Categories

اعلان

Loading…

محب: نړیوال ترهګر له طالبانو او طالبان له نړیوالو ترهګرو سره خواخوږي او همکاري لري

تاند، شنبه، د سنبلې ۲۳مه: د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له امریکایي تلویزیون سي بي ایس سره په مرکه کې ویلي، افغانستان له تېرې یوې لسیزې راهیسې په خپلو پښو د درېدو لپاره کار کوي.

ښاغلي محب ویلي، که امریکا خپل ځواکونه په یو اړخیز ډول باسي، نو دا کار به پر افغان حکومت زیات فشار راوړي، خو په وینا یې افغانستان هم په یو ډول دې وضعیت ته ځان چمتو کوي او د تېرې لسیزې راهیسې پرې لګیا دی: (( زما په اند، موږ دواړو لوریو پدې مشارکت کې ډېره پانګونه کړې ده، نو دا ډول وتل نه ښايي د هېڅ یوه هېواد په ګټه وي. ))

ښاغلي محب زیاته کړې چې افغانستان اوس د پر ځان بساینې پر لور روان دی: ((زموږ ډېره تکیه پر تخنیکي برخو ده، لکه هوایي ملاتړ، د څار وړتیاوې، په لوړه کچه استخبارات. موږ اوس دا شیان یا نه لرو یا کافي نه دي. ))

ښاغلي محب زیاته کړې سږ کال افغان ځواکونه مطلق په تهاجمي او یرغلیز حالت کې وو او جګړه هم د تېرو دوو لسیزو تر ټولو سخته جګړه وه.

محب دغه راز د طالبانو او القاعدې د اړیکو په نه پریکیدو هم بحث کړی او وایي، څرنګه چې طالبان په آيډیالوژیک لحاظ د القاعدې پر آرمانونو باور لري، نو د طالبانو لخوا د القاعدې مخه نیول غولوونکې خبره ښکاري: (( دوی که هر څه وايي، خو د طالبانو په لیکو کې له ټولې نړۍ هر ډول جنګیالي جګړه کوي. په دوی کې چیچین، ازبک، عرب، پاکستاني او هر هغه څوک شته چې غواړي ډيموکراټیکه او ولسواکه نړۍ وترهوي))

نوموړی وایي، بهرني ترهګر همدا اوس له طالبانو سره اوږه په اوږه او د هغوی په صفونو کې جګړه کوي او که دوی ته فرصت برابر شي، دوی به له افغانستانه بهر ډېر ژر هدفونه په نښه کړي.

688 total views, 7 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2