Categories

اعلان

Loading…

د انټرنېټ کنځل مار پښتنې نجونې په ارامه نه پرېږدي/ ثنا ساپۍ

 لندن –

درې میاشتې وړاندې په برتانیا کې پر ټوېټر ځینو ښځو ته یو شمېر سړو د جنسي تېري ګواښونه کړي و. په یوه شپه ورځ کې پولیس خبر شول، سیاستوالو سره پرې مرکې او بحثونه وشو. د ورځپاڼو لومړي مخونه د ټولې اوونۍ لپاره په همدې موضوع و. د ټوېټر کمپنۍ مشران برتانوي رسنیو داسې وپوښتل ته وا له یوه مجرمه چې تحقیق کېږي. پولیسو اوونۍ وروسته یو سړی ونیو، ټوېټر خپلې پالیسۍ کې بدلون راوست، او په برتانیا کې دننه پولیسو ته نوې سپارښتنې شوې. دولتي چارواکو او مدني ټولو ډلګۍ جوړې کړې چې په را تلونکو کې د دا ډول پېښو مخه ونیسي.

خواله رسنۍ چې ځینې یې ټولنیزې شبکې بولي لکه  فېسبوک، ټوېټر او نور ډېرې نوې دي. پوره لس کاله یې هم نه کېږي چې فعاله شوې دي. فېسبوک په ۲۰۰۴ کال جوړ شوی خو ایله په ۲۰۰۷ کال کې ډېرو خلکو و پېژاند، اوس یې په ټوله نړۍ کې شاوخوا یو میلیارد خلک کاروي. ټوېټر لا هم ډېر رسمي ښکاري. په ۲۰۰۶ کال کې جوړ شو او اوس یې ۲۰۰ میلیونه خلک کاروي.

 فېسبوک د ټوېټر په پرتله ډېره د دوستۍ او خواله شبکه ده او ټوېټر بیا د ځینو په وینا ډېر د لوستو خلکو، ژورنالیستانو او د هغو لپاره دی چې په ټولنه کې فعال دي.  ښايي همدا دلیل وي چې د نورو  مخ پر ودې هېوادونو خلکو په شان افغانان هم فېسبوک تر ټوېټر ډېر کاروي.  وطن مېشتو افغانانو له ۲۰۱۰ کاله وروسته ډېر فېسبوک ته مخه کړې. ښه زېری خو دا دی چې ورځ په ورځ یې د کاروونکو شمېر ډېرېږي خو بده یې دا ده چې لکه څنګه چې موږ په خپلو کې سره خورو پر فېسبوک مو حال له هغې بد  دی.

  ډېری افغانان فېسبوک یوازې د دې لپاره کاروي چې د زړه  بړاس وباسي، څوک سیاستوال ښکنځي، څوک یو بل په دې نوم او په هغه نوم یادوي، له ځینو خو ښځې هغسې په عذاب دي لکه د وطن د ښارونو پر سړکونو چې خوله ور اچوي او یا هم داسې سپکې سپورې ورته وايي لکه پور يې چې پرې باندې وی. زړه بیاللي بیا په بل ښکار پسې دي. ټوله ورځ د نجونو په لټه کې وي. هر هغه چا ته د دوستۍ بلنه استوي چې نوم یې د ښځې وي. دې ته نه ګوري چې بهرنۍ ده که وطنۍ.  هره سپکه سپوره چې په خوله راغله ورته وايي یې. ځیني خپلې جنسي غریزې پر فېسبوک په بربنډو عکسونو، پاروونکو یا د انګرېزانو خبر سکسي شعرونو او خبرو پوره کوي.

تاسې به هم وایاست چې کوي به یې نو ستاسې یې څه؟  راځم، زما یې د بلا، خو کاشکې دا هر څه دې خلکو په خپلو خونو کې د کمپیټورونو تر شا له ځانه سره کولی. زموږ ډېری ځوانان خپلو او پردیو ښځو ته  لوی سر خوږی جوړوي. پر پیغامونو داسې سپکې سپورې ورته ليکي چې سړی په ځان پورې حیران کړي.

