Categories

اعلان

Loading…

امنیت شورا د طالبان لخوا د زرګونه قومي مشرانو او علمي کادرونو د وژنې مستند لېست خپور کړ

تاند، دوشنبه، د میزان اوله: د ملي امنیت شورا په افغانستان کې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۹ پورې د طالبانو د ولسي مشرانو، ملکیانو د وژنې او جنایتونو پېښې مستندې کړي او دا هر څه یې د یو کتاب په ډول خپاره کړي دي.

د دې کتاب د مخکتنې د مراسمو په څنډه کې د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل تاند ته وویل، په دې کتاب کې د ټولو هغو ملکي کسانو په تړاو د پېژندنې اسناد راټول شوي چې قومي مشران، علمي کادرونه، دوکتوران، ماستران، انجینران، روغتیايي کارکوونکي، ښوونکي، خبریالان، دولتي مامورین او په نورو عام المنفعه کارونو باندې بوخت کسان وو، خو طالبانو په دغو کلونو کې په هدفي ډول وژلي یا یې تښتولي او وژلي یي دي.

ده زیاته کړه«په دې کتاب کې د هر وژل شوي نوم، د پلار نوم، ولسوالي، کلی، دنده، د زده کړو درجه، د وژل کېدو څرنګوالی، ځای او نېټه په مستند ډول د اسنادو او شواهدو په اساس لیکل شوی دی.»

 د کبیر حقمل په خبره دا مستند کتاب یې ځکه خپور کړی چې د طالبانو جنایتونه تاریخ ته پاتې شي او له راتلونکو نسلونو پټ نشي: «هدف مو دا دی چې دا جنایتونه نور باید پټ پاتې نه شي او د خلکو له ذهنونو ونه وځي.»

د امنیت شورا ویاند زیاته کړه د دغې کتاب یوه یوه کاپي به  ټولو بشري نړیوالو او کورنیو بنسټونو، کورنیو او نړیوالو محاکمو، ملګرو ملتونو او هاګ د جنګي جرمونو محکمې ته وسپارل شي او غوښتنه به ترې وکړي چې د طالبانو د دغو جنایتونو پوښتنه وکړي او له هغوی سره د بې ګناه وګړو د وژنې حساب و کتاب وشي.

 د امنیت شورا دفتر وايي، د زرګونه جایتونه په نوم د دغه کتاب نورې برخې به هم خپرې کړي: (( موږ پر خلکو ځانګړې فورمې ویشلې دي چې د طالبانو په لاس د وژل شویو خپلوانو کره معلومات له موږ سره شریک کړي، تر څو د طالبانو جنایتونه مستند کړای شي.))

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په یو ټویټ کې ویلي، په تېرو اتلسو کلونو کې طالب وسله والو د ده په وینا هغه منحوسې او منفورې څېرې وژلې دي چې امریکايي ډول ته نڅېدل: (( د اسلامي امارت مجاهدینو هیڅ ازاد او بې پرې افغان نه دی وژلی، د جنایتکارانو او امریکايي غلامانو وژل فریضه ده چې زموږ تاریخونه به پرې وویاړي.))

 دا په داسې حال کې ده چې پر طالبانو د تر ټولو زیاتو ملکي وژنو ملامتیا ور اچول کېږي، څه موده وړاندې راپورونه خپاره شول چې طالبانو په تېرو پنځلس کلونو کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته له ۳ زرو څخه زیات قومي مشران وژلي دي.

1,538 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
uuid:
38a47d4d-410e-c839-d3a0-36f9e3be8018
response_body:
{"id":"49be7e64-4706-4151-ad67-b4189846db7a","recipients":767,"external_id":"38a47d4d-410e-c839-d3a0-36f9e3be8018","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
767
notification_id:
49be7e64-4706-4151-ad67-b4189846db7a

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2