Categories

اعلان

Loading…

کابل کې د نړیوال بانک پخوانی رئیس وايي، له مرستندویانو سره د غني اختلاف پيدا شوی

تاند، دوشنبه، د میزان اوله: په افغانستان کې د نړیوال بانک د څانګې پخوانی رئیس ویلیام برډ د افغان حکومت او بهرنیو مالي مرستندویانو ترمنځ د اختلافاتو خبر ورکړی دی.

 د ښاغلي برډ په خبره، د افغان حکومت او نړیوالو مرستندویانو تر منځ د اختلاف لوی لامل دا دی چې حکومت ورته یو طرفه وړاندیزونه ورکوي.

د ویلیام برډپه خبره اختلافات هغه مهال پیل شول چې افغان حکومت په یو طرفه ډول د اقتصادي ودې لپاره په نړیوالو کنفرانسونو کې وړاندیزونه وکړل او ولسمشر غني په ناڅاپي ډول په کلیدي وزارتونو لکه مالیه وزارت، سوداګرۍ وزارت، کانونو وزارت او نورو کې تغییرات راوستل او دا  بدلونونه د ټاکنو په رارسېدو سره اصلاحات نه بلکې سیاسي وانګیرل شول.

 نوموړی وايي، دا اختلافات د جنیوا کنفرانس کې د ۲۰۱۸ کال د نوامبر له میاشتې راپيل شول.

 ویلیام برډ په خپله یوه تازه لیکنه کې د تدارکاتو پر کمېسیون د امریکا نیوکې ته په اشاره ویلي، د تدارکاتو کمېسیون هر څه متمرکز کړي دي او دا کار فساد هم متمرکز کوي.

 نوموړي ویلي، د افغان حکومت لپاره ښه لاره دا ده چې د وزارتونو له سیاسي کولو لاس واخلي او د جامع اقتصادي پلان له مخې مخته ولاړ شي.

656 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
uuid:
6825e08c-4782-9946-3504-c08f3f5c7733
response_body:
{"id":"fe82469f-ae9b-42b8-919e-ea25b96fb8a2","recipients":766,"external_id":"6825e08c-4782-9946-3504-c08f3f5c7733","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
766
notification_id:
fe82469f-ae9b-42b8-919e-ea25b96fb8a2

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2