زه له ۲۰۰۷ کاله فېسبوک کاروم خو په دې وروستیو کې ځینې افغان نارینه داسې بدې ردې راته ليکي چې ورته ګوته په غاښ پاتې شم. همدا ښاغلي بیا چې درسره بحث کوي، د اسلام، ټولنیزې سپیڅلتیا او افغاني غیرت چیغې یې تر اسمانه رسېږي. په دې وروستیو کې څو ښاغلیو چې نومونه یې ښايي خپل نه وي او په فېسبوک کې یې لیکلي چې د ننګرهار دي د هغه ښار نوم را ته په شرمونو وشرماوه. دغه یې یوه وروستۍ بېلګه ده:

“ګوره ثنا! ته فکر مه کوه چې بي بي سي ته تللې یې او اوس فکر کوې چې موږ ته نصیحت کوې او ځان دومره مهمه او سپېڅلې ښيي ،هلته په لندن کې خو به دې خریداران نور هم ډېر وي ځکه په لندن کې خو سیکسېزم نظام دی، ته که د افغانانو یوازې تش میسیجونو شرمولې یې موږ ستا کارنامو دلته او هلته وشرمولو! تا څه فکر کړی؟ خپلو خلکو ته، ته په دومره کم نظر ګورې چې ستا پشان فاحشو ته مسج درلېږي او ته د هغوئ معصومې مینې ته اوتې بوتې وایي! مور او پلار، ورونه او خویندې به دې هم په تا خوشاله وي چې ثنا خو هلته … تللی اوهههههه ته هم ویاړې چې هلته یې ستا ګټه څه ده؟ هلته پردۍ مزدوري کوې، فحشا کوې ، څادر دې وغورځاوه، او د یهودو پالیسي په هېوادوالو اوروې. ستا خو افغانانو ته کوم خدمت نشته غیر له خیانته او توهینه!.”

دغه با غیرته افغان ډير پوچې کنځلې هم لیکلې وې چې دلته یې زه نه را اخلم.

زه په ننګرهار کې اوسېدلې یم خو د هغه ولایت نه یم. هغه هېڅ مهمه نه ده چې د کوم ځای یم مهمه را ته دا ده چې زما د وطن یو کس چې د پښتني غیرت په نوم به ډز در باندې وکړي دومره کمزوری او لوېدلی شي چې داسې څه درته ليکي. زه دا هم وایم چې دا یو څو پېښې د ټولو ننګرهاریانو استازي توب په هېڅ صورت نه شي کولی او خبره باید دا نه وي چې دغه کس څوک او له کوم ځای دی. یوازینی دلیل چې زه غواړم د دې کس د اوسېدلو ځای دلته ولیکم دا دی چې که چېرې دغه کس زما لیکنه لولي په دې پوه شي چې که هر څه کوي د ټول ولایت  د ځوانانو نوم له ځانه سره بدوي. او غواړم له همدې لارې د ننګرهار د ځوانانو د ټولنې  پام دې ټکي ته را واړم چې په ولایت کې د ټولنیزو رسنیو د کارونې په اړه یوه عامه پوهاوي ته اړتیا شته.

 تر هغو چې د انټرنېټ او ټولنیزو شبکو په کارونې او اخلاقو ځان پوه نه کړو څنګه به ترې سمه ګټه واخلو. انټرنېټ د “عشقونو”، ښکنځولو او ځورونې ځای نه دی. په نوره نړۍ کې خلکو پر انټرنېټ او ټولنیزو شبکو څه څه و نه کړل. حکومتونه پرې ړنګ شول، مفسد چارواکي او جنګي مجرمین پرې ونیول شول، د برابر چلند لپاره خلکو مظاهرې پرې وکړې قوانین یې له امله بدل شول، او چینایان خو لا په کې له  خپل کلي د برتانیا په لوړو پوهنتونو کې د لرې واټن زده کړې کوي  خو زما د وطن فېسبوکیان تش دې ته خوشاله دي چې د څو سړو سره چې د ښځو په نومونو یې اکونټونه جوړ کړي چټونه کوي او ګپ لګوي.

  خدای د هغه ملت حالت نه ور بدلوي چې خپله لاس په کار نه شي. امریکايی او چینايی هم فېسبوک لري او ته یې هم لرې.هغه پرې بېزنېس کوي، یا پرې خپلې ژبې ته په ویکیپیډیا وړیا خدمت کوي، لیکنې ورته کوي او تا پرې د نجونو سره د چټ په تمه په انټرنېټ کلب کې پاخه اړولي او بده یې لا دا چې ځوروې یې هم  اوهره ناروا چې په خوله درځي خلکو ته یې لیکې. د هغې ورځې په هیله چې ښځې مو د وطن د سړکونو د سر له ازاره پر انټرنېټ هم نورې و نه ځورول شي او که بیا څوک دا ډول کړنې کوي نو د برتانیا په شان مو ټول هېواد پر ضد را پاڅېږي چې  پرې یې نه ږدي چې د ټول هېواد یا ولایت یو ښه نوم څو “کوڅه ډبي” بد کړي!

