67daa800","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
780
notification_id:
29f80021-bd9c-46c7-a824-abf674d8018d

3 comments

  1. ګل محمد نوری Reply

    د آزادی رادیو د معلوماتو له مخی جمعیت ډلی غوښتل چی راتلونکی میاشت کی په اسلام آباد کی لاریون وکړی چی لدی ښکاری دا کار د پنجاب پوځ او څارګری اداری کړی.

  2. فهیم Reply

    کاشکی دا سپی خپله پکی مردار شوی وای

  3. AB Nangyali Reply

    عبدالرحمن بابا وایي (رحمه الله ) :
    کوهی مه کنه د بل سړي په لار کې
    چرې ستا به د کوهي په لاره لار شي
    چې څنګه یې بل ته بمونه ایښودل ، د بل انسان د وژلو جواز یې ورکړی و ، نن په همغه رنګ او په همغه جواز دوی هم وژل کیږي .
    آیا دا وخت د عبرت او د انسانیت پیژندنې ندی ، چې دوی په ډیر بې شرمۍ سره خپل افغان وروڼو وژنه جهاد او شهادت ګڼي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