Categories

اعلان

Loading…

آيا خلجيان او غلجيان  يو ټبر دی؟

آيا خلجيان او غلجيان  يو ټبر دی؟

ليکوال: داکتر  نور احمد خالدي

ژباړن: تمهيد سيلاني 

۲۰۱۹ د جنوري ۱۴

په دې ليکنه کې لاندې مطالب لوستلی شئ.

آيا خلجيان او غلجيان يو ټبر دی؟ آيا خلجيان، ترکان دي؟ د تاريخ په بهير کې د خلجيان موقعيت او کړنې. خلجيان د افغانستان په کوم ولايت پورې اړوند دي؟ د خلجيانو په هکله د نړيوالو او کورنيو تاريخ ليکونکو آندونه. د خلجي کلمې د تاريخي ريښې څېړنه او د خلجي ټبر د اصليت او تاريځي شاليد او نورو موضوعاتو په هکله په دې څېړنيزه ليکنه کې لوستلی شئ.


د تېر زېږديزکال ( ۲۰۱۸ جنوري ) په پيل کې د هندي (( پدماوتي)) فلم په خپرېدو سره يو ځل بيا د علاء الدين خلجي نوم د خلکو په خولې کې ولوېد چې په پايله کې په نړۍ کې مېشتو افغانانو او د هند د نيمې وچې وګړو تر منځ د خلجي لړۍ په هکله لېوالتيا بې سارې زياته شوه. پدماوتي؛ يو هندي حماسي فلم دی. ددې فلم چار سمبالی سنجي ليلا بنسالي دی. دا فلم چې د ملک محمد جياسي د يو حماسي شعر پر بنسټ جوړ شوی دی، د کره کتونکو لخوا ډول ډول وارزول شو. دا په داسې حال کې ده چې د دې فلم صحنه سازي، سينماتوګرافي او د خلجي په جامه کې د بازي سنګ لوبېدل وستايل شول، په عين وخت کې د داستان منتقيدينو د فلم  پر اجرأ او اوږدوالي نيوکې وکړې، په ځانګړې توګه د سلطان علاءالدين خلجي کلشه ئي تمثيل د يو خونخوار مسلمان واکمن په توګه، د حق پرجانب هندي واکمن رتن سنګ پر وړاندې، د کره کتونکو له نیوکو سره مخامخ شو. که څه هم دا فلم د هندوستان په ځينو ايالتونو کې د ليدلو لپاره وړاندې نشو، خو په ټوليزه توګه د اقتصادي عوايدو له مخې ښه بريالی هندي فلم ګڼل شوی دی چې عوايد يې ۸۱ ميلیونه امريکايي ډالرو يا ۵،۸۵ کروړه هندي روپيو ته رسيږي.

د پدماوتي فلم په ليدلو سره ډېری کسان غواړي پوه شي چې خلجيان څوک وو، په فلم کې داسې ښيي چې خلجيان له افغانستانه راغلي وو. ټول ليکونکي هم تر دې دمه په همدې آند دي چې خلجيان له افغانستانه راغلي وو. مګر دا چې د قوميت په لحاظ د دوی ريښه څه وه، د څېړنې او بحث وړ موضوع ده. ځينې کسان خلجيان ترکان بولي، خو ځينې (سونيل ګمار، ۱۹۹۴ م ص ۳۶) له دې نظر سره موافق نه دی. دی خلجيان همدا نني خلجيان، غلجايان يا غلزايان بولي.

اسدالله ابوبکر ليکلي: ((لکه څنګه چې ګورو، غلزايي پښتنو د افغانستان په جوړښت يا تشکيل کې بنسټيز رول لوبولی دی، د افغانستان تاريخ د غلزيانو له بشپړې پېژندې پرته به نابشپړه وي ( غلزايي افغانان او د پښتونخوا لوری ). د دې سکالو د لا ښې پوهېدنې لپاره يوې ارزښتمنې  تاريخي څېړنې ته اړتيا ده. 

تاريخي شاليد

د اتيمولوجي (Etymology) يا د ريښې پېژندنې په رڼا کې ويلی شو، چې د غلجی ويی ( لغت ) د ( غر- زی ) څخه اشتقاق شوی دی، چې د ( غرونو بچی) معنا ورکوي. غلجيان؛ چې د غلزائي، غلزی، وغرزی په  نومونو مشهور دي، د پښتون ټبر يو لويه برخه جوړوي. په ټوليزه توګه نن په افغانستان،د ډيورند کرښې هاخوا، خيبرپښتونخوا او ټوله نړۍ کې د غلجايي ټبر شمېر تر ۳۵ ميليونه کسانو زيات اټکل شوی دی. د غلجايي ټبر وګړي د ډيورند کرښې هاخوا، خيبر پښتونخوا او د افغانستان په شرقي  ولايتونو( لغمان ، ننګرهار، کنړ او نورستان ) او جنوبي ولايتونو( لوګر ، وردګ، پکتيا، خوست او پکتيکا ) کې ژوند کوي. د افغانستان اکثريت کوچيان، غلجايي ټبر پورې اړوند دي. د غلجايي ټبر مشهورې ښاخې عباردت دي له؛ منګل، ځاځي، تره کي،شينواري، وزير، خوګياڼي ، هوتک، محسود او داسې نور… دوی په بېلابېلو دورو کې د افغانستان پرخاوره واکمني کړې، له زرم زېږديز کال څخه تر ۱۷۷۴ زېږديز کال پورې د قدرت واګې د غلجيانو په لاس کې وې، له دې وروسته د قدرت واګې درانياتو ته ور په برخه کې شوې. غلجيان د پښتنو تر ټولو بانفوسه ټبر وو. غلجيانو د ۱۷۰۹زېږديز کال څخه تر ۱۷۳۸ زيږيز کال پورې د هوتکو امپراتورۍ جوړه کړه. دوی لومړی په کندهار، ورپسې په اصفهان او فارس او همدارنګه بېرته په کندهار کې واکمني وکړه. آزاد خان غلزايي وروسته له نادر افشار څخه د يو څو مودې لپاره د ايران پر آزربايجان واکمني وکړه .