زه به نه یوازې د دغه ډول کسانو په خبرو زړه ماتې نه شم بلکې دا دی ټول به پرې خبر هم کړم چې له خپلو خویندو سره دا با “غیرته” پښتانه زلمي څه کوي، نورې نجونې ښايي دومره زړه ونه کړي.  زموږ څو د ګوتو په شمار نجونې چې کار کوي د هغوی مخه دې دا ظاهرآ “لوستي” کسان نه نیسي.  باید ټولې ښځې او سړي د دا ډول کسانو زړونه مات کړو.

178 total views, 1 views today

35 comments

  1. تور جان Reply

    سلامونه او نيكي هيلي گراني خورته! الله ج مو بريالي لره، انشاءالله چه داسي ليكني پشتني تولني ته گته كوي او تاسي په د ناروا ليكنو د جاهلو او ناپوهه نارينوو چه د گوتو په شمار دي مه خپه كيژي او همدارنگه نوري افغاني خويندي، خپلو مبارزو ته دوام وركي بي له تاسو زمژ تولنه نيمگري ده.
    په هيله د يو سمسور افغانستان

  2. Mojrem Reply

    Pa Yaw Malk Ki Che 40 Kala Jang We Halta Dockter Adeeb Ustad Kam Da Kanzalo Khalak Der We !! Khafa Kiga Ma ! Ignore It And Take It Eazy !! Dase Khalak De Staso Ehsasi Kawe ! Nan Saba Pa Toll Afg Ki Khalak Pa Pakhto Lekal Kwy She . Hatman Kom Raqeeb Dy

  3. نقیب الله عمرزی Reply

    ثنا خورې ، له انترنت څخه زما تجربه راته ثابتوي چې دوه طبقې ښکنځلمار دي. یوه نهایت بدوي او د اوسطايي طرز فکر خاوندان ، چې ځان د اسلام ټیکه داران بولي خو په حقیقت کې د اسلام تر ټولو لوی دښمنان او بدناموونکی دی، لکه طالبان او امثالهم. بل بد نیتي لیکوال. ځیني بدنیته او عقديي کسان شته چې په بل یې ښه نه پیرزو کیږي.
    د هیچا پروا مه کوه خپل کار کوه. بری د حق دی دواړه طبقې به درته ګوز ګوري وي.
    ان شاالله

  4. پتوال Reply

    له ننګرهارترکندهاره سلامونه ډالۍ
    ستا د ملاتړ او پیوستون څو پیغامونه دډالۍ

    پتمنې خورې خدای دې هېڅکله بې پته مه که
    شمله د ورور یې خدای دې دا شمله راکښته مه که

    که خور دې نه ګڼي لایق د ورورولۍ به نه وي
    که ځان ورور نه بولي د چا د خور ولۍ به نه وي

    د سترګو تورې، ستا نازبینې خورولۍ نه زار شم
    ته خفه نشي، ستا پښتو پښتونولۍ نه زار شم

  5. mail Reply

    په ډیر تاسف سره باید ووایو چی زمونږ د اوسنی نسل یو تعداد ځوانان لږ شانته له تعلیم او تربیی نه لری پاته شویدی . شهید داود خان به ویل چی له تعلیم نه تربیه ډیره مهمه ده . واقعا چی د اولاد او ماشومانو روزل ډیر دروند کار دی . وایی چی نه کار په هغه د څه کار. او یا غمه خوده بخور که لاغر نه شوی.
    ولی باید یو انسان آزار کړو . بل ته ګوته نیول آسانه کار دی خو کنځل هم ګناه ده . ستاسو په کنځلو او لهولعب ویلو هم ځان ګنهګاروی او هم بل آزاروی چی دواړه ښه کار ندی. اسلام د انسانیت او بشریت تر ټولو ښه دین دی او افغانان لا نور هم انسانیت او بشریت ته درناوی کوی . پښتانه بیا په خپلو خویندو او ښځو سرونه بایلی. هغوی چی نورو ته کنځل کوی الله د دوی ته د نیکی هدایت وکړی.

