Categories

اعلان

Loading…

عمران خان: القاعد موږ روزلې، د مذاکراتو لغوه کولو نه وړاندې باید مو جریان کې وای

تاند، سه شنبه، د میزان ۲ مه: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو شورا ته په وینا کې اقرار کړی دی چې د پاکستان پوځ او استخباراتو د افغانستان لپاره القاعده ډله روزلې وه، خو په وینا یې اوس د افغانستان بحران نظامي حل لاره نه لري.

نوموړي ویلي، القاعدې له پاکستاني پوځ سره ژوره اړیکه لرله، خو د سپټمبر له یوولسمې وروسته پاکستان ۱۸۰ درجې تغییر وکړ او په افغانستان کې یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا خوا ونیوله، په داسې حال کې چې د پوځ هیڅ غړی ورسره موافق نه و.

عمران خان ویلي، له طالبانو سره هوکړه بیخي نږدې شوې وه خو تر لغوه کولو وړاندې یې باید د امریکا ولسمشر پاکستان ته خبر ورکړی وای چې څه خبره شوې ده؟

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان تېر ماښام له ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې له طالبانو سره د خبرو د بیا پیلولو غوښتنه کړې ده.

عمران خان له ولسمشر ټرمپ سره یو ځای یوې خبري ناستې ته وویل، په افغانستان کې ثبات په پاکستان کې د ثبات په معنا دی‌ او له ښاغلي ټرمپ یې غوښتنه وکړه چې له افغان طالبانو سره د سولې خبرې بېرته پیل کړي.

ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې داسې کومه ژمنه ونه کړه چې ګواکې طالبانو سره به د سولې خبرې بېرته پیلوي، خو دومره یې وویلګورو به چې څه کېږي؟

خان

862 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
uuid:
3efcf39d-cb80-0442-b280-b3c9bba47806
response_body:
{"id":"b57adb6e-ec55-41a9-b5fd-9436d1cbee24","recipients":773,"external_id":"3efcf39d-cb80-0442-b280-b3c9bba47806","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
773
notification_id:
b57adb6e-ec55-41a9-b5fd-9436d1cbee24

4 comments

  1. سلیم Reply

    یوازې القاعده یې نده روزلې، ټول جهادی جنایتکار تروریست تنظیمونه یې د سی ای ای په فرمایش وزیږول و وروزل – له اورمغزي ترهګرګلبدین، سیاف بن لادن، لغړ مسعوده رانیولې تروحشي ملاعمر او اوسنیو وژوونکیو مذهبي رباټانو

  2. غلام حضرت Reply

    دا توری کړنی خو یوازی د شاګرد هنر! دی
    استاد ئی تر دی لا ستر ستر هنرونه ! تر سره کړی دی
    د روسئی په قلب کی د مارکسیسټی مفکری د غلطی وینی تزریق او ددی مفکوری ترویج او تعمیم (خصوصاً زموږ غوندی هیواد کی ) او بیا بیرته ددی وینی تصفیه او د شوروی د بدن هر اړخیزه جراحی د بشری تاریخ د وروستیو لسو پېړیو د حیرانوونکو شهکاریو څخه یو شهکار ګڼل کیږی

  3. Dr.Atal Reply

    تروریستان روزل، ګاونډی او بشریت تباه کول؛ آیا انسانی کار دی؟
    نو مطلب دا چی ۱۱ سپتمبر حمله پر آمریکا تاسی کړیده .
    آیاانسان او بیا مسلمان پر جنایت او تباهی افتخار کولی شی؟
    اوس غیر لدی کوم بل بزنس نلری؟
    حال دا چی اسلام وایی: خیرالناس من ینفع الناس او من مشی مع الظالم لیقویه و هو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام

  4. ګل محمد نوری Reply

    کله چی پاکستان پوځ او استخبارات پوه شی چی افغانان لدی استخباراتی جګړی او زما په چال ټول نړی پوه شوه نو بیا د عمران خان یا پرویز مشرف په واسطه په رسانیو کی یا کنفرانسونو کی خبری کوی

    سوال داده چی پاکستان اسلامی هیواد که کافر؟
    کچیری مسلمان وی نو ولی یی له کفر سره مرسته وکړه او اسلامی امارت یی نسکور کړ؟
    کچیری کفری نظام وی نو ولی طالبان ددی پر ځای چی افغانستان کی جنګ کوی مګر په پاکستان کی شپی تیروی چی هله افغانستان کی کفری نظام دی در حالیکه چی د امریکا آډی هم هلته شته او زیاتره حمله له همغه ځای دلته پلان ګذاری کیږی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2