Categories

اعلان

Loading…

پاکستان د افغان سفارت شارژدافیر احضار کړی

تاند، یکشنبه، د سنبلې ۲۴مه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (شنبه) په دغه هیواد کې د افغانستان د سفارت شارژدافير احضار کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي و پوځیانو یې پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم غځولو کار کاوه چې ډزې پرې شوي.

پاکستان ویلي په دغه پوله یې د برید له امله د افغانستان شارژدافیر ته خپل سخت اعتراض وړاندې کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې ډزو کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي او یو سخت زخمي شوی دی.

دوی همدا راز تور پورې کړی، چې پر سرتېرو بریدګر د افغانستان له پولې څخه ور اوښتي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خپره کړې اعلامیې کې ویلي: ((پاکستان یاد برید غندي او د شوي هوکړې په اساس د پولې په اوږدو کې د امنیت د ټینګښت مسؤلیت د افغان حکومت په غاړه دی او افغانستان باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې د تر ګواښ لاندې سیمو د امنیت د ټینګښت په هدف لازم اقدامات تر سره کړي))

دا لومړی ځل نه دی چې د ډیورنډ د فرضي کرښې له دواړو غاړو په یو بل مرګوني بریدونه کیږي بلکې له دې وړاندې هم دلته پر یو بل بریدونه شوي او سخته مرګ ژوبله یې یو بل ته اړولي ده.

افغان حکومت تېره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړ چې د پاکستان پوځيان د افغانستان پر ختیځو ولایتونو راکټي حملې کوي.

په ملګروملتونوکې د افغانستان سفیرې دا منیت شورا ته په استولي لیک کې لیکلي وو چې د پاکستان له لوري د اګست په نولسمه او شلمه یوازې پر شلتن ولسوالۍ دوه سوه راکټ ویشتل شوي دي

خو افغان حکومت تراوسه د پاکستان د وروستي تور په اړه څه نه دي ویلي.

795 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2