Categories

اعلان

Loading…

حکمتیار: د کابل د قصاب په راکړل شوي لقب ویاړم

تاند، یکشنبه، د سنبلې ۲۴مه: د ولسمشرۍ نوماند ګلبدین حکمتیار په یوه تازه مرکه کې ویلي، په دې ویاړي چې د یو فرانسوي خبریال له لوري د کابل د قصاب لقب ورکول شوی دی.

نوموړي د طلوع په نوم له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې زیاته کړه، کلونه وړاندې چې د کاپيسا په تګاب کې پر فرانسوي سرتېرو د حزب په برید کې ۴۳سرتېري ووژل شول نو فرانسوي خبریالانو ده ته د کابل د قصاب لقب ورکړ چې دی هم پرې ویاړي.

ښاغلي حکمتیار له طالبانو سره د حزب اسلامي له پټې هوکړې هم پرده جګه کړه او زیاته یې کړه چې له طالبانو سره دې هوکړې ته رسېدلی چې پریو بل به بریدونه نه کوي.

 نوموړي دغه راز طالبان یو نوی تحریک بللی او ویلي یې دي، هغه وخت چې په ۲۰۰۱ کې طالبان د ناټو له وجې د ځان راټولولو په لټه کې ول، ده د ناټو سره عملا جګړه کوله: ((طالبانو دغه راز خپلو وسله والو ته امر وکړ چې پر خارجیانو بریدونه ونه کړي، خو موږ خپلو جنګیالیو ته وویل چې پر خارجیانو به بریدونه کوئ.))

نوموړي د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لار رڼې ټاکنې بللې دي، په داسې حال کې چې پرون یې په یوه کمپایني غونډه کې د ټاکنو د امنیت ساتونکو سرتېرو په تړاو وویل چې دوی د جګړې په تقدس باور نه لري او د پیسو په مقابل کې جګړه کوي.

1,117 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
uuid:
7aecd9e7-b287-a4f9-6115-0e47780d7ead
response_body:
{"id":"6cd68b9a-153a-472f-9ed2-378701a7f82e","recipients":747,"external_id":"7aecd9e7-b287-a4f9-6115-0e47780d7ead","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
747
notification_id:
6cd68b9a-153a-472f-9ed2-378701a7f82e

3 comments

  1. Fahim Reply

    حکمتیار له کونی لیونی دی. هوشیار انسان خو په خدای که داسی منحوس لقب ومني. د انسانانو په وژنی داسی افتخار کول نه په انسانیت کی، نه په اسلامیت کی، نه په افغانیت کی او نه د دنیا په کوم قانون او مذهب کی شته. فکر کوم پاکستان دی له کوم وحشی پاکستانی سپی سره ساتلی و. دا حرمونی خو والله که لس رایی هم وگتی. که یی وگتله هم په حزب اسلامی، هم په اسلامیت ، هم په افغانیت او هم په افغانستان خط وباسی او ددی وطن جنازه وکری. له یوی خوا اردو ته بد وایی، له بلی خوا دولت ته، له بلی خوا افغانانو ته او له بلی خوا جهانیانو ته. وایی د خره مینه لغته. حکمتیار جاهل ته د افغانانو سلام

  2. samad Reply

    دې ښاغلی ته دې وویل شی : تاته دالقب دفرانسویانو دوژنې په خاطر نه ده درکړل شوی تا مجروح ، کټوازی اونور ۵۴ نامتوافغان شخصیتونه په پیښور کې – میرویس جلیل په چهلستون کې – ستابدنامې ډلې میرمن بره کی دهغه له خاوند او ماشومانو سره په وزیر اکبرخان کې اولسګونه داسې نور جنایتونه موکړی چې مستند دی او څوک ځینې انکا ر نشی کولی – آیا په دې اعمالو هم ویاړ کوی ؟ که داسې وی دخدای لعنت دې پرتا شی .

  3. Dr rahman Reply

    Aw pa khyber medical college pekhawar ke da jomate islami da badmashano da para dr atta ullah shaheed kro pa 1982 ke chai da Dir osedonke wo. Gul badin dair gholam zehna insan de.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2