کريم پوپل د پښتني ټبرونو په اړه د مشال (mashal.org) په وېپاڼه کې داسې ليکي:

منهاج السراج؛ له هغو ترکي،خلجي، غوري او تاجک پوځيانو له خولې ليکي،چې د سلطان جلال الدين خوارزمي او د هرات د ملک خان په خدمت کې وو: ترکتباره پوځيان د قوميت په لحاظ له خلجي پوځيانو څخه بېل وو. د (( جهانکشاه جويني )) په تاريخ کې هم د پروان په جګړه کې د خلجايي ټبر شتون او د چنګېزي پوځيانو د ماتې يادونه شوې ده.جويني په خپل تاريخ کې د افغان د ویي (لغت) د منشا په هکله داسې ليکلي دي: پکتوکی د لومړي ځل لپاره د هېرودت لخوا ليکل شوی، نوموړي همدارنګه د پښتنو په هکله ويلي: چې پښتانه د آريايي يولسو قبيلو څخه يوه  قبيله ده، چې دمنځنۍ آسيا جنوبي دښتو څخه يې هجرت پيل کړی او دهندوکش غرونو څخه په تېرېدو دسلمان غرونو په لمن کې مېشته شوي دي. هېروديت ليکلي: د پکتيک وګړي زړور او جنګيالي خلک وو. پښتانه له بلوچانو سره تل په هم زيستي کې اوسېدل، پکتيا او غزني ته د پښتنو داحتمالي د ننه کېدو په هکله دوه ډوله آندونه شته، لومړی؛ د مروې له لارې سيستان، کندهار، غور، باميان غزني او پکتيا ته دننه شوي. دويم ؛ د منځنۍ آسيا له لارې بلخ، باميان، غور، غزني او پکتيا ته دننه شوي دي. پښتانه شتمن او د کورونو درلودونکي وو، د اوړي په موسم کې د هندوکش او بابا د غرونو په لمن کې اوسېدل، ددوی يوه کوچنۍ ډله په کندهار، بلوچستان،ارزګان، غور، غزني او پکتيا کې د تل لپاره مېشته شول. يوه بله لويه ډله له کورنيو سره د غزني اوسيستان ترمنځ، سيمو کې مېشته شول. دغه ټبر د عربو تر راتګه پورې ليکدود نه درلوده. د غربي سيمو پښتانه د عربو په راتګ سره  مسلمانان شول، د شرقي سيمې پکتي ټبر همهاله پر کابل د اعرابو د يرغل پرمهال مسلمانان نشول، وروسته له دې چې د کابل وګړي مسلمانان شول، دوی هم د اسلام دين ومانه. ددې ټبر په ځانګړنو کې يو هم دا و،چې دوی په اسانۍ سره اسلام نه مانه. د دې ټبر مسلمانېدل ډېر ګران کار و، دوی له ډېرو ربړو وروسته اسلام ومانه. ددې ټبر بله ځانګړنه داوه؛ چې د ځينو دپښتنو د سترګو رنګ شين، آبی او تاتار رنګونه درلودل. کله چې ددې ټبر شمېر زيات شو، نو کندهار، لوګر او هلمند ته وکوچېدل. عربو، سلطان محمود غزنوي او غوريان؛ په خپلو جګړو کې ددې ټبر يوه ډله (سوریانو) په خپلو لښکرو کې وکارول. دشنسب (فخرالدين ) اولاده؛ امير فولاد، امير کروړ او نور سوري شاهان د تخارستان، غور، هرات او خراسان د غرونو په لمنو کې واکمني درلوده او د غرشا په نوم يادېدل. داسې اټکل کيږي، چې ((غرزوي، عرزی او غلجی)) له همدې ټبر څخه اخستل شوي وي. پر هندوستان د غزنويان د يرغل پر وخت ډېری غوريان او سوريان له غزنوي پوځ سره يوځای شول او د هند پرخاوره يې يرغل وکړ، په دې يرغل کې غوريان ( دڅو مليتونو په يوځای کېدو سره ) ځواکمن شول، او راتلونکي نسلونه يې تر هندوستانه ورسېدل. اوس د پښتون ټبر خاښې ډېرې دي او د افغانستان ، پاکستان او هندوستان په هرګوټ  کې ژوند کوي. ((کريم پوپل، افغان، مشعل وېپاڼه)).

آريانای، يونان – باختر، د اسلام د پراخه کېدو د وخت خراسان او د اوسنی افغانستان خاورې د هند نيمې قارې په شمال غرب کې واقع شوي دي، په دې ليکنه کې د اسانتيا په موخه ورته افغانستان او هندوستان ويل کيږي. نظر نورو ګاونډيانو ته د جغرافيې به لحاظ؛ دپېړيو په بهير کې د افغانستان او هندوستان ترمنځ  د خلکو، فرهنګونو او واکمنانو پراخه راکړه ورکړه ياداښت شوی دی، چې ټولو ته ښکاره او معلومه ده. مګر ډېری خلک تعجب کوي چې ترکان څه ډول هندوستان ته ولاړل او حتا هلته واکمنان هم شول!

المعتظم ( ۲۱۸-۲۷ لمريز ۸۳۳-۴۲ ز ) لومړنی پېژندل شوی خليفه دی، چې له ترک تبار مري پوځيانو څخه يې په پراخه کچه پخپل مرکزي خلافت ( بغداد او وروسته په سمارا) کې د ځانګړو ساتونکو په توګه کار واخيست، مګر دالړۍ د هغه دپلار هارون الرشيد په پېر کې پيل شوې وه. ( ليوي، ساختمان اجتماعي اسلام، صفحات ۴۱۶۱۹ ). ترکان د يو ښه او اتل ټبر په توګه وپېژندل شول، د دوی پخواني شاليد ته په کتو سره چې له ربړو ډک او سخت ژوند يې درلود،مګر د خپلو مشرانو ولينعمت ته يې پوره ژمنتيا درلوده، دا په داسې حال کې ده چې ډېری سربازان ددې کار له توانه نشي وتلی. نو په دې اساس د را وروسته پېړيو په بهير يې داسې چټک غشي وشتونکي او او سپاره جنګيالي درلودل، چې د وخت هغه واکمنو ته چې په دغه سيمه کې يې ځواکمن قوت درلوده، د ملاحظې او پاملرنې وړ و. په ځانګړې توګه د ماورالنهر سامانيانو او خراسانيانو د څلورمې پېرۍ په پيل (لسمه زيږیزه پېړۍ) کې د ترکتبار مري ځواکونو څخه په منځنۍ آسياکې ګټه واخيسته او د پوځ ټول لوړ پوړي افسران يې ترکان ؤ، لکه څنګه چې د عباسيانو په پېر کې يې خپله د خليفه په ټاکلو کې لوی لاس درلود، همدارنګه وروسته يې د لويو سلطنتونو په جوړېدو کې هم اړين رول ولوبو.

د غزنويانو په دور کې د افغانستان او د ايران په ختيځو سيمو کې د ترکتباره پوځيانو کارول د يو جنګي او مسلکي ځواک په توګه د کورني او باندني د ښمنانو په وړاندې يو معمول دود ؤ. د غزنويانو پوځ د خپل دور د نورو پوځيانو په څېر له بېلابېلو ټبرونو( عربو، کردانو،ديلميانو، تاجيکانو، پښتنو او هنديانو ) څخه جوړ شوی وو، خو مرکزي هسته يې ترکي مري سربازانو جوړوله، چې په مرکز کې يې د قصر ساتونکو شتون درلود، چې د سرای په غلامانو باندې مشوره وو. ( سی ای بوسورث، دايرته المعارف ايرانيکا، ۲۰۱۲).

