Categories

اعلان

Loading…

افغان حکومت د جوبایډن په څرګندونو توند غبرګون ښودلی

تاند، یکشنبه، د سنبلې ۲۴مه: ارګ د امریکا د ولسمشرۍ د نوماند جوبایډن په هغو خبرو توند غبرګون ښودلی چې افغانستان یې په دریو نه یوځای کېدونکو ټوټو ویشل شوی بللی او ویلي یې وو لا هم د افغانستان درې ختیځ ولایتونه د پاکستان ترنفوذ لاندې دي او حقاني شبکه پکې فعاله ده.

 ۷۶ کلن جوبایډن دا خبرې په هاسټن کې له خپلو رقیبانو سره تلویزیوني مناظره کې کړې وې او ویلي یې وو چې امریکا باید د افغانستان پر ځای پاکستان کې نظامي اډې جوړې کړي.

په دې غبرګون د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، له نړیوالو تمه لري چې د افغانستان یو پارچه توب ته درناوی وکړي او په افغانستان کې د پایداره ثبات د طرحو ملاتړ وکړي.

 د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، پاکستان د افغانستان په هیڅ برخه ولکه نلري او د دغه هېواد په وجود کې د افغانستان د یو موټی خاورې  د لاندې کولو توان هم نشته.

صدیق صدیقي زیاته کړه، که نړیوال د افغانستان مسئله حلول وغواړي نو یوازنۍ لاره یې افغاني حل لاره ده چې دوی یې باید ملاتړ وکړي: (( کابل له امریکايي سیاستوالو توقع لري چې له پاکستانه پوښتنه وکړي چې ولې یې له ترهګرۍ سره ۱۸ کلنه جګړه کې ناغېړي وکړه.))

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تل د ترهګرۍ ضد جګړه کې پاکستان په نه همکارۍ تورن کړی او ویلي یې دي چې دا هېواد له یوې ترهګرې ډلې ساتي له بلې خوا وايي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د نړۍ ملګری دی.

619 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