Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان پوځ: د جماعت اسلامي مشر باید رسماً بخښنه وغواړي

تاند- د پاکستان استخباراتو د دغه هیواد د جماعت اسلامي ګوند پر مشر په دې خاطر نیوکه وکړه چې د طالبانو د تحریک وژل شوی مشر حکیم الله مسود یې شهید بللی دی.

د پاکستان د پوځ د استخاباتو د ادارې ویندوی د جماعت اسلامي ګوند د  امیر سید منور حسن له لوري په یوه تلویزیوني خپرونه کې حکیم الله مسود ته شهید ویل غیر مسوولانه او د انحراف سبب وباله او د نوموړي دا خبره یې په کلکه وغندله.

د جماعت اسلامي امیر سید منور حسن د طالبانو د تحریک مشر حکیم الله مسود، چې د نوومبر په لومړۍ نېټه د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، شهید بللی و.

خو د پاکستان آی ایس آی وايي چې دا ډول څرګندونې د زرګونو پاکستاني پوځیانو او بېګناه ملکیانو بې عزتي ده.

د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې د ویندوی له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د شهیدانو کورنۍ او د هغوی قربانۍ د سید منورحسن تایید او تصدیق ته اړتیا نه لري.

پاکستاني طالبانو د خپل مشر په وژنه کې د پاکستان پوځ او استخبارات په رول لرلو تورن کړي او ویلي یې دي چې خپل غچ به د پنجاب په شمول په ټولو سیمو کې له پوځ او حکومتي چارواکو څخه واخلي.

د آی ایس آی د ویندوی له قوله ویل شوي چې د جماعت اسلامي ګوند د امیر له لوري حکیم الله مسود ته شهید ویلو د پاکستان د عامو خلکو او پوځ د «شهیدانو» د کورنیو احساسات ژوبل کړي او سید منور حسن باید په دې خاطر بخښنه وغواړي.

د پاکستان پوځ له جماعته اسلامي څخه دا غوښتنه هم کړې چې د خپل امیر د څرګندونو په اړه د ګوند رسمي دریځ اعلان کړي.

تر دې مخکې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن هم د دغه هیواد په پارلمان کې ویلي و چې حکیم الله مسود ته د دې لپاره شهید وايي چې امریکایانو وژلی دی. فضل الرحمن ویلي و، هر څوک چې د امریکایانو له لوري ووژل شي هغه ته شهید وايي. د اسلام اباد لوړې محکمې (استیناف) د فضل الرحمن پر خلاف د دوسیې د جوړولو اعلان وکړ. د محکمې قاضیانو ویلي چې مولانا فضل الرحمن د اسلام سپکاوی کړی دی.

جماعت اسلامي او جمعیت علمای اسلام د پاکستان د ځینو نورو مذهبي ګوندونو په شان له پوځ سره نژدې اړیکې لري ځکه چې دواړه خواوې په افغانستان او هندوستان کې ګډ هدفونه تعقیبوي.

42 total views, 1 views today

5 comments

  1. ahmad Reply

    هیله ده چې دغه منافقین چې لاسونه یې د میلیونونو افغانانو په وینو سره دي پخپلو کې د ځناورو په څېر سره وخوري.

  2. دانگ پیلی Reply

    هاهاهاها داچنگه خبری آورم داچه وینم داچه ویل کیزی دا چه دول پالیسی ده. هاهاهاهاهاهاها

  3. fahim Reply

    دا هسی د پاکستان او پنجابیانو دسیسي دي
    دوی نه له خدای ویریږی نه له رسوله اونه له قرانه
    که داسې نه وی نو دا حالت چې دی تورمخو پنجابیانو په افغانستان راوستی کله به هم په مسلمان یا کافر رانشی.
    خدای دی دوی هم د مسود په شان خپل په سزآ ورسوی

  4. خالقداد روښان Reply

    هاهاهاهاهاها دخندا ځاي دي په قران

  5. ډاکتر عبدالواسع احمدزی Reply

    ډیر ښه کاری کړی ده پریږدی چی هغه خلکوته دشهید خطاب وشی چی آی اس آی ته سرخوږی پیدا کوی دا ډیره ښه خبره ده هغه څوک چی دپاکستان خلاف جنګیګی هغه ته شهید وویلی شی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *