Categories

اعلان

Loading…

امنیتي ځواکونو ته سپکاوي د حکمتیار پر ضد غبرګونونه راپارولي دي

اهتاند، شنبه، د سنبلې ۲۳مه: د جګړې له ډګره سولې ته راستون شوی د حزب اسلامي مشر او د ولسمشرۍ نوماند ګلبدین حکمتیار وايي، افغان ځواکونه د جګړې په تقدس باور نلري بلکې دوی د بې وزلۍ او بې روزګارۍ له کبله جنګېږي.

ګلبدین حکمتیار وايي، هره ورځ له ۳۰۰ زیات امنیتي سرتېري د جګړې په ډګر کې مري، خو که اوسنی حکومت دوام پیداکړي د هېواد وضعیت به لا زیات بحراني شي: ((هره ورځ لس دولس جنازې یوازې بدخشان ته وړل کېږي،هیڅ وژل شوی سرتیری د جګړې په تقدس او سپيڅلتیا باور هم نلري دوی اقتصادي مجبوریتونو اړ کړي دي چې د امنیتي ځواکونو لیکو ته ولاړ شي.))

 بلخوا د ارګ ویاند صدیق صدیقي هم د حکمتیار د څرګندونو په غبرګون ویلي د امنیتي ځواکونو په تړاو د ګلبدین دا ډول څرګندونې غیر مسوولانه او له سپکاوي ډکې دي.

 ښاغلي صدیقي نن په یو خبري کنفرانس کې له حکمتیار وغوښتل چې د خپلو خبرو پهتړاو دې بخښنه وغواړي: (( دا ډول څرګندونې غیر مسوولانه دي، موږ یې خپلو ځواکونو ته سپکاوی ګڼو، ښاغلی حکمتیار باید له امنیتي ځواکونو د دې خبر بخښنه وغواړي))

 په همدې حال کې د ښاغلي حکمتیار دې څرګندونو په ټولنیزو شبکو کې دفعالانو سخته غوسه راپارولې ده او ګڼو کسانو ویلي چې له حکمتیار څخه د تېرې ملي اردو د ړنګولو پوښتنه که شوې نن به یې امنیتي ځواکونو ته بیا توهین او سپکاوی نه کاوه.

حکمتیار امنیتي ځواکونو ته له سپکاوي ډکې خبرې په داسې حال کې کوي چې نوموړی د سولې په نوم هره میاشت ۲۵۰ میلیونه افغانۍ مصارف اخلي او ۳۰۰ سرتېري یې د ځان د ساتنې لپاره اخیستي دي.

1,728 total views, 7 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

8 comments

  1. لوګي Reply

    تر څو چه د ګلبي خپل بچي په دي تپل شوي جنګ کي نه يي مړ شوي دي به تل دا سپکي خبري کوي.
    لعنت د په د تعاوني او وحشي وي.

  2. فهیم Reply

    دی هم لکه طلب د پاکستان دلال او سپی دی. هر غل چی پاکستان ورته په قاب کی واچوه په خوند او پرته له افغانی حرمته يي خوری. له داسی طفیلیانو گله پکار نه ده. دی نه انسانی جذبه لری نه افغانی. د نصیرالله بابر او حمید گل غلام تیر شوی. د‌ شرم خبره ده چی یو سیاسی مشر دی دومره سپک او بی سیاسی درکه وي. له خبری يي داسی معلوميزي چی دی به هم لکه دؤس ملا عباس دلال د ملی اردو لغو کول غواري. هم یي سوری ته ناست دی او هم پری بد وایی.
    ژوندی او با عزته دی وي زمونز په وطن مين با شهامته، باغیرته او له افتخارتو دگه اردو. نابود او شرمیدلي د وي ددی اردو او هیواد غلیمان

  3. سلیم Reply

    ګلبدین بن حمیدګل ریښتیا وايي، دی خپله او د افغانانو نور قاتلان چې اقتصادي مجبوریتونه نلري، بچیان یې هم اردو کې نشته، خپلې خوښې ژوند کوي. چې نیم قرن یې د افغانستان سرتیري وژلي وي او هغه ته یې جهاد وییلي وي او بیا هم۲۵۰ میلیونه له بیت المال ورکول کیږي او ۳۰۰ عسکر هم ورته کرایه کیږي، بیاخو دی ندی ملامت، ټول افغانستان غاړه بنده ده

  4. اسلم Reply

    لعنت لعنت لعنت لعنت لعنت لعنت لعنت لعنت لعنت لعنت لعنت لعنت لعنت لعنت لعنت لعنت لعنت لعنت لعنت لعنت لعنت لعنت

