Categories

اعلان

Loading…

د سعودي د تېلو پر زېرمتونو له برید وروسته ټرمپ توند غبرګون ښودلی

تاند، دوشنبه، د سنبلې ۲۵مه: وروسته له هغې چې د سعودي پر تیلو بټیو د شنبې په ورځ بریدونه وشول، له برید وروسته اوس د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغې پېښې ته په لومړي غبرګون کې ویلي، که تایید شي چې دا برید چا کړی، نو واشنګټن پوځي ګام ته تیار دی.

ښاغلي ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلې ” د سعودي د تېلو د وړاندې کولو کرښې په نښه شوي، دلیلونه شته چې دا کار چا کړی دی. موږ د موضوع له تایید سره پوځي ګام ته تیار یو. خو منتظر یوو چې سعودي دا نظر وړاندې کړي چې د دوی په باور دا برید چا کړی دی او د کومو شرایطو له مخې ګام پورته شي”

د سعودي عربستان د ارامکو د نفتو لوی شرکت ویلي چې تر برید وروسته دغه هیواد د نفتو تولید په ورځني ډول ۵ اعشاریه ۷ ملیونه بېرلو ته راښکته کړی دی. له دې سره په نړیواله کچه د نفتو بیه په بېسارې ډول لوړه شوې ده.

سعودي د نړۍ ۱۰ سلنه تېل تولیدوي، که څه هم ددغه برید مسوولیت حوثي یاغیانو پر غاړه واخیست او ادعا یې وکړه چې د ۱۰ ډرون الوتکو په وسیله یې د عربستان د نفتو اصلي تاسیسات په نښه کړي دي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ ویلي و چې تراوسه ایران پر عربستان سل بریدونه کړي او داسې کومه نښه نشته چې دغه برید دې د یمن له خاورې شوی وي.

امریکايي ورځپاڼه والسټریټ جورنال وايي، کارپوهان پر دې غور کوي چې د دې بریدونو تر شا ایران یا عراق کې د هغوی ملاتړي وسلوال لاس لرلی شي چې د ډرون په ځای یې کروز توغندي کارولي

د ایران د بهرنیو وزیر جواد ظریف دا ډول تورونه ردوي

357 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2