Categories

اعلان

Loading…

پاکستان د وسپنې په قاچاق د افغانستان د وسپنې صنعت وژني

تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۲۷مه: په هرات ولایت کې د وسپنو د تولید کارخانې وایي، پاکستان ته د کباړ شویو وسپنو قاچاق په ډېره توندۍ لا هم روان دی چې په کور دننه یې د وسپنې د تولید فابریکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

موندې ښيي چې دا مهال هرات ته د له ګڼو ځایونو زړې وسپنې راټولېږي، جمع کېږي او بیا د میرداوود په دروازه له هرات څخه قاچاقېږي په داسې حال کې چې دغه دروازه کې امنیتي اقدامات هم شته مګر د وسپنو د قاچاق مخه ورسره نده نیول شوې.

د وزیرانو شورا که څه هم د وسپنو د قاچاق د مخنیوي امر کړی دی، خو د وسپنې د ذوب فابریکو مسوولان وايي، دغه امر باندې څوک عمل نه کوي.
دوی وايي، پاکستان د افغانستان وسپنې ته ډېره زیاته اړتیا لري او لا هم دغه هېواد ته د افغانستان د زړو وسپنو د قاچاق او کباړ رسولو تور کاروبار نه دی درېدلی.

د سوداګرو په خبره، پاکستان لا هم د خپلې اړتیا وړ تر ټولو زیاته اندازه وسپنه له افغانستان څخه په قاچاقي لارو ترلاسه کوي، ځکه افغانان پرې دغه وسپنې خورا ارزانه پلوري او کیفیت یې بیا تر ټولو لوړ دی.

د وسپنې د کاروباریانو په وینا، په داسې حال کې چې د افغانستان وسپنه پاکستان ته په پراخ ډول قاچاقېږي، خو دوی اړ دي چې خپلې اړتیا وسپنه له تاجکستان، ایران، روسیې او حتی له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته په لوړه بیه راوارد کړي.

د کابل فولاد وسپنې کارمخانې مرستیال احسان الله وايي، دا مهال یې په هرات کې د ۱۸ میلیونه ډالرو پانګونه کړې ده خو د وسپنې د تولید په کاروبار کې یې یوه افغانۍ ګټه هم نده کړې: (( پاکستان د افغانستان وسپنو ته ډېر اړ دي، تر دې چې له هرات څخه ورته وسپنه قاچاقېږي، له دې کبله زموږ فابریکه ډېر کم فعالیت کولی شي تر دې چې خپل مصارف هم نه پوره کوي.))

ښاغلی احسان زیاتوي، دولت هم د وسپنې د تولید په هڅونه کې ناغېړي کوي او هیڅ دولتي قرارداد کې د افغانستان خپله وسپنه نده شامله کړای شوې: (( همدا اوس موږ سره ۱۵۰ کارکوونکي لګیا دي، خو ټول ډارېږي چې کار به یې تمام شي.))

بلخوا د هرات چارواکي وايي، خپلو پولیسو او امنیتي ادارو ته یې امر کړی دی چې پاکستان ته دې د وسپنې د قاچاق مخه ونیسي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په دې تړاو وايي، دوی ته له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه هم سخت امر ورغلی دی چې پاکستان ته د وسپنې قاچاق بند کړي.

پاکستان ته د افغانستان د وسپنو د کباړ او قاچاق تاریخچه د کورنیو جګړو زمانې ته رسېږي.

هغه مهال مجاهدینو روغ ټانکونه، طیارې او نور دولتي وسایل اره کول او پاکستان ته یې په لاریو کې رسول چې له کبله یې پاکستان په کم وخت کې د وسپنې د صنعت له پلوه د فیصل اباد ښار په سیمه کې نومیالی او مشهور کړ.

763 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