Categories

اعلان

Loading…

ټرمپ: طالبان پوهېږي چې لویه اشتباه یې وکړه، خو نه پوهېږي چې څنګه یې جبران کړي

تاند، یکشنبه، د سنبلې ۲۴مه: ټرمپ یو واربیا د طالبانو په تړاو ټویټ کړی او ویلي یې دي دغه ډله پوهېږي چې ستره اشتباه یې وکړه، خو اوس نه پوهېږي چې څنګه یې بیرته جبران کړي.

ټرمپ تېره شپه ناوخته پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، طالبان پوه شوي چې د اشتباه له کبله یې له امریکا سره مذاکرات ختم شول، خو نه پوهېږي چې څرنګه خپله اشتباه اصلاح کړي او بیا د خبرو مېز ته کېني.

ټرمپ ټینګار کړی دی چې طالبانو تر دې وړاندې هیڅکله هغه بریدونه نه وو کتلي چې څو ورځو کې امریکا پرې ترسره کړي دي: (( د یو امریکايي سرتېري په ګډون د ۱۲ کسانو وژنه غلطه او بده پرېکړه وه، د مذاکرې لپاره ډېرې غوره لارې چارې شته.))

دا په داسې حال کې ده چې له واشنګټن سره د سولې د مذاکراتو ختمېدو څخه وروسته د طالبانو دوه پلاوي چین او روسیې ته تللي دي او وايي چې پاکستان ته به هم ولاړ شي تر څو مذاکرات بیا له سره پیل شي.

طالب مشرانو په مسکو کې ویلي چې لا هم مذاکراتو ته لېواله دي، خو دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ افغان حکومت هم تر ټاکنو پورې د طالبانو پر وړاندې د سولې دروازې وتړلې.

599 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2