Categories

اعلان

Loading…

بریټانیا: نوماندان دې له وخته مخکې د بریا دعوې نه کوي، کمېسیون دې خپل کار ته پرېږدي

تاند، یکشنبه، د میزان ۷مه: په کابل کې د بریټانیا سفارت د ولسمشرۍ له نوماندانو غوښتي چې له وخت څخه مخکې دې د بریا ادعاوې نه کوي او د ټاکنو کمېسیون دې پرېږدي تر څو د رڼو پایلو د اعلان لپاره بې پرې  او اغېزناک کار وکړي.

 د انګلستان سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ټول نوماندان او پلویان یې باید له وخته مخکې د خپلې بریا دعوې ونه کړي او نه دې هم د درغلۍ داسې ادعاوې کوي چې ثبوت یې ونلري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د انګلستان د سفیر مرستیال د کابل ځینو ټاکنیزو مرکزونو ته ورغلی او هیله یې ښودلې وه چې دا ځل به پراخ تخنیکي اقدامات د درغلۍ مخه ونیسي.

 دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې له دوه ځلې ځنډېدو او مهالویش د تغیر څخه وروسته تېره ورځ د میزان په ۶مه ترسره شوې.

په دغو ټاکنو کې تر اوسه د اشرف غني ډلې، ګلبدین حکمتیار او حکیم تورسن د بریا دعوه کړې ده.

880 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
uuid:
6d836a00-537d-acc0-f1e7-c55a8ae7ef00
response_body:
{"id":"ee9a257f-5752-4173-93b2-b35d20e0a839","recipients":783,"external_id":"6d836a00-537d-acc0-f1e7-c55a8ae7ef00","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
783
notification_id:
ee9a257f-5752-4173-93b2-b35d20e0a839

1 comment

  1. غ.حضرت Reply

    څه در ته ووایم شریکه
    دلته زما د مورکی بچان نام خدا ډېر دی هغه هم په ډول ډول افکارو مجهز
    یو د مور بچی می ستا پر جان لاک مین دی
    بل پر شکسپېر مین دی
    بل پر ویلسټون چرچل مین دی
    بل پر آکسفورډ پوهنتون مین دی
    البته آکسفورډ سټریټ دی جلا مینان لری
    بل پر بیګ بین او بی بی سی مین دی
    بل د پارلمان پر ودانۍ او د ننه په ودانۍ کی پر جادوئی تعاملاتو او کړنو مین دی
    البته پر ډیانا باندی مینان ډیانا غوندی په فزیکی یا روحی توګه تقاعد ته سوق سوی دی
    لنډه دا چی په هر قشر کی ستا مینان دلته غونځیږی او جالبه داده چی تر څلورو لسیزو مخکی پوری حتی همدا نن ستا مختلف مینان یو بل ته بد رد وائی
    ښه خیر
    دا مسئله به د عقیدې او بیان او سلیقې د آزادی په ظرفیت کی محاسبه سی او کوم جرم به و نه شمېرل سی
    خو
    هغه څه د هر دردمن انسان او افغان د نور درد لامل ګرځی دا دی چی
    ولی زموږ روشنفکر قشر خپله تاریخی حافظه له لاسه ور کړېده؟
    همدا دوې پېړۍ او لسیزی او کلونه او میاشتی او هفتې او ورځی چی ستا په رنګینو رنګه دی( زموږ د تاریخ پاڼی ) ولی د عبرت وړ نه دی؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