Categories

اعلان

Loading…

د جرمني دفاع وزیره: افغانستان یوازې مه پرېږدئ، طالبان بیا پر خلکو وحشتناک حالات راوستل غواړي

تاند، یکشنبه، د سنبلې ۲۴مه: د جرمني دفاع وزیرې کرمپ کارن خبرداری ورکړی که بهرني ناټو ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو طالب جنګیالي به یو وار بیا پر دغه هېواد حاکم شي.

اغلې کارن زیاته کړې که چېرته داسې وشي نو د نړۍ او سیمې امنیت ته به جدي ګواښونه متوجه شي.

د جرمني د دفاع وزیره چې راتلونکې کې شاید د مسیحي دیموکرات ګوند د مشرې په توګه د انګیلا میرکل ځایناستې هم شي وايي، که طالبان بیا واک ته ورسېدل نو افغانستان کې به د ښځو د حقونو پایمالېدو تر څنګ یو ځل بیا بد شرایط راستانه شي: (( که موږ په افغانستان کې له خپل مسوولیته اوږې وڅنډو، دغه هېواد کې به ډېر وحشتناک وضعیت حاکم شي،  بیا به دښځو سنګسار او اعدام وي، د زور ودونه او له زده کړو به د نجونو محرومیت بیا دوام پیدا کړي.))

جرمني دا مهال په افغانستان کې ۱۳۰۰ سرتېري لري چې د ناټو په چوکاټ کې له افغان ځواکونو سره ګډ کار کوي خو ماموریت یې د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې پای ته رسېږي.

دغه هېواد د افغان سولې په برخه کې په دې وروستیو کې د افغاني مذاکراتو د کوربه توب لپاره هم سینه ډبولې ده.

676 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