  6. سمسور وفا Reply

    ثنا خورجانی مه خفه کیږه زمونږ وطن دامریکایانو اوپاکستانیانو جنگونو، بمباریانو اوزهرجنو گازونو داسی حالت ته راوستلای دی چه ډیری خلک او په تیره بیا ځینی ځوانان خو بیخی دمغزو څخه خلاص شویدی، خدای تعالا دیی هغه خلکو ته دنیکی هدایت و کړی چه تأسی اونورو خویندو پسی سپکی سپوری لیکی، خوری ما خپل فیسبوک هم دهمدی خبرو دلاسه بند کړیدی، ځکه توان می ددغی توری تیاری د نومونو اولیکونو سره نه رسیده اود سپکو سپوروسره می هم وخت نه تیریدو، نواخر می تصمیم ونیوو چه دغه لیاره نوره بنده کړم. ځکه د پښتو متل دی وای خپل ماحول او کور شه ساته همسایه ته مه وایه چه ته غل یی. او په بل ځای کی وای چه غل نه تښی نو مل دیی وتښتی.
    دالله په امان

  7. wardag Reply

    ta ham lewanay ye che kaarwan teregi spi kho ba ghapegi chort ma pay kharabawa. de dasay khalqo pa wrranday ghbargoon da khalak noor hasawi
    pa dranasht

  8. حمیده احمدزۍ Reply

    ثنا خورې د عقديي او اوسطايي فکره انسانانو پروا مه کوه خپل کار او زحمت ته دوام ورکړه.
    دا ډول کسان یوازې زمونږ په جاهل قوم کې ډیر شته چي خویندي توهینوي. د نورو قومونو په منځ کي نشته.
    ښه مي په یاد دي چې د امریکا غږ ښایسته سعادت عکس او مرکه په فیسبوک کي خپره شوې وه همدغو تنګ نظره او بدویانو ورته سپکې سپورې لیکلې وې. خو د دري د نطاقې روزبې چي هر پیغام یا عکس ما لیدلی د دري ژبو د تعریف ، ستاینو او لایکونو نه پرته مې بل څه نه دي لیدلي.
    دا ټول د پاکستان د لاسه . دغه هیواد خپل جاسوسان ګمارلي او هغوی یوازي په پښتو پوهیږي او یو څه باید ومنو چې پښتانه تر نورو وروسته پاتې او کم عقله هم دي. ځکه تر نورو تنګ نظره او تاریک فکره دي.
    دا زما شخصي نظر دی هیله ده چې څوک به پرې خپه نه شي.
    حمیده احمدزۍ

  9. انجينير فهيم پښتون وردګ Reply

    ګرانې خورې؛
    ښه ليكنه دې كړې ده۔ او ستا په جرت وياړم۔ خو درې نور كارونه نور هم وكړه۔
    لومړی؛ فېس بوك ته يې رېپورټ كړه
    دوهم؛ انټرپول پوليسو ته يې رېپورټ كړه؛
    درېيم؛ دا پيغام چې ده ليكلی دی هغه د نوم سره يې بشپړ په فېس بوك واچوه چې دا ولس او بشريت دا سپك ٬ بې غيرته او بې شرفه وحشي وپېژني؛
    زما د مجيد قرار سره په همدې باندې ټكر راغی چې د كله د قندهارد ولس استازې فريده احمدي تښتول شوې وه او بيا د احمدي كورنۍ د هماغه تښتوونكي د كورنۍ څخه دوه ښځې يې په بدل كې تښتولې وې نو مجيد قرار او ملګري يې ظهير ظهير د دې دوو معصومو ښځو تښتولو ته ښه كار وېيلو او د دې دوه نورو معصومو ښځو تښتول يې ستايل۔ ما دې ته هم جنايت وېيلو او د فرېدې تښتولو ته هم جنايت وېيلو او دواړه جنايتونو مې غندل او د مجيد قرارا و ملګرو دا دريځ مې هم جنايت پلوه دريځ وګڼلو او په كلكو ټكو مې وغندل ۔ اوس؛
    يو ځل بيا دا فېس بوكې جنايت چې په حقيقت كې يو جنايت دی دا په كلكه غندم او دداسې كسانو محاكمه هم غواړم په دې چې زما خويندې ميندې هم ترې خوندي پاتې شي۔

  10. Fazalhaq Reply

    I hope that our all afghan brothers do not laugh at people embraced them and as well as use bad languages for them one issue that i want to mention that most of the people are using facebook alot like everyday at time when they study;speak with somebody or in many activities which can bring misery for them so i hope from you people do not waste your time and serve for your country

