Categories

اعلان

Loading…

چارواکي: طالبانو د تخار خواجه غار کې پر ۸ کلنې نجلۍ جنسې تېری کړی دی

تاند، دوشنبه، د میزان اوله: د تخار ځايي چارواکي وايي، طالبانو د دې ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د ښوونځي پر یوه ۸ کلنه زده کوونکې ډله ییز جنسي تېری کړی دی.

د تخار د والي ویاند جواد هجري پېښه تاییدوي او وايي، سیمې ته یې د لا زیاتو پلټنو لپاره یو پلاوی استولی دی.

بلخوا د خواجه غار ولسوال محمد عمر هم وايي، چې پېښه د قروق کلي کې شوې چېرته چې طالبان حاکم دي.

 نوموړی وايي، اوس مهال د جنسي تېري ښکار شوې نجلۍ روغتیايي وضعیت ښه نه دی او طالبانو یې هم کورنۍ ته اجازه نه ده  ورکړې چې روغتون ته یې ورسوي.

بلخوا د تخار د پوهنې ریاست ویلي، پر دغې ۸ کلنې نجلۍ ۳ طالب جنګیالیو ډله ییز جنسي تېری کړی دی او دا پېښه ورته ټکان ورکوونکې ده.

طالبانو بیا د دغې کمسارې پېښې په تړاو لا تر اوسه  څه نه دي ویلي.

765 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
uuid:
16f4890c-ef83-3f2d-b984-49012bcb97f1
response_body:
{"id":"bc29a42d-087c-463e-b3ec-1fd1fe81b1e1","recipients":770,"external_id":"16f4890c-ef83-3f2d-b984-49012bcb97f1","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
770
notification_id:
bc29a42d-087c-463e-b3ec-1fd1fe81b1e1

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