په حقيقت کې محمد بن قاسم لومړنی مسلمان يرغلګر بلل کيږي،چې پر هندوستان يې يرغل وکړ، خو د ژر مړينې له کبله په دې توانېده چې په هندوستان کې يوه امپراتورۍ جوړه کړي. سلطان محمود هم په دې و نه توانېده چې په هندوستان کې يوه اسلامي امپراطورۍ جوړه کړي، يوازې يې په دې اکتفا وکړه چې پنجاب د خپل قملرو په سيمو کې دننه کړي. ناچاره دا ستر کار د معزالدين محمد غوري په غاړه کې ولوېد، دی په دې توانېده چې په هندوستان کې د يوې لويې اسلامي امپراطورۍ بنسټ کيږي. د محمد غوري ( ۱۱۷۵ – ۱۲۰۶ ز) لخوا نيول شوې سيمې د هندوستان په شمال کې له پنجاب څخه تر بنګاله د لومړنۍ امپراطورۍ د جوړېدو لامل شو. ( ممتا اګروال، وبایت مباحث تاريخ ) 

محمد غوري په ۱۱۹۲ ز کال د تراورۍ په جګړه کې د پريتويرايانو په وژلو او ماتې ورکول سره د هندوستان د شمال ډېرې ارتې  سيمې ونيولې، له دغې سترې بريا څخه وروسته محمد غوري خپل مرکز غزني ته را ګرځي او په هندوستان کې خپل ځايناستي(وايسرای يا قائم مقام) خپل يو ترکتباره باوري مري قوماندان قطب الدين ايبک چې ده ته ډېر وفاداره کس ؤ، ټاکي. قطب الدين ايبک مخلصانه محمد غوري ته  خدمت وکړ، همدارنګه نوموړي د محمد غوري مشر ورور سلطان غياث الدين غوري ته هم چې په هرات کې يې واکمني درلوده ډېر وفاداره ؤ.

محمد غوري په ۱۲۰۶ ز کال د مارچ په مياشت کې د اباسین په غاړه د خوکرانو (اسمعليانو) لخوا ووژل شو. محمد غوري د خپل ورور له  مړينې وروسته د هغه ځايناستی شو، او يوه لويه امپراطورۍ چې ټول افغانستان او دهند شمالي سيمې يې را نغاړلې وې،رامنځته کړ. دا چې محمد غوري کوم زوی نه درلود، چې  له مړينې وروسته يې ځايناستی شي، نو دده وفاداره قوماندان قطب الدين ايبک چې لاهور کې ؤ، که څه هم نوموړي د سلطنت اعلان ونه کړ، خو ډېر ژر يې د محمد غوري د نيول شويو سيمو کنترول په خپل لاس کې ونيوه. نو ځکه ځينې کسان نوموړی د (( دهلي سلطنت )) او د ((غلامانو دسلطنت دسلسلې )) بنسټ اېښودونکی ګڼي، چې نږدې يوې پېرۍ ( ۱۲۹۰ ز ) کال پورې يې هلته حکومت وکړ.

قطب الدين ايبک په ۱۲۱۰ ز کال د  چوګان په لوبه کې د اسپ بازۍ پر مهال له آس څخه را ولوېده او ومړ.  دقطب الدين ايبک له مړينې وروسته د هغه زوم التومش دده ځايناستي و ټاکل شو. التومش؛ چې د مري سلسلې تر ټولو ستر شاه ګڼل کيږي، ده ډېر ژر وکولی شول يو ځل بيا بنګال ځانته مطيع او د خپلې امپراطورۍ قلمروه ته زياتې سيمې د سند سيند د سلفی سيمو په ګډون را د ننه کړي. د ډهلي د مريانو د سلطنت لړۍ په ۱۲۹۰ ز کال د جون په مياشت کې د جلال الدين خلجي په کودتا سره پای ته ورسېده او د خلجيانو د حکومت پېر پیل شو. ډېرو ترکانو په ډهلي کې د ((مري سلطنت)) په پېر کې هندوستان ته مهاجرت وکړ، هېره دې نه وي، کله چې په ۱۲۲۰ ز کال د مغولي چنګيز لخوا دمنځنۍ آسیا او افغانستان اشغال پيل شو، ډېرې ترکتباره څېرې له ماورالنهر او خراسان څخه هندوستان مهاجر شول.

د خلجيانو کورنۍ يوه مسلمانه کورنۍ وه، چې له ۱۲۹۰ ز کال څخه يې تر ۱۳۲۰ ز کال پورې د هند نيمې وچې په پراخې سيمې حکومت وکړ. (دايرته المعارف بريتانيکا، ۱۹۱۴ ز ). د خلجيانو سلطنت په ډهلي کې دويم سطلنت بلل کيږی، د بريتانيکا دايرته المعارف ( ۱۹۱۴ ز ) د يادښتونو پر بنسټ لکه څنګه چې په هغه وخت کې د هند ډېری مسلمانان ترکتباره اشرافيان وو، نو دخلجیانو دحکومت را منځته کېدل د هغوی له خوا بدرګه نشو، ځکه اشرافي ترکانو، خلجيان ترکان نه ګڼل. د خلجيانو د واکمنۍ بنسټ اېښودونکی ملک فيرور د (( مري سلسلې )) د يو سلطان کيقبات لخوا د هېوادونو د عريض په توګه و ګومارل شو، نوموړي د سلطان بالبان له مړينې وروسته د هغه د ځايناستو له بې کفايتۍ څخه په استفادې يو شيرخوره سلطان له واکمنۍ لرې کړ او خپله  واکمن شو. نوموړي په ۱۲۹۰ زکال د جون په ۱۳ د ډهلي پرتخت د جلال الدين فيروز شاه په نامه کښېناست او ددغې کورنۍ واکمني د خسرو خان په وخت ( ۱۳۲۰ ز ) کې پای ته ورسېده.