  11. دریځ Reply

    ليکنه د په زړه پورې ده، سپکې خحبرې یوازې او ویازې څو تنه ګمارل شوي طالبان کوي. خدای قسم دی چي ما د طالب په شان د سپکې خولې کسان په دنیا کي نه دي لیدلي. تاسي د دوی تبصرې وګورئ هر ځای به د مور و خور کنځلي کوي. حقیقت دا دی چي دا کسان چي شمېر یي ۵ یا ۶ کسه دی او په لاهور، کراچۍ او کویټې کي ناست دي، طالبان هم نه دي طالب په انترنټ څه پوهیږي دا د آی اس آی د لوري استخدام شوي کنځل ماران دي. دوی غواړي چې د لیکوالو او سایټونو خولې ورپټې کړي..

  12. Abdul kabir Ebrahimi Reply

    Dear Sana,

    I am really very sorry for all that happened. I am sure there are so many people who would be really proud of what you are doing. But at the same time, there are some narrow minded people, who can not understand the value of the good work you have been doing.

    Keep it up and wish you all the bests of best. I am sure by reading your article, he would be very much convinced that he was wrong and he needs to re think about the way he is thinking.

    Wish you all the bests of bests.

  13. ABDULAHAD Reply

    Dear Sister

    I am one of your Friend in Facebook really got sad and strongly condemned these type of Massages Please block those who writing this type of comments we really proud of you keep it up and go ahead.

  14. ايمل (فضلي)ممله وال Reply

    دهرڅه دمخه زمه سلامونه اونيکي هيلي ومننه ګراني خورهرڅوک خور مور اودکورني عړي لري چي پدي کي نارينه او ښځينه شامل دي يو ډيره مهمه خبرداده چي د فاميل تربيه ډيره مهمه ده هغه کسان اوځوانان چي فاميلي تربيه خرابه وي داسي اعمل ترسره کوي ستاسي څخه مي ستاسي ديو ورور په حيث داغوښتنه ده چي خپلي ديني او اجتماعي مبارزي ته ادمه ورکړي ده داسي بي عيرته او بئ وجدان خلکو په خبرو خپله مبارزه پرينږدي ستاسي د دي ليکني په ليدو ډير خپه شو م ځکه چي د همدي ولايت اوسيدونکي يم دادي ولايت دنوم نه په استفاده خلک دادي ولايت د ځوانانو نوم بده وي (ستاسي ورور ايمل فضلي ممله وال)

  15. Pakteen Reply

    توفففف لعنت دې وي په داسې پښتو او په داسې پښتونوالی.
    دې کوڅه ډبو ته به هم مور او خور کور کې خوشاله وي چه زوی یا ورور لرو.

    ځکه خو داسې مړه کیږو لکه فارمي چرګان ،نه مو انسانیت زده ده ،نه شرافت او نه هم د انسانیت په چوکاټ روان یو.
    پښتانه خو ګوره کنه د همدې خبرو او همدې کارونو نتیجه چه هره ورځ یې په کور کې د غم چیغي او نارې دي.

    سبب یې همدا ده چه نه لوست پیژني ،نه خدای پیژني ،نه انسانیت پیژني او نه هم یوه ذره غیرت.

    الله دې هدایت ورته وکړي او که هدایت نه وي الله تعالی دې دوی ټول تباه برباد کړي دا جاهل او نالوستی نسل.

  16. سورغر Reply

    ثناجانې له چا به وژاړې او چاته به وژاړې

    ا

  17. ګل یوسفزی Reply

    حتمی نه ده چې دې به ننګرهاری وي شاید داسې څوک وي چې د ننګرهار له فرهنګي برمه يې سترګې سوځي او غواړي ننګرهار بدنومي کړي. بله دا چې ثنا خورې ته هم په ننګرهار ورګډه یې په هر حال دغه انسان ستا او د ننګرهار شریک دښمن دی. زه لوګری یم خو ننګرهار کې مې ستا په ځیر ډیر وخت تیر کړي فاکولته مې پکې ویلی لسانس مې پکې اخستي او ښه ملګري پکې لرم او ښه خاطرې تري لرم خدای دې دغه کس چې هر ځوک دی د لالپورې او کامې په سیند لاهو کړي. خورې زړه ښکته پورته نه کړې مونږ دې تر شا یو کاروان تیریږي او سپي غاپي. ډیر تشویش مه کوه په دې شیانو به سر نه خوږوو. ته خپل کار ته دوام ورکړه که هغوی دې هرڅومره تنګوي خو مونږ خو هم یو جې درسره یو او تشویقوو دې. بس تکړه شه خپل کار ته دوام ورکړه ژوند د ښو او بدو مبارزه ده له هر ګل سره اغزي وي

