Categories

اعلان

Loading…

سوله او جنګ په یوۀ مېز باندې

لیکنه: مقتصد ستړی
سوله د ولسونو اساسي غوښتنه ده او ولس غواړي هغه پرېکړې چې ددوی په اړه کېږي او یا هغه اندېښنې چې ولس یې لري، باید ځواب شي.
که چیرې د افغانستان ولس ته د سولې په نوم یوه بله جګړه ورکول کېږي، دا هیڅکله موږ ته د زغملو نه ده، هرڅه چې وي باید روښانه او د ولس په وړاندې څرګند وي، امریکا او طالبان دواړه د افغانستان په اوسنۍ جګړه کې ښکېل دي او باید نور دا خونړۍ جګړه پای ته ورسېږي.
ولس هوښیار شوی او دا د ټول ولس غږ دی چې «موږ چاته تسلیمي نشو ورکولای او تر هغې چې د سولې مذاکرات پایلې ته ونه رسېږي او دایمي اوربند اعلان نشي، موږ د خپلې هر لوېشت خاورې څخه په قوت او عزت دفاع کوو.»
اوسني وضعیت ته په کتو سره داسي ښکارې چې امریکا او طالبانو د افغان وطن د ورانولو په موخه خپل منځې سوله کړې ده او د یو نوې پلان له مخې په دې هیواد کې ددایمې اوربند پرځای تر نامعلومې نیټې پوري د جګړې بنیاد ږدي یا هم هڅه کوي د ولسواکۍ را روانې ټاکنې سبوتاژ کړي.
 د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د چمتووالي په ترڅ کې خونړۍ امنیتي پېښې هغه څه دي چې خلک یې ددې ډموکراتیکې پروسې په اړه اندېښمن کړي،  د یوې توطیې له مخې د ولسمشر غني چې ددې پروسې په اتلسو سیالانو کې مخکښ نوماند دی او اکثریت افغانان یې ملاتړ کوي، د بدنامولو هڅه روانه ده او له بېلا بېلو لارو مخالف قوتونه ددې ملي پروسې په وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي.
د نړۍ لپاره د افغانستان امنیت او ثبات ارزښت پیدا کړی او افغانستان اوس د خپلو ګټو په پاللو بوخت دي تر څو دښمنان لږ او دوستان ډير کړي، دا په داسې حال کې چي برحاله حکومت ټاکنو ته له سولې لومړیتوب ورکوي او ټينګار کوي چې ټاکنې باید په خپل وخت تر سره شي چې راتلونکی ولسمشر په پوره واک د سولې لپاره پریکړې وکړي او دا د افغان ولس غوښتنه هم ده.
کله چې امریکا خپلې ګټې په خطر کې ولیدلې او په دې پوه شول چې افغانان سوله خپل ملکیت ګڼي او هیڅکله د پردې تر شاه پټو خبرو ته قانع نه دي له طالبانو سره یي خبرې لغوه کړې.
د طالبانو همدا شرم بس دی چې له خپلو وروڼو سره بین الافغاني مذاکراتو ته نه کېناستل او د خودغرضه امریکا او پاکستان هره پرېکړه یې دځان په خیر ګڼله.
نبي علیه السلام چې به کله خپل صحابه کرام چیرته دجنګ لپاره لېږل، د دوی امر ته به یي هرځل ضرور او په خاصه توګه ‏دا خبره کړه چې { لَا تَقْتُلُوْا شَیْخًا وَّلَا طِفْلًا وَّلَا صَغِیْرًا وَلَا اِمْرَاۃٌ} یانې کوم سپین ږیری، ماشوم، کم عمر او ښځه مه وژنئ خو طالبان او نورې ټولې تروریستي ډلې چې د اسلام تر نامه لاندې د جنګ پروژې مخې ته وړي تل په دا ډول بې ګناه وژنو کې لوی لاس لري.

543 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
uuid:
fffce260-b382-05d7-13de-b0a37c390928
response_body:
{"id":"a7cf56f5-5d88-471e-b2b0-adc2e9481746","recipients":760,"external_id":"fffce260-b382-05d7-13de-b0a37c390928","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
760
notification_id:
a7cf56f5-5d88-471e-b2b0-adc2e9481746

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2