ددې لړۍ تر ټولو پېژندل شوی واکمن، سلطان علاو الدين خلجي ؤ، چې له ۱۲۹۶ز کال څخه تر ۱۳۱۶ ز کال پورې يې واکمني وکړه. د علاو الدين پوځيانو د کوه نور پېژندل شوی الماس په ۱۳۱۰ ز کال په ورانګل (  warangal ) کې له ککاتيانو ( kakatiya dynasty ) څخه تر لاسه کړ. ( هرمان کولکی و ديتمار روثرموند،۲۰۰۴ م ). د علاوالدين واکمنۍ د مالي او اداري نوښتنونو په درلودلو سره مشهوره ده. په دغه دورکې د عوايدو په را ټولو، د ښارونو په اصولو کې اصلاحات او نوښتونه را منځته شول. دخلجيانو دا دوره چې بريالي فتوحات يې هم درلودل، د يوې طلايي دورې په نامه شهرت لري. د جنوبي هندوستان له اشغال وروسته چې د دولت  په بوديجه کې زياتوالی راغی، نو سلطان علاو الدين خلجی په دې وتوانېده چې فرهنګي او تعميراتي کارونه پيل کړي. ډېر اديبان، طبيبان، تاريخ ليکونکي، ستوري پېژندونکي او نور علمي اشخاصو يې دربار ته لاره وموندله، دوی ډېری هغه کسان وو، چې د مغلو له جبر او تاړاک څخه له منځنۍ آسيا او بغداد څخه د علاو الدين خلجی دربار ته راغلي وو، او د نوموړي د واکمنۍ تر سيوري لاندې يې ژوند کؤ.ډهلي د مسلمانانو ختيځ مرکز ؤ،چې په دغه موده کې ډېرې ښکلې ودانۍ او جوماتونه جوړ شول، چې يوه بېلګه يې د ډهلي جامع جومات و، چې ديوې لويې ګنبدې په درلودلو سره ډېره ښکلې جوړه شوې ده.

د خلجي ټبر منشأ

د خلجي ټبر د منشأ په هکله په هندوستان کې د دوی  د واکمنۍ په پېر کې د نظر يوالی نه دی موجود، يو شمېر سر چينو د لسمې پېړۍ څخه تر ديارلسمې پېړۍ پورې خلجيان ترکتباره بولي، بيا ځينې له دې آند سره مخالف دي. (سونيل کمار،۱۹۹۴ ز، ص ۳۶ ). ځينې کسان خلجيان هماغه د اوسني افغانستان ( غلجيان او غلزايان ) ګڼي. (عرفان، حبيب.۱۹۸۱ ز ). احمد حسن داني ( ۱۹۹۹ ز ) ګروهمن دی، چې  د افغانستان اوسني پښتانه غلزايان د خلج وګړو پاتې شوی نسل دی. د دوی قومي بدلون د افغان په توګه له ۱۶ پېړۍ مخکې تر سره شوه. نوموړی ليکي: چې وروسته د خلج له څو قومي بدلونونو څخه همدا اوسني غلزايي ټبر پاتې دی.( احمد حسن داني ۱۹۹۹ز، ص ۱۸۱). همدارنګه دی وايي چې د ايران د لويديځ خلج وګړي په خلج ژبه خبرې کوي.

ځينې کسان خلجيان د افغانانو او ترکانو يو ګډ نژاد ګڼي، هغوی په دې باور دي، چې خليجيان په اصل کې د مرکزي آسيا وګړي ؤ، مګر دا چې دوی له ډېرې مودې را هيسې په افغانستان کې پاتې شوي وو،نو په ژبه،کړنو او ځانګړنو کې یې تغيرات راغلي دي او له ترکتبارانو څخه متفاوته شوي. (ګيشبرت اوونګ،۲۰۰۷، بورجور آوانی ۲۰۱۳، اشیر بادي لعل شريو استوا ۱۹۳۵ ). نو په دې اساس په دهلي کې د خلجيانو واکمنېدل په دغه ټبر کې د لار زياتو توپيرونو لامل شو. ګیشبرت اوونک ( ۲۰۰۷ ز ) او بورجور آواري ( ۲۰۱‍۳ز) جليجيان ترکتباران بولي، چې د هندوستان له تګ مخکې د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې استوګن ؤ. آشير بادي لعل شريوا استوا ( ۱۹۵۳ ز، مخ ۱۵۰ ) ليکي: (( د جلال الدين خلجي نېکونو له دوه سوه کلونو ډېر د هلمند او لغمان د سيمو تر منځ ژوند درلود)).  ابن خردابه په نولسمه پېړۍ کې ((تالاس )) دترکانو د سيمې په توګه يادوي او د خلج وګړو ته تغوته کوي. مګر د آمو سيند او په قرغزستان کې د تالاس دسيمې ترمنځ واټن دومره ډېر دی، چې د تالاس څر ځايونه د هغو وګړو لپاره ناممکنوي، چې د آمور سيند په جنوبي برخه کې ژوند کوي.

مينورسکی په يوه ليکنه کې يې چې د حدود العالم ( ۱۹۳۷ ز ) پر اثر کړې ده، ليکي: چې د خلج ټبر پخوانی تاريخ روښانه نه دی او ددغو وګړو هويت لاتر اوسه روښانه شوی نه دی. (احمد حسن دانی ۱۹۹۹ صفحات ۱۸۱ – ۱۸۲ ). محمد کاشغري په يولسمه پېړۍ کې خلچ وګړي د اوغوز ټبر په ډله کې نه شمېري، مګر جامو او رفتار ته په کتو دوی ترکانو ته ورته ګڼي( سونيل کمار ۱۹۹۴، ص ۳۶ ).  همدارنګه په تاريخ سيستان( ۱۱ ز پېړۍ )او شاهنامه فردوسي کې د خلج وګړي له ترکتبارانو څخه بېل شوي دي.( احمدحسن دانی ۱۹۹۹ ص ۱۸۰ ). منهاج سراج جوزجاني په ديارلسمه پېړۍ کې د خلج وګړي ترکان نه دي ګڼلي، مګر هغوی يې افغانان هم نه دي ګڼلي. هغه د خلج وګړي له افغانانو، ترکانو او تاجيکانو بېل ګڼلي دي( سونیل کمار ۱۹۹۴، ص ۳۱). محمد ابن نجيب بکران په (( جهان نامه )) کې خلجيان ترکان ګڼي، مګر زياتوي چې د ترکانو په پرتله يې څېرې تتې شوي او ژبې يې په کافي اندازې بدلون موندلی، چې يو ځانګړی ګړدود جوړوي( نونيل کمار ۱۹۹۴، ص ۳۱).

اوسنی مؤرخ عرفان حبيب مدعي دی، چې خلجيان له ترکانو سره اړيکه نه لري او يو افغان ټبر دی( عرفان حبيب ۱۹۸۱ ز ). نوموړی ليکلي: چې د پنځلسمې پېړۍ د يواناګاري ساتي ( Devanagari Sati inscriptions ) په کتيبو کې د ملوا خلجيانو ته ( khaljis of malwa) (( خلچي)) د خ په فتحه او (( خلچي )) د خ په کسرې باندې يادونه شوې. د ۱۷ پېړۍ په اثر (( پادشاه نامه)) کې د افغانستان د هلمند د بست سيمې ته نږدې يوه سيمه د خلج ( دل په کسرې سره  ) په نامه ياده شوې، چې خلجيان يو وخت هلته اوسېدل.

په همدې اړه ښاغلی مرحوم عبدالحي حبيبي په خپل اثر (( خلجيها افغان هستند)) کې ليکي: د شته تاريخي او ژبني معلومات پر بنسټ خلجيان همدا اوسني غلجيان دي، چې په افغانستان کې د يو ټبر نوم دی. د دې کلمې ريښه د غرچ، غرچه، غلچه او ډېرو نورو تاريخي کلماتو کې شتون لري. د وخت په تېرېدو سره ((غ )) په (( خ )) اوښتی او اشتبهآ غلجي، خلجي تلفظ شوی دی. دا توپير په دريمه او څلورمه پېړۍ او له هغه وروسته وختونو کې تر سترګو کيږي. هغه دمنهاج سراج ( در طبقات ناصري، لومړی ټوک، ص ۴۲۲ ) په حواله ليکلي چې ۱۵ ستر خلجي شخصيتونو پر هندوستان واکمني وکړه چې اسلامي او خراساني کلتور يې د هند په شمال او بنګال پورې خپور کړ. ښاغلی حبیبي زياتوي چې دا ټول واکمنان د افغانستان خلجيان وو.  همدارنګه دی وايي، چې اوس هم په افغانستان کې ډېرې سيمې د (( خلج )) په نامه ياديږي. لکه : ارزګان ته نږدې د خلج سيمه، د هلمند خلج سيمه چې استخري هم له هغه يادونه کړې او د غزني خلج، هغه سيمه چې ياقوت يې غزني ته نږدې په زابلستان کې ګڼي. ( مؤزن البدان،ج،ص۳۸۱). حبيبي ليکي: چې منهاج سراج په طبقات ناصري لومړي توک ۴۲۲ مخ کې د خلجيانو د ژوندپه هکله د غزني شاوخوا، ګرمسير او غور کې يادونه کړې، مګر دا يې نه دي ويلي چې دا وګړي ترکان دي. له بلې خوا دی په ښکاره توګه د ډېرو ترکتباره واکمنانو يادونه د ترکان په نوم کوي. حبيبي زیاتوي چې خلج د ميرزايانو له خوا خلچ يعنې د (( ل )) په فتح ليکل شوې متداوله کلمه ده، چې د (( حدود العالم )) اثر له ليکلو وړاندې د جغرافيه ليکونکو ترمنځ متداوله وه. ښاغلی حبيبي صاحب وايي چې ابن خردادبه ( ۸۴۴ – ۸۴۸ ز ) هم له خليجه څخه يادونه کړې.نوموړی د خلجيه او خلج له  توپيره ملتفته ښکاري او ليکي: (( د ترکانو ژمنی استوګنځای ( خرلوخ يا خرليخ ) تراز ته نږدې سيمه کې ؤ او دې سيمې ته نږدې د خلج ( خلجيه ) څر ځايونه ؤ. )) ( المسالک و الممالک مخ، ۲۸ ). له دې خبرو په ډاګه کيږي چې د هغه وخت خلج کوچينانو، لکه د اوسني عادت په شان د ژمي لخوا تودو سيمو ته کوچېدل. د ابن خردابه په قول دا سيمې د جارميه په نوم يادېدې. ( جروم بلادهوری و منهاج سراج). ابن خردابه زياتوي چې د دوی ژمني څر ځايونه د آمو سيند دې خوا کې ؤ.( مخ ۳ ) له دغو قبايلو څخه ځينې لا اوس هم دغو سيمو ته ځي.

له هغو ليکنو چې په هندوستان کې د خلجيانو واک ته رسېدل بيانوي، داسې ښکاري چې هغوی د ديارلسمې پېړۍ په وروستيو کې په ډهلي کې  خلجيان له ترکانو څخه يو متفاوته نژاد ګڼي.( پيتر جکسن ۲۰۰۳ز، مخ ۸۲ ). د هغه په آند خلجيان په اصل کې ترکان ؤ، چې افغانستان ته يې مهاجرت کړي وو، دوی ډېره موده د افغانانو ترمنځ پاتې شول  او د افغانانو د دود و کلتور په خپلو سره دا دود و کلتور د ډهلي دربار ته له ځانه سره و لېږدوه. ( مارشال کاونديش۲۰۰۶، مخ ۲۳۰ ). اشير بادي لعل و سريواستوا ( ۱۹۵۳، مخ ۱۵۰ ) ليکلي: (( په ډهلي کې مقيم ترک اشراف زداده ګانو خلجيانو ته په بده سترګه کتل او دوی يې افغانان ګڼل. (همانجا مخ ۹۶ ) د ډهلي د تخت اشرافيانو خلجيان افغانان بلل او په ډهلي تخت باندې  د جلال الدين د کښېناستلو سره یې مخالفت درلود. ( رادی شیام چوراسيا ۲۰۰۲، مخ ۲۸ ).

يو بل جغرافيه پوه ابن محمد اصطخري د ( ۹۵۱ ز ) کال خواوشا ليکي: خلجيان د اتراکو ( شايد د ترک د کلمې عربي جمع بڼه د ت او ر په فتحې سره ) يوه ډله ده، چې په پخوا زمانه کې د هندوستان او سيستان سيمو ته راغلي وو، هغوی د پسنو لويې رمې درلودې. د دوی ژبه او جامې ترکانو ته ورته وې.( مسالک الممالک، مخ ۲۴۵). حبيبي ليکي چې ځينې ختيځ پېژندونکي علجيان د یفتليانو پاتېشوني بولي( د يفتليانو او پختيانو يو مختلط نژاد چې د ويدي له زمانې څخه يې را په دېخوا افغانستان کې ژوند درلود). د همدې ادعا پر بنسټ مارقورات ليکي چې خلچ يا خولاچي د يفتليانو پاتې شوني دي، چې له دوی څخه په سوري سرچينو خوالاص ( ۵۵۴ق. م خواوشا) کې  يادونه شوې. چې وروسته سفير زيمارچوس هغوی د خولياتی په نامه ياد کړي دي. په همدې بنسټ محمد خوارزمي ( ۹۸۰ ز) وايي: کابجيه خلج او ترکان( د ت او ر په فتحې سره ) د يفتليانو پاتې شوني دي، چې په تخارستان کې خورا مشهوره دي.( مفتي العلوم ، مخ ۷۲ ). حبيبي وايي: چې په اصلی سرچينه کې کنجينه غلطه لیکل شوې،د بيهقي په اثر کې کيچي ليکل شوی، په طبقات ناصري کې کوچ ليکل شوی، عربو دغه کلمه قوفها ته اړولې او په ملحقات شاهنامه کې کوچ ليکل شوی، چې په افغانستان کې يې ننۍ کلمه ((کوچی )) دی. دغه کلمه د لومړۍ پېړۍ د کوش = کوشان د کلمې پاتې شوې بڼه ده. هېره دې نه وي چې ټولو مؤرخينو، افغانانو او خلجيانو ته د يوځايتوب نغوته کړې او د هغوی اصليت او نژاد نه بېلېدونکي او يو ګڼل شوي دي. ابو نصر محمد ابن عبد الجبار عتبی( ۱۰۲۲ز)  په تاريخ يميني ( ۲۶ مخ ) کې د سبکتګين د فتوحاتو په هکله ليکي: (( افغانان او خلجيانو ناچاره له سبکتګين څخه اطاعت وکړ او دهغه پوځ ته د ننه شول)). ابن اسير هم همدا مطلب ليکلی دی او هماغلته ليکلي چې یعقوب ليث خليجه او زابل فتح کړ.( الکامل، ۸ ټوک، مخ ۳۴۸).

مينورسکي په ډاګه ليکي چې خلجيان د نني افغانستان د غلجيانو نيکونه دي.( تبصره های مينورسکي الای حدود العالم، مخ ۳۴۸). بارتولد او هيګ هم همدا مطلب په اسلامي دايرت المعارف کې ليکلي دي. نو د پورته ويناوو پر بنسټ ښاغلي حبيبي داسې نتيجه ګيري کوي: خلجي يا غلجي له يفتليانو او د زابل حاکمانو سره اړيکې درلودې، ځکه يفتليانو( هيتيله عربي ) پر زابلستان واکمني وکړه. د يفتليانو د څېرو کومې ځانګړنې چې ددوي پر سکو حک شوی دي، ددې سيمې د اوسني ځوانو غلجيانو له څېرو سره ورته والی لري. لکه : وتلې پوزه او بادامي سترګې .

د پښتو ژبې وتلی شاعر خوشحال خان خټک په خپل شعر کې  ( ۱۰۲۲ – ۱۱۰۰ ه.ق ) د سلطان جلال الدين خلجي ستاينه کوي او هغه يې (( غلجي )) ګڼلی دی. ( د خوشحال خان خټک ديوان کندهار، مخ ۶۶۹ ). هغه دسلطان جلال الدين خلجي يادونه په دې ډول سره کوي.

بيا سلطان جلال الدين په سرير کېناست 

چې په اصل کښې غلجي د ولايت وو

بيا له پسه فيروز شاه چې امرا وو

پرورش يې د غلجيو په دولت وو

له (( ولايت )) د خوشحال خان خټک موخه د افغانستان اوسنۍ سيمې دي. د خوشحال خان وينا څخه داسې معلوميږي چې د خوشحال تر زمانې پورې خلجيانو ته افغان ويل کېدل، نه ترکان. نو په دې اساس ښاغلی حبيبي وايي: خلجيان يا غلجيان د ترکانو او غوزيانو پاتې شوني نه دي، کوم چې په اسلامي پېر کې خراسان ته را غلي وو. دوی آرين توکمه يفتليانو پورې اړوند دي. چې د سپينو هونهای په نامه مشهور ؤ او په زابلستان او ترکستان کې يې ژوند کؤ. د دوی د نيکونو نومونه په اوسني  زابل کې د مېشه ټبرونو ترمنځ لا ژوندي دي. د بېلګې په توګه غلجي -کوچي = کوشي چې لا تر اوسه ژوندي دي. همدارنګه د هفتال ريښه د يفتال، يفتلی او ابدالي په کلمو کې ليدل کيږي. نن د غلجي کلمه په بدخشان کې د غلچه= غرچه په بڼې کارول کيږي. په دري ادبياتو کې دا کلمه د يو ساده او غرني کس په معنا کارول کيږي. د ساماني دربار شاعر ابو طايب موسابي ( ۹۳۸ ز کال ) وايي: (( که يو غرچه له سلو کلونو ډېر ژوند کول شي، نو ولې يو عرب (پيغمبر) يوازې ۶۳ کال ژوند وکړ. )).

مروت خان لودي ليکي: په حقيفت کې خلجي یا غلجي کوچيان په آريانا کې ډېر اوږد تاريخي شاليد لري. ځينې څېړونکي په دې آند دي، چې دا کوچيان هغه کوچيان دي چې مخکې له  آريايي هونيشيانو څخه په هخامنشي کتيبو کې د اپوکوچيه په نامه له هغوی يادونه شوې ده.( بهار، فارسي قديم، سبک شناسي، ج: ۲، ص: ۶۷). په باختر، د هندوکش په درو کې، زابلستان او کابلستان کې د سپينو آريايي هونيانو ګډوډېدل له پختيانو ( پښتنو ) يا په بله وينا د آريايي ټبرونو دوه شمالي او جنوبي برخو يوځاېدل يو طبيعي خبره شمېرل کيږي. معلومه نه ده چې سپينو هونيانو يا يفتليانو په کومه ژه خبرې کولې، مګر د هندوکش د ګړدودونو( عليا، غرچه، واخي )  له نږدې والي څخه دا ګومان کيږي چې ډېری د پښتو ژپې له غږونو سره نږدې دي. چې په دري، پهلوي او د اوستا او سانسکريت په ژبو کې نشته . سپين هونيان، يفتليان ؤ، چې پر هندوستان يې د زابلستان له لارې يرغل وکړ او کشمير يې اشغال کړ. د اوومې زيږديزې پېړۍ پورې اړوند د سانسکريت يوه کتيبه چې په ۱۸۳۹ ز کال په ويهاند يعنې اټک او د سند سيند ته نږدې سيمه کې موندل شوې، ويل کيږي چې دوی غښتلي کسان وو، چې غوښې يې خوړلې او ځانونه يې (( توروشکا)) ګڼل. ( الکساندر برنس، کابل، لندن، مخ :۱۹۰). کلکانه يو کشميري تاريخ ليکونکي په خپل اثر راجه ترانګني ( ۱۱۴۸ز ) کې د توروشکايانو او د هغوی د جګړو په هکله ليکي: دغو وګړو خپلې وسلې پر خپلو اوږو لېږدولې او خپل نيم سرونه به يې تراشل. هغه زياتوي چې کوشاني کنشکا، هوشکا او جوشکا شاهان د همدې  وګړو له ډلې څخه وو. ( راجه ترانګيني به ترجمه سر اوريل شتاين لندن ۱۹۰۰ م و هند بوهلر ج؛۲، ص؛ ۲۰۶).