    درنښت

  18. Brikhna Zwanmal Reply

    ګرانی ثنا خوری!
    د افسوس خبره ده دا چی ستا په شان هوښیاری انجونی د داسی کوڅه ډبو د نظریاتو پروا ساتی ، په واقعیت سره می له تا دا طمع نه کیده چی په دی مسله به دومره لیکنه وکړی او د یو داسی کوڅه ډب له پاره به خپل وخت دومره ضایع کړی ، په هر صورت کیدای شی زړه دی ورته ډیر راتنګ شوی وی . کله کله دزړه بړاس هم ښه وی چی ویستل شی . ددی خلکو په اړوند فکر مه کوی دوی په خپلو کورنو کی نه دی پیدا شوی دا چی په کوم ځای کی پیدا شوی هیڅ معلومات نشته ، دوی کورنۍ نه لری ځکه که یو څوک کورنۍ ولری هیڅکله هم دومره نه بی وجدانه کیږی . دا به هم چیرته نفسانی خواهیشاتو راګیر کړی وو کوم څه به یی لاسته نه وی ورغلی نو حیران به وو چی کوم انسان ته تاوان ورسوم هسی یی تاسی ته پام شوی دی ځکه دوی ته چی هر څوک په مخه ورشی لکه د جوج ماجوج په شان پری خوله لګوی ، یو څوک چی خپل کور کی عزت ، د کورنۍ غړی ، میرمن ، مور ، خور او لور ونه لری د بل د کورنۍ په عزت به څه پوه شی په هر صورت ښه وخت ولری زړه دی مه خفه کوه خپلو لیکنو ته دی دوام ورکړه زه به هم لیکنی کوم ته یی هم کوه او نوری خویندی به هم تشویقوو . او خپل همت هیڅکله هم له لاسه نه ورکوو.
    .

  19. hamid Reply

    سلامونه گرانی دیر فه زره فوری مطلب دی شیرکر خومتاسفانه زما کمفیوتر فشتو نلری فارسیی ده خو دومره درته وایم چی فیسبوک چی کومی گتی د افغانستان دولت او ملت ته لری زما فه فکر دیری دی فه سیاسی اومعنوی لحاظ خومتاسفانه افغانان دداغه گتو سه بی برخی دی دوی فیسبوک ته فه بل نظرگوری اصل کی فیسبوک د حل لاره ده نه د مشکلاتو مطلب می تاسو یاست مننه

  20. محمدرحیم ملکزی Reply

    آغلی ساپی داباید ومنې چې ته په یواسلامی هیواد کې زیږدلی یې اولږ ترلږه باید اسلامې واجبات ته پامرلنه وکړی
    زه نه غواړم خدای مکړه تاوکنځم خو دیو ورور په توګه درته سپارښتنه کوم مونږ مسلمان یو که په هرځای کی وسو
    اودهرشرایط لاندي ژوند وکړو نواړین دې چې خپل تیراودپلارنیکه اواجداد خوی اوخصلت له ځانه سره ولرو نور درته
    څه نه وایم الله دی بریالی لره اوتاته دې توفیق ورکړې ]څوخپل اسلامی ارزښتونه خوندی وساتی
    مننه ژورنالست رحیم ملکزی

  21. شغنانی Reply

    ثنا جانه خوری
    دا د یو پوچ مغز او بی غیرته مفکوره وه او زه یقین لرم چه دا سری ده ننگرها نده بلکه د افغانستان نده دا حتما کوم پاکستانی یا چتلستانی ده او غواری چه افغانان نوم بد کری افغانان ده انترنیت مفهوم او استعمال باندی پوهیزی اوس افغانستان هغه 20 کاله مخکی افغانستان نده اوسنی خوانان تول وختی په دی تیروی چه خرنگه ماستری وکرم او خدمت وکرم دا به هسی یوه لیونی و عقده مند سری ده چه خان معرفی کری ده

