Categories

اعلان

Loading…

د ماشومانو سالمه تغذیه

د ماشومانو لپاره سالمه تغذیه او د صحتمندو ماشومانو درلودل د هر مور او پلار هیله وي. خو د یوې مور یا پلار په توګه مو څومره د خپلو ماشومانو روغتیا او د هغوی سالمې تغذیې ته پام کړی دی؟ لکه څه ډول چې لویان یوې سالمې تغذیې ته اړتیا لري، دغه ډول ماشومان هم ورته اړتیا لري. مانا دا چې سالمه تغذیه په لوی او واړه پورې اړه نه لري. معدني مواد، کاربوهایدریټ، پروټین او نور مغذي مواد هغه څه دي چې سالمه تغذیه برابروي. خو اوس پوښتنه دا ده چې د ماشومانو په سالمه تغذیه کې باید کوم مواد شامل وي؟ پروټین، مېوې، سبزۍ، غلې دانې او لبنیات هغه خواړه دي چې د ماشومانو سالمه تغذیه برابروي. لبنیات که څه هم چې د ماشومانو لپاره ډېر ګټور دي، خو غوړو ته یې باید پام وشي. مانا دا چې د لویانو په پرتله باید په شیدو، مستو، پنیر او نورو کې غوړ یو څه کم وي. دغه راز ماشوم ته باید داسې مېوې ورکړل شي، چې د خوږو کچه پکې کمه وي. ځینې مېوې چې غوښه یې یو څه کلکه وي، باید د ماشوم عمر ته په کتو ورکړل شي او یا یو څه ورته نرمې کړل شي.
حمیدالله حمیدي

653 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2