يو بل دليل چې داثابتوي، چې خلجيان پښتانه دي، هغه دادی چې په يو پخواني اثر کې ليکل شوي دي، چې د خلجيانو ژبه افغاني (پښتو) وه. په يو خطي؛  درباب معجزهای سلطان سخي سرور ( چې مشهور په لخدا ؤ او په ۱۱۸۱ ز کال مړ شوی همدارنګه د يره غازي خان شاه کوت کې خښ شوی دی) د يو ناپېژنده ليکوال لخوا چې په دري ژبه ليکل شوی دی، راغلي دي چې د غزني په تاريخ کې چې د ابو حميد الزوالي لخوا ليکل شوی دی، راغلي: ((  کابل شاه خنجل ( ۷۷۹ز تاريخ يعقوبي ) په خلجي ژبه يې يو پاړکۍ شعر د غزني لويک ته ور ولېږه.)) ددې شعر ارزونه دا ښکاره کوي چې دا شعر په پخواني پښتو چې د خلجيانو ژبه وه ليکل شوی ؤ. چې همدا اوسني خلجيان دي. د غزني د لويک کلمه په حقيقت همدا د پښتو ژبې لويه يا بزرګ کلمه ده، چې اوس هم کارول کيږي.

فخرالدين مبارکشاه، چې د فخر المدبر  په نامه مشهور دی او د معروف آداب الحرب او نورو اثارو ليکلوال دی، د تاريخ هندوستان ( ۱۲۰۵ز ) په اثر کې ليکلي: (( د قطب الدين ايبک پوځ له ترکانو، غوريانو، خراسانيانو، خلجيانو او هنديانو څخه جوړ شوی ؤ.)) د نوموړي دا خبره دا په ډاګه کوي چې د اوومې  پېړۍ په پيل کې ترکان او خلجيان دوه بېل ټبرونه شمېرل کېدل.

د بابر( د هندوستان د مغلي سلسې بنسټ اېښودونکی ) تر مودې خلجيان د خلجي افغانانو په نوم يا دېدل. بابر ليکلي: (( موږ له کابل څخه د شمال ختيځې غزني دخلجي افغانانو دسيمو د نيولو په نيت له کابل څخه را بهر شو او ځان سره مو سل زره پسونه او نور راوړل. ( توزک بابری، ص؛ ۲۷۱، چاپ ممبی).

منهاج السراج د هغو ترک، خلجي، غوري او تاجيکي پوځيانو په هکله ليکلي چې د سلطان جلال الدين خوازمشاه او د هرات ملک خان په چوپړ کې وو، چې ترکتباره پوځيان له قومي اړخه له خلجي پوځيانو څخه بېل ؤ. د جهانکشاه  جويني په تاريخ کې هم د پروان په جګړه کې د خلجيانو له شتون او د چنګيزي پوځيانو له ماتې څخه يادونه کوي. د خراسان( د مروې ښهرونه، نيشاپور او هرات ) د وګړو په خبرو اترو کې خلجي په ( غ ) سره تلفط کېده. د مسکو د علومو اکاډمۍ ځينې ختيځ پېژندونکو، د التاريخ المنصوري اثر چې محمد بن علي هماوي ليکلی، يو عربي نسخه يې چې د خطي په نوم يو کس پورې اړوند ده، عکاسي او چاپ کړې ده. په هغه کې د خوارزمشاه يانو د پلویانو څخه په کراتو د قلجي يادونه کړې ده. له کومه ځايه چې په خراسان او ايران کې د ( غ ) توری ( ق ) تلفظ کيږي، نو په دې توګه غلجي يې قلجي ليکلی دی. مګر که چېرې يې خلجي اورېدلی وي، نو د تورو بدلون ته يې اړتيا نشته ځکه: په خراسان کې د ( خ ) توری موجود دی او بدلون ته يې اړتیا نشته.

د ښاغلي حبيبي د نتيجه ګيرۍ پر بنسټ: (( موږ ويلی شو چې خلجيان د افغانستان د زابل ولايت په غلجيانو پورې اړوند دي چې اصلي نوم يې په پښتو ژبه کې غرزی دی.)) نو په دې اساس غرزی د افغانستان او هندوستان په تاريخي اسنادو کې له خلجي وروسته غلجي شوی دی.

اخذليکونه 

المعتظم (۲۱۸-۲۷هجری 833-42م)

لیوی، ساختمان اجتماعی اسلام، صفحات ۴۱۶۱۹.

ی ای بوسورث، دایرة المعارف ایرانیکا، ۲۰۱۲. 

ممتا اگروال، وبسایت مباحث تاریخ “The Sultanate of Delhi. S. L. Agarwala

داریرة المعارف بریتانیکا، 1914م

هرمان کولکی و دیتمار روثرموند، 2004م

Hermann Kulke & Dietmar Rothermund 2004, A History of India. Psychology Press. ISBN 978-0-415-32919-4.

سونیل کمار، . ۱۹۹۴م، ص ۳۶

عرفان، حبیب، ۱۹۸۱م 

احمد حسن دانی (۱۹۹۹م) 

“History of Civilizations of Central Asia: The crossroads of civilizations: A.D. 250 to 750. Motilal Banarsidass. ISBN 978-81-208-1540-7

حبیبی Habibi, Abdul Hai, Khaljies are Afghan, Pashtun Forums, 07-22-2013, http://www.pashtunforums.com/pashtun-history-/38641-khilji-ghizais-ghaljis-pashtuns-afghans-abdul-hai-habibi.html

گیشبرت اوونک، ۲۰۰۷، بورجور آوانی ۲۰۱۳، اشیر بادی لعل شریواستوا ۱۹۵۳

بورجور آواری (۲۰۱۳م)

مینورسکی در تبصره بالای کتاب حدود العالم (۱۹۳۷)

محمد کاشغری (قرن ۱۱ میلادی)

منهاج سراج طبقات ناصری، ج اول ص ۴۲۲

اسطخری مسالک الممالک 

اشیربادی لعل و سریواستوا (۱۹۵۳، ص ۱۵۰)

رادی شیام چوراسیا ۲۰۰۲، ص ۲۸.

محمد ابن خوارزمی (۹۸۰م) (مفتی العلوم، ص ۷۲).

ابونصر محمد ابن عبدالجبار عتبی (۱۰۲۳م) در تاریخ یمینی (ص ۲۶)

ابن اثیر (الکامل ج ۸ ص ۳۴۸).

تبصره های مینورسکی الای حدود العالم، ص ۳۴۸).

دیوان خوشحال خان ختک قندهار، ص ۶۶۹

ابو طایب موسابی (سال 938م) شاعر دربار سامانی

بهار، فارسی قدیم، سبک شناسی، ج ۲، ص ۶۷

الکساندر برنس، کابل، لندن، ص ۹۰).

راجه ترانگینی، کلکانه، به ترجمهٔ سر اوریل شتاین لندن ۱۹۰۰م و هند بوهلر ج ۲، ص ۲۰۶

تاریخ فیروزشاهی ضیآ بارانی صفحهٔ ۱۷۳، کلکته)

توزک بابری ص ا۲۷، چاپ بمبئ.

مشعل Karim Popal, Mashal.org, http://mashal.org/blog/نژاد-وملیهای-افغانستان/ 

Introduction to the History of Mubarak Shah, 33. London, 1927

مروت خان Pakistan Defence Forum, Jun 20, 2014

References

  1. Abraham Eraly 2015, p. 126, “The Age of Wrath: A History of the Delhi Sultanate”, Penguin Books. ISBN 978-93-5118-658-8.
  2. Abubakr Assadulla, Ghilzai Afghans, Pashtonnkhwa Website: http://www.pashtoonkhwa.com/?page=news
  3. Abu Nasr Mohammad, 1023, Tarikh-e Yamini, 26. 
  4. Ibn-ul-Athir Al-Kamil 8/348,
  5. Ahmad Hasan Dani 1999, pp. 181-182, “History of Civilizations of Central Asia: The crossroads of civilizations: A.D. 250 to 750. Motilal Banarsidass. ISBN 978-81-208-1540-7
  6. Alexander Burns, Kabul, 190. London.
  7. Al-Tarikh-ul-Mansuri of Mohammad son of Ali Hamawi
  8. Arabic and Persian Epigraphical Studies – Archaeological Survey of India. Asi.nic.in. Retrieved 2010-11-14.
  9. Ashirbadi Lal Srivastava 1953, “The Sultanate of Delhi. S. L. Agarwala. OCLC 555201052”.
  10. Bahar, Sabk Shinasi. 
  11. Barthold and Haig the Islamic Encyclopedia
  12. Barua, Pradeep (2005). The state at war in South Asia. U of Nebraska Press. p. 437. ISBN 0-8032-1344-1. Retrieved 2010-08-23.
  13. Burjor Avari (2013). Islamic Civilization in South Asia: A History of Muslim Power and Presence in the Indian Subcontinent. Routledge. p. 59. ISBN 978-0-415-58061-8.
  14. C. E. Bosworth, “ARMY ii. Islamic, to the Mongol period,” Encyclopædia Iranica, II/5, pp. 499-503, available online at http://www.iranicaonline.org/articles/army-ii (accessed on 30 December 2012).
  15. Divan of Khushal Khan 669, Kandahar
  16. Dynastic Chart, The Imperial Gazetteer of India, v. 2, p. 368.
  17. Elliot and Dawson (1871), The History of India as told by its own Historians, Vol. 3, pp 94-98.
  18. Encyclopædia Britannica 2014, Khalji Dynasty.
  19. Gijsbert Oonk (2007). Global Indian Diasporas: Exploring Trajectories of Migration and Theory. Amsterdam University Press. p. 36. ISBN 978-90-5356-035-8.
  20. Habibi, Abdul Hai, Khaljies are Afghan, Pashtun Forums, 07-22-2013, http://www.pashtunforums.com/pashtun-history-/38641-khilji-ghizais-ghaljis-pashtuns-afghans-abdul-hai-habibi.html
  21. Hermann Kulke & Dietmar Rothermund 2004, A History of India. Psychology Press. ISBN 978-0-415-32919-4.
  22. HistoryOfWar.org.
  23. Ibrahim Ibn-e Mohammad Istakhri (about 951 A.D.), Tarikh-e Yamini,
  24. Introduction to the History of Mubarak Shah, 33. London, 1927
  25. Irfan Habib (1981), “Barani’s theory of the history of the Delhi Sultanate”, Indian Historical Review, Vol. 7, No. 1, pp 99-115
  26. Juwaini, Tarikh-e Jahankusha
  27. Kalkana, Raja Tarangini, Tanslated by Sir Aurel Stein, London 1900, and India of Bohler.
  28. کریم پوپل، افغان، وبسایت مشعل Karim Popal, Mashal.org, http://mashal.org/blog/نژاد-وملیهای-افغانستان/
  29. Mafatih-ul-Ulum, 72
  30. Mamta Aggarwal, Muhammad Ghori: Causes and Consequences of Ghorian Invasions of India, History Discussion.
  31. Marshall Cavendish 2006, World and Its Peoples: The Middle East, Western Asia, and Northern Africa. Marshall Cavendish. ISBN 0-7614-7571-0.
  32. Marwat Khan Lodhi 2014, Pakistan Defence Forum, Jun 20, 2014
  33. Masalik-ul-Mamalik of Istakhri, 245
  34. Menhaj-e-Serāj- Jowzjāni, “Tabaqat-e Naseri”
  35. Mikaberidze, Alexander (2011). Conflict and Conquest in the Islamic World: A Historical Encyclopedia. ABC-CLIO. p. 62. ISBN 1-5988-4337-0. Retrieved 2013-06-13.
  36. Minorsky, V. 1937, comments on Hudud-al-Alam, London..
  37. Mussawer Hasnain, History Paper – IV – Medival India (1000 – 1707 a.D.) (Eng)
  38. Peter Jackson 2003, “The Delhi Sultanate: A Political and Military History. Cambridge University Press”. ISBN 978-0-521-54329-3.
  39. Radhey Shyam Chaurasia 2002, p. 28: 
  40. Raja Tarangini 4/179, Tanslated by Sir Aurel Stein, London 1900, and India of Bohler 2/206.
  41. Sen, Sailendra (2013). A Textbook of Medieval Indian History. Primus Books. pp. 80–89. ISBN 978-9-38060-734-4.
  42. Sunil Kumar 1994, p. 36. “When Slaves were Nobles: The Shamsi Bandagan in the Early Delhi Sultanate”. Studies in History doi:10.1177/025764309401000102.
  43. The Times of India. Retrieved 2017-11-03.
  44. Wink, Andre (1997). AL-HIND The Making of the Indo-Islamic World, Volume II The Slave Kings and the Islamic Conquest 11th-13th Centuries. Brill. p. 155.
  45. Yaqut, Mu’jan-ul-Buldan.

556 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
uuid:
4569f532-0942-7c2b-7bfb-b5ae7109c651
response_body:
{"id":"65346fd3-3076-4f9e-9c7c-2f1a88d8a343","recipients":758,"external_id":"4569f532-0942-7c2b-7bfb-b5ae7109c651","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
758
notification_id:
65346fd3-3076-4f9e-9c7c-2f1a88d8a343

1 comment

  1. جذباتی ملا Reply

    زما په اند د غلجیو پښتنو شجره ناسمه تشریح شوې، هغه قومونه لکه منګل، ځدراڼ، خوګیاڼي او نور چې دلته غلجي بلل شوي، دوی په اصل کې د پښتنو په کرلاڼي خاښ پورې اړه لري نه غلجي، غلجي پښتانه لکه ترکي، اندړ، احمدزي، سلیمانخیل، توخي، دولتزي، ملاخیل او داسې نور دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2