  22. اکبر Reply

    متاسفانه چی دا یو حقیقت دی. ددی پرځای چی له انترنت نه ګټه واخلو د هغه نه ناسمه ګټه پورته کوو. دا زمونږ پر شاته پاتی او ناپوهی دلالت کوی

  23. ملا پیاز ګل جذباتي Reply

    صافۍ خورې د لیکنې په لوستو دې، په ریښتیا خفه شوم او دا په ریښتیا چې دافسوس خبره ده، ولس څه غواړي ، هیواد څه ته اړتیا لري، او موږ څه کوو ؟؟؟ باید په چیغو چیغو وژاړو او خدای ته په سجده پریوزو ، چېرته چې بدبختي ده، زموږ لمنه یې نیولې ده …. په هر صورت که لدې اړخه موضوع ته ګورې، چې ددې سپکو له لاسه به سپکه شې ، یا به ضرر در ورسوي، بیخي خاطر جمعه اوسه ، که ددوی د چټل فطرت له مخې دې ددوی سره خبرې او خواله کړي وای، والله که یې داسې سپکې درته لیکلې وای، اصلا دوی همدا څه ځوروي ، چې ولې له موږ سره په بیځایه چټ او خبرو وخت نه ضایع کوي.

    او حمیدې احمدزۍ ته به دومره ووایم ، چې زه هم احمدزی یم ، سمه ده په پښتنو کې به د تعلیم کچه ټیټه وي، په بازاري کلتور به نه وي بلد ؛ خو دا چې ته وایې ، چې پښتانه بې عقل دي، دا خبره دې بیځایه او پوچه ده ، څوک چې عقل لري هغوی (بې عقل ) څارویو او ځناورو ته وايي، چې عقل نلري، پښتانه شکر عقل لري حیا لري د خپلې خور او بل د خور او ناموس په قدر پوهیږي، هیله کووم چې ټول پښټانه د څو کوڅه ډبو سره پرتله نکړې … او که داسې وي، چې په کابل کې د فارسي وان او ستمي کلتور څخه متاثره سوې یې، نو بیا بښنه غواړم ، نور څه درته نشم ویلی خو دا تخلص دې لرې کړه …

  24. ضیاالله Reply

    اسانه لاره که چیری مو زوروی بلاک یی کری که چیری په ریشتیا تاسو مسلمانه او دینداره پیغله اووسی ولی یی اضافه کوی له اول نه

  25. Sabir Arman Reply

    د نړيوالو د علم او پوهي له برکته نړۍ په کوچني کلي بدله سويده ،انسان د انتر نيټ ـ فيسبوکـ -تويټر…څخه ګټه اخلي او خپل د ژوند کاروان مخ ته وړي، خو متاسفانه چي ځيني …. او د تمدن د کاروان څخه پاته بدبختان لا ښونځۍ ته تګ ناروا بولي. دا زموږ خلګ دي بايد روښانه يې کړو ،يو وخت به پوه سي خو موږ به نه يو.
    حوصله او صبر د بري راز دی !!!

  26. Abdullah Reply

    Allah de padi zalela aw jahelo khalko worahmege. Aw sana khori ta dero kho aw aqela khalko lpara weyar yee. Allah de mwafaqa lara

  27. عبداله کابلی Reply

    صافی خورجانی هغه دشپون صیب خبره دالیکنی اومعاملی په هر چا تیریږی څوک حال وای او څوک یی نه وای، خو که تاسی هم دغه حال نه وایی ویلی نوښه به وای.
    ماته ستاسی شخصیت دیر گران دی، نور څه نه وایم بده یی ونه گنی داسی فکر وکړه لکه ستاسی مشر ورور.