  5. عثماني Reply

    د مېږي چې کمبختی راشي ، وزرونه وکړي ، والوزي او د مرغیو خوراک شي.
    زمونږ مشران او سپین ږیرې سیاست مداران په خپله باغیرته ، زړورې او وطندوستې ملي اردو را منډه کړي. هرچا چې خپلو دغو زړورو بچو ته په سپکه سترګه کتلي ، خپل ژوند او خاتمه یې خرابه کړېده .
    دا طلوعوال هم بلا کوي ، په یوه تیر څو هدفه ولي . په یوه پوښتنه څو ځوابه ترلاسه کوي.
    د کابل ښاریانو ته یې د اویایمو کلونو دردونه ، غمونه ، کډوالۍ ، وژنې ، شهادتونه ، په سرونو مېخ وهل ، رقص مرده ، په هره کوڅه کې ملکوالطوایفي ، موضیع جوړول ، غلا ، کباړ ورپه یاد کړل . دوی به هېڅکله خپلو دښمنانو ته که هغه حزب اسلامي وي ، شورای نظار او جمعیت وي او که وحدت اسلامي ، خپله رایه ورنکړي.
    هغوي ته چې پلرونو یې د وطن د دفاع اوساتنې په مقابل کې خپل ځانونه سپر کړي ول او د پنجابیانو د اجیرانو او شراچوونکو پرخلاف مبارزه کړې وه ، ور په یاد کړل چې ستاسو د پلرونو دښمنان لا ژوندي ګرځي او غواړي ستاسو پرسر یو ځل بیا واکمن شي . دا وطن بیا په کنډوالو بدل کړي.
    ځوان نسل یې هم دې ته متوجې کړ چې په ډېر احتیاط سره د خپلې پاکې رایې د استعمال لپاره قدم واخلي ، وطن ورانوونکو ، د علم او پوهې دښمنانو ، د ښوونکو او زده کوونکو قاتلینو ، شر پسندو ، د پنجاب مزدورانو ، غلو ، قانون ماتوونکو او خوارجو ته رایه ورنکړي.

  6. Nasar Jamal Reply

    پردی استخبارتو په افغانستان کی د خپلو منافعو د پاره فعلآ دوه قسمه اجیران مؤظف کړی یو ه ډله تروریستان دی چه افغانان وژنی او د افغانستان د پرمختګ مخه نیسی د تروریسم دلاری ، د طالبانواو داعشیانو په نامه ، بله ډله د میدیا او سیاست په ساحه کی لکه حکمتیار او یو تعداد زاړه طالبان چه د طالب تروریزم د موضعګیریو دفاع کوی ، او د تلویزیون په صفحو کی را څرګندیژی او په کابل ددغه نظام د امنیت تر چتر لاندی آرام خوب کوی ، روځی شپی تیروی ، ددغه نظام نمک خواره هم دی ، نه د خدای (ج) نه شرم لری نه د خپل ملت نه . څومره چه وخت تیریژی دومره ددوی کرغیړنی چهری رسوا کیژی او د ملت نفرت نورهم ورڅخه ډیریژی . دوی ته په کارؤ چه د ژوند تر آخره یی صرف د خپلوجنایتونو په خاطر صرف د خدای (ج) نه بښنه غوښتلای . ا بیا یی هیڅکله د سیاست نوم په خوله نه وای راوړی او نه یی دهغه ناکامه حکومت بیا غوښتنه کولای چه مخکی یوار ملت ددوی په لاس تجربه کړی ؤ .

  7. غلام حضرت Reply

    پدی خو شک نسته چی اقتصاد او مالی خوځښت د انسانی ژوند د بدن په رګونو کی د وینی حیثیت لری
    دنیا څه چی د اسلام د سپیڅلی دین دری رکنونه ( روژه، ذکاة، حج) د اقتصاد سره مستقیمه اړیکه لری ، اصلاً د جنت او دوږخ شل سلنه مشتریان او میلمانه د اقتصاد او مالی تعاملاتو له چینل او کانال له لیاری خپل هستوګنی ته ور دانګی او اصلاً د خدای او بنده د معاملی د څرنګوالی تر منځ ډیره برخه همدا مالی مسائل تشکیلوی
    نو
    قیاس دی وسی چی مالی مسائل به په سیاست او حکومتداری کی څومره رول ولری؟ مسلّماً مهم
    ګوره حکمتیار جانه
    زه هم پر اخوانیت مین یو کس یم خو نه ستا او ستاسو غوندی اخوانیت او اخوانیانو بلکه د رښتینی اخوانیت او ورورګلوی مین کس
    امّا ستا پورته څرګندونی د افغانیت او ملی هویت او ملی شرافت خلاف څرګندونی دی
    زه احساساتی در سره نه ږغېږم بلکه فقط پوښتنی غوندی یوه غوښتنه در نه لرم
    ته پر خپلو محافظینو او ساتونکو معاشونه او نور امتیازات غوڅ که او هغوی دی فقط ستا او ستا د افکارو د تقدس پخاطر خپله دنده یعنی ستا ساتنه بېله معاش څخه تر سره کړی

  8. samad Reply

    دآی ،اس،آی تالی څټی په هغو وینو ملنډې وهی چې دخلکو دساتنۍ په لار کې توییږی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2