    دخدای په امان
    ستاسی ورور

  28. ملا ميوند آخوند Reply

    اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    تاندوالو بيا زما تبصره د ذهنيتونو د ډوبېدو په ګرداب کې لاهو کړه، خو زه مې موخې ته رسېدلی يم! ځکه ما خپل پيغام تر يو چا ورسولو، خو دا ځل به بل څه وليکم. يو ځلې مې يو فرانسوی فلم وليدلو، چې د فلم قرباني يوه ځوانه نجلۍ وه، خو د يو هيروييني او ظالم د منګولو ښکار وه، مګر پلار يې جراح وو، نو د خپلې لور دستونزې لپاره يې ډېرې هڅې وکړې، خو آخر يې د جراحي فکر مضبوت شو او ورته يې فکري نغوته وکړه، چې بېکاره يآ ناروغ غړی بايد پرې شي، نو تاند هم لکه چې په ناروغانو کې د روغانو جراحي هم پيل کړه!
    ما آغلې ثنا ته درنښټ درلود، مګر دغه ځوانې افغانې خپله ټولنه ليا نه ده درک کړې! خو په خپلو کرښو کې يې د بل سپکې په خپله خوله تکرار کړي دي، چې له ورښته ناوې ته کېناستل ښيي! ځکه موږ د دې مخاطب نه وينو، خو دهغه سپک ژبه دې په خپلو کرښو کې رابرسېره کړې، چې ګوته بيرته دې ته نيول کېږي، نو د اصلاح لپاره دې، نوې توګې وپلټل شي اوس ما ته د دواړو آندونه يو شان دي! مګر دا زما يوه نيوکه او بل سپارښت دی!
    معه سلامو کم الاهلول مباشرين
    ملا ميوند آخوند

  29. غورځنګ وزیری Reply

    ډیر عالی او خه نظر ثنا خوری داسی کسان دی وشرمیګی. ډیر کسان په فیسبوک کی داسی هم شته چی د بل ژبی او ولایت د بد نامولو لپاره خرابی او سپکی خبری کوی او غلط ایدیګانی جوړوی خو بیا هم خه او خراب خلک په هر ځای وی

  30. غونډل خان غونډک Reply

    ګرانې خورې ډېره په زړه پورې موضوع دې څېړلې ده که دغه نفر کې شرم وي نو همدمره یې بس دی خدای دې په قلم برکت که چې دا خبر دې پټه ونه ساتله ځکه دا داسې موضوعګانې رامنځته کول نور خورګانو ته هم زړه ورکوي چې د دغسې کار مقابل کې عکس العمل وښئ

  31. سید الرحمن زیارمل Reply

    خور جانی واقعا؛ زه ډیر ډیر خفه شوم هو ښیا رانو ډیر ښه ویلی چه : کاروان تر یږی سپی غپیږی دغه کوڅه ډبی بی ادبان په جیب کی ورسره لس افغا نی نشته ډیر غټ غټ ټو پونه وهی اکثره کوڅه ډبی فیسبوک د سا عتیری اله بولی څکه پوه او دانش اخلاق پا ک احسا س نشته نو ارزو می دا ده چه مه خفه کیږی داسی فکر وکړه چه هیڅ می نه لیدلی او نه ار یدلی دجا هلا نو نه به په څنګ تر یږی.

  32. Mullah Habibullah Reply

    Salam Alikum Brothers & Sisters,

    In a society of sick people, even a normal person gets abnormal….

    Regards,

    Mullah Habibullah

  33. لونگ جانان Reply

    ستاددی لیکنی خوری ڈیرخوشحالہ شوم داٹول حقیقت دی.زمادالیکنہ ھغو کسانو تہ ڈالی دہ چی پرنڑیوالو شبکو داسی دعیاشی اود زوریدنو لیکنی کوے. کہ سوک خپل ناموس اوعزت ولری نو دا کس بہ ھیسکلہ ھم دبل ناموس اوعزت تہ پہ بدہ ونگوری او کہ خپل مور خور او ناموس نلری نوبل تہ بہ سہ پہ عزت وگوری.اوبل دافیسبوک اوس زیاترہ خاص دعشق او نورشیانو لپارھ کاریژی ولی زما افغانان ورونو لژ احساس دجان سرہ پیداکڑی چی پہ وطن کی موسہ روان دی او خلگ پر سہ روان دی اوموژ افغانان پہ سہ روان یو اودونیاپرسہ روانہ دہ اوپرموژ سہ تیریژی ورونہ مو خوار شول خوندے مو کونڈی شوی میندی مو بوری شوی وطن اومال وعزت مولوٹ شو پہ بل وطن مھاجر شو لااوس ھم ھیس احساس نہ شو راپکی پیدا .ستاسو دوست لونگ جانان

  34. khan Reply

    سلام : کوم متن چي دي ليکلي ټول مي ولوست .
    يادونه: په هره ټولنه کي ښه او خراب خلک شتون لري مونږ بايد په سنتو عمل وکړو يعني دبدو خلکو بدي په نظر کي ونه نيسو او د ټولني د اصلاح په برخه کي دهري ممکنه لاري څخه کار واخلو ځکه چي بهترين پرمونږ هغه خلک دي چي تقوا ولري . مